۶ هېوادونه د "م.م" د امنیت شورا سره د غړیو په توګه یوځای شول
پرون سې شنبه د نړۍ شپږ هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا سره د غېرې دایمي غړیو په توګه یوځای شول. هالنډ، پولنډ، کویټ، پیرو، عاج ساحل او ګیني هغه هېوادونه دي چې تازه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غړي شول. د دې هېوادونو هر یو یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۱۹۳ غړیو لهخوا د دوو کلونو لپاره د امنیت شورا غړیتوب ته انتخاب شوي دي. یوازې هالنډ خپل نیمايي غړیتوب له ایټالیا سره ویشي. په ملي امنیت شورا کې د پنځو دایمي غړیو سربېره د نورو هېوادونو لپاره غړیتوب په دې سازمان کې په نړیوالو مسئلو کې د رسا غږ لرلو په معنی دی. Читать дальше...