ډاکټر نصرالله خلجي د بلوچستان ځوانانو ته انفارمېشن ټېکنالوژي ورپېژنوله
![ډاکټر نصرالله خلجي د بلوچستان ځوانانو ته انفارمېشن ټېکنالوژي ورپېژنوله](https://gdb.rferl.org/902B7F6F-5188-400A-9232-C542ABE991BE_cx0_cy7_cw100_w800_h450.jpg)
کمپیوټر ټېکنالوژي، سوداګریزه سمبالښت یا اداري کاروبار (بیزنس اډمینسټرېشن)، انفارمېشن ټېکنالوژي، حسابداري (کاونټینګ) د اوسني دور هغه پرمختللې زده کړې دي چې د بلوچستان غوندې د شاته پاته صوبې باسواده ځوان کهول به یې د حاصلولو لپاره نه یوازې په پاکستان دننه تر لیرې لیرې پسې تلل بلکې وسدار به ورپسې تر لندنه او واشنګټنه هم تلل. خو د تعلیم لنډمهالی وزیر، سکالر او ډاکټر نصرالله خلجی هغه نوم دی چې په کوټه ښار کې یې د دغه تعلیمي ادارو نه یوازې رڼا راوړه بلکې هلته یې د پرل په نامه د یوه انسټیټیوټ بنسټ کېښود.
نوموړی مو په "مشال مرکه" کې مېلمه دی چې کوربنه یې انیسه اجمل ده.