په خوست کې لسګونو کډوالو بېلابېل کسبونه زده کړل
په خوست کې ۱۲۰ تنو چې اویا سلنه يې وزیرستاني کډوال دي، په څلورو بېلابېلو برخو کې د کسبونو د زده کړو شپږ میاشتنی پروګرام پای ته ورساوه.
یاد پروګرام چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یا UNHCR په مالي لګښت پلی شو، په پای کې هر یو فارغ کس ته د کاروبار د پیلولو لپاره د (۲۲۹۰۰) افغانیو په ارزښت وسایل او توکي هم ورکړل شول.
د دې برنامې ګډونوالو په دې خوښي څرګندوله چې تر دې وروسته کولای شي چې ځانته کاروبار پیل کړي او خپلو کورنیو ته ګټه وټه وکړي.
دغو کډوالو او ځايي اوسېدونکو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، نلدوانۍ او د موټرسایکلونو د ترمیم په برخه کې د حرفو او کسبونو د زده کړې له پروګرامه تر فارغېدو وروسته د کار د وسایلو مکملې بستې او د کسب اړوند د خامو موادو د رانیولو لپاره هر یو ته ۹ زره افغانۍ هم ورکړل شوې.
د دغې برنامې د مسؤلینو په خبره، د دې برنامې ۸۴ تنه ګډونوال وزیرستاني کډوال او ۳۶ تنه ځايي اوسېدونکي وو چې نیمايي یې ښځې وې او هدف ترې د کډوالو، بېځایه شويو او د ټولنې د بېوزلو خلکو پر ځان بسیاینه ده.