د افغانستان او چین امنیتي چارواکي د ترورېزم ضد ګډې هڅې پیاوړې کوي
د افغانستان او چین امنیتي چارواکو موافقه وکړه چې د ترورېزم ضد ګډې هڅې پیاوړې کړي. د افغانستان د ملي دفاع وزیر طارقشاه بهرامي په پیکېنګ کې له چینایي پوځي چارواکو سره د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې. د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته د دې خبرو په اړه وویل: "چین د تعلیم او تربیې په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي. اوس هم زموږ افسران په چین کې تر روزنې لاندې دي، دا همکاري د افغانستان د سولې لپاره ډېره مهمه... Читать дальше...