له امریکايي پوځيانو سره د دفاع د وزیر «مټېس» شریکې شوې خاطرې!
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس چې هغه ته د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د تر ټولو له درناوي برخهمند غړي په توګه کتل کېږي، هڅه ...
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس چې هغه ته د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د تر ټولو له درناوي برخهمند غړي په توګه کتل کېږي، هڅه ...
د یکه غونډ نهر تر غاړې مېشت افغان کډوال وایي چې حکومت دې دغه نهر پاک کړي، ځکه چې له کورونو سره یې ځای پر ځای اوبه ډنډ ولاړې دي او نه یوازې کورونو ته یې خطر راڅېرمه کړۍ بلکې ناروغي ترې خورېږي. نن د افغان کډوالو او د ترکزیو قبیلې یوه ګډه جرګه هم وشوه چې په کې دا هم وویل شول چې د نهر بندښت له وجې له یکه غونډه تر دامان سیمې پورې تر یو زرو جریبو زیاته ځمکه هم شاړه شوې ده. شاهنواز ترکزي یې ویډيو کښلې
د یکه غونډ نهر تر غاړې میشت افغان کډوال وایي چې حکومت دې دغه نهر پاک کړي ځکه چې له کورونو سره یې ځای پر ځای اوبه ډنډ ولاړې دي او نه یوازې کورونو ته یې خطر راڅېرمه کړۍ بلکې ناروغي ترې خورېږي. نن د افغان کډوالو او د ترکزیو قبیلې یوه ګډه جرګه هم وشوه، چې پکې دا هم وویل شول چې د نهر بندښت له وجې له یکه غونډه تر دامان سیمې پورې تر یو زرو جریبو زیاته ځمکه هم شاړه شوې ده. شاهنواز ترکزي یې ویډيو کښلې
د هرات ولایت د صنعتکارانو اتحاديه وايي، د ټاپي پروژې د پايپ لاين د پرانیستې کارونه دوام لري. د دې اتحاديې رئيس حميدالله خادم نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل چې ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې کار د روان ميلادي کال په مې مياشت کې پيل شي. نوموړي وویل: "د ټاپي پايپ لاین د افتتاح لپاره په هرات کې د کاري ټيمونو لهخوا کار جریان لري او د روان کال په مې مياشت کې به افتتاح شي او ټاکل شوې ده چې د څلورو واړو هېوادونو ولسمشران هرات ته راشي او د ټاپي پروژې د تهداب ډبره کېږدي." ښاغلی خادم وايي چې هرات ته... Читать дальше...
افغان ولسمشر وايي، يوازې امنيتي او دفاعي ځواکونه به د قوې د استعمال مرجع وي. محمد اشرف غني چې نن د سې شنبې په ورځ د ۴۰۰ پولیسو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې، ویېويل چې هېڅ بل څوک باید دا توان ونهلري چې د افغانانو په مقابل کې له قواو څخه استفاده وکړي. ولسمشر غني وويل: "زما ژمنه دا ده چې زموږ امنيتي او دفاعي قواوې به يوازې د قوې د استعمال مرجع وي او مشروع قوه به وي، هېڅ بل څوک باید دا صلاحيت او توان ونهلري چې د افغانانو په مقابل کې له قوې کار واخلي. د هغو کسانو پر وړاندې چې د بيرغ، ملي ګټو... Читать дальше...
افغان ولسمشر وايي، يوازې امنيتي او دفاعي ځواکونه به د قوې د استعمال مرجع وي. محمد اشرف غني چې نن د سې شنبې په ورځ د ۴۰۰ پولیسو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې، ویېويل چې هېڅ بل څوک باید دا توان ونهلري چې د افغانانو په مقابل کې له قواو څخه استفاده وکړي. ولسمشر غني وويل: "زما ژمنه دا ده چې زموږ امنيتي او دفاعي قواوې به يوازې د قوې د استعمال مرجع وي او مشروع قوه به وي، هېڅ بل څوک باید دا صلاحيت او توان ونهلري چې د افغانانو په مقابل کې له قوې کار واخلي. د هغو کسانو پر وړاندې چې د بيرغ، ملي ګټو... Читать дальше...
د سوریې په جګړه کې تر ۲۰۰۰ د زیاتو افغانانو د وژل کېدو او د ۸۰۰۰ د تپي کېدو راپورونو د مشرانو جرګې تند غبرګون ...
د ننګرهار چارواکو هغه درې تنه غله د دوشنبې په ورځ د رسنيو په دفتر کې خبريالانو ته وښودل چې کابو دوه اوونۍ وړاندې يې په صرافه بازار کې د یوه صراف په دوکان ډاکه اچولې چې د مزاحمت په صورت کې يې صرافان په ډزو ویشتلي و چې یو تن په کې وژل شوی و او د درې مېرمنو په ګډون په کې څلور تنه ټپیان شوي وو.
په بنو ښار کې د تجاوزاتو پرضد انتظامي چارواکو پر سړکونو، کوڅو ته بهر وتلي غیر قانوني ودانیو او دکانونو د ړنګولو لړۍ پیل کړې ده. په دې اړه د عمر دراز وزیر ويډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي او جنوبي کوریا استازو نن سې شنبه د لومړي ځل لپاره د کوریا ټاپووزمې د غیر اټمي کولو، د پوځي خبرو او ژمني ...
د امریکا دفاع وزارت وایي، متحده ایالاتو پاکستان ته ویلي که غواړي چې واشنګټن د امنیتي مرستو په ترڅ کې ورسره په ...
د کندهار سیمهییز چارواکي وايي چې د وسلهوالو لیزري قطعې په پنجوايي ولسوالۍ کې تېره شپه د پوليسو پر یوې پوستې بريد کړی او شپږو پوليسو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده. د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو بريد تېره شپه ۱۰ بجې د تلوکان او موشان ترمنځ له رېګ سره پر سرحدي پوسته کړی دی. اسحق وایي، په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او یو بل ټپي دی. نوموړی وایي، د بريد پر مهال افغان ځواکونو هم مقاومت کړی، خو تر اوسه نهده معلومه چې څومره وسلهوالو ته د افغان ځواکونو په بريد کې مرګ ژوبله اوښتې ده. Читать дальше...
شمالي کوریا او جنوبي کوریا له څه باندې دوو کلونو وروسته نن سې شنبه د لومړي ځل لپاره رسمي خبرې اترې کوي. دواړو خواوو خوشبیني ښودلې ده چې د دې خبرو په نتیجه کې به د شمالي کوریا د سپورټي څانګو لوبغاړي په ژمني المپیک کې چې په فبرورۍ میاشت کې په جنوبي کوریا کې ترسره کېږې، ګډون وکړي. که څه هم د دې خبرو اجنډا د سپورټ پر موضوع مشخصه شوې ده، خو د نړۍ مشرانیې په دقت سره څاري او غواړي پوه شي چې په تېر یوه کال کې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د پراختیا په اړه له اندېښنو سره سره ایا د کوریا په ټاپووزمه کې... Читать дальше...
د امریکا د استخباراتو لهخوا فضا ته یو استول شوی سټلایټ د ځمکې مدار ته په رسېدو کې پاتې راغلی او ګومان کېږي چې مات او ویجاړ شوی به وي. امریکايي رسنیو د حکومت او د فضايي چارو د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دا خورا زیات محرم سټلایټ چې د یکشنبې په ورځ له فلوریډا ایالت څخه د سپېس اېکس توغندي په وسیله وتوغول شو، ځان له توغندي څخه جلا نهشو کړای او ګومان کېږي چې یا به له ماتېدو وروسته د ځمکې په اتموسفیر کې سوځېدلای وي او یا به سمندر ته رالوېدلای وي. په دې اړه تحقیقات پیل شوي، خو چارواکي وايي چې اوسمهال... Читать дальше...
د کونړ ولایت چارواکي وايي چې د پاکستان د پوځ لهخوا پر سرکاڼو ولسوالۍ کې د توپونو ډزو یو تن وژلی او څو نور یې ټپیان کړي دي. د سرکاڼو ولسوال محمد حنیف خیرخواه ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ پرون دوشنبه د ډیورند کرښې له پورې غاړې د شونکړۍ پر دره د توپونو شپږ ګولۍ وویشتې چې په نتیجه کې یې یو کلیوال وژل شوی او ۸ تنه ټپیان دي. چارواکي وايي چې د پاکستان پوځ سږ کال د کونړ پر اړوندو سیمو د توپ نږدې ۵۰۰۰ مرمۍ ویشتلې دي چې خلکو تهیې مالي او ځاني زیانونه اړولي او سلګونه کسانیې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې په بروکسل کې د دوی د سبا ورځې بحثونه به د ایران او لویو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې پر ساتنه متمرکزوي. د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو او ایران ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه د امریکا له خوا تر ګواښ لاندې ده. د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جوادظریف سره د فرانسې، جرمني او برېتانیا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې اعلان پرون وروسته له هغه وشو چې ایران خبرداری ورکړی چې متحدایالات ښايي له دې موافقې د وتلو په درشل کې وي. د ایران یوه دولتي... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د راولاړې شوې لانجې او په افغانستان کې د ...
په کندهار کې د ماهیانو د خصوصي فارمونو شمېر په تېرو دوو کلونو کې له ۹۲ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شوی چې ۲۵۰۰ کسانو ته د ګټې او کاروبار ښه فرصتونه برابر شوي دي.
په کندهار کې د ماهیانو د خصوصي فارمونو شمېر په تېرو دوو کلونو کې له ۹۲ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شوی چې ۲۵۰۰ کسانو ته د ګټې او کاروبار ښه فرصتونه برابر شوي دي.
په پاکستان کې يوې محکمې د دوشنبې په ورځ د يوه سخت دريځي صوفي محمد د راخوشې کېدو ضمانت ومانه. صوفي محمد د طالبانو پلوي کوي. د پېښور محکمې د ده د روغتیايي وضعيت په خاطر د راخوشې کېدو حکم وکړ. پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی چې صوفي محمد د دوشنبې په ورځ محکمې ته وويل چې روغتیايي وضعیت يې ورځ تر بلې خرابېږي. د صوفي محمد مدافع وکيل فدا ګل فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې موکل يې د پښتورګو په ناروغۍ اخته دی او د کمزورۍ له کبله څو ځلې په روغتون کې بستر شوی دی. صوفي محمد چې ويل کېږي ۹۰ کلن دی، د ممنوع... Читать дальше...
یو شمېر نړیوالو خپرونو له پاکستان سره د امریکا د مرستو تر ځنډ وروسته د پاکستان د غبرګون، د امریکا د دغه کار د احتمالي اغېز او ...
د پروان ولايت روغتیايي مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې سږ کال د کوچنیانو د زړه د سوري ناروغي زیاته شوې ده. د دوی په وينا، په پروان ولایت کې سږ کال د دې ناروغۍ له ۲۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي. د پروان ولايت د سرې مياشتې رئیس خيبر جويا ازادي راډيو ته وويل، هڅې کېږي چې د زړه د سوري ناروغو کوچنیانو ته له افغانستانه په بهر کې د درملنې زمينه برابره شي. په پروان کې له ۲۰۰ زیات کسان د زړه د سوري په ناروغۍ اخته دي او مرستې ته اړتیا لري. تر اوسه له ۲۵ د زیاتو کسانو درملنه شوې ده او هر کله چې د نورو نوبت... Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په پيکنګ کې له خپل چينايي سيال شي جين پينګ سره وکتل. د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کې د دواړو ولسمشرانو مېرمنو او د دواړو لورو پلاويو هم ګډون کړی و. مکرون چين ته د خپل لومړي سفر پر مهال په شي ان ښار کې دمه وکړه. مکرون هيله لري چې د دې سفر په نتيجه کې به د چين او اروپايي اتحاديې تر منځ اړيکې پراخې شي. پيکنګ ډېری وختونه پر بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ ځيني محدوديتونه لګوي. د دوشنبې په سهار مکرون وويل چې چين او اروپا بايد د سرکونو او کمربند نوښت پر پروژه ګډ کار وکړي. Читать дальше...
د نیويارک په منهاټن ښار کې د دوشنبې په ورځ د ټرمپ ټاور هوټل په پاسني منزل کې اور ولګېد. د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ده کورنۍ په نیويارک کې دغه منزل د خپل شخصي استوګنځای په توګه کاروي. له هوا اخيستل شوي وېډيوګانې د اور وژنې عمله د ودانۍ پر بام ښکاروي او د ودانۍ له يوې خوا کړکيو دود پورته کېږي. د نیويارک د اور وژنې ادارې د معلوماتو له مخې، د امریکا پر وخت سهار ورته د اور راپور ورغلی چې په نتيجه کې يې دوه کسان ټپيان شوي او د یوه حالت ښه نهدی. دغې ادارې ويلي چې اور له برښنا ولګېد او ډېر ژر تر کنټرول لاندې کړای شو. Читать дальше...
د کډوالو نړيوالې ادارې يا «ای. او. اېم» وروستی راپور وايي، روانه اوونۍ له پاکستانه په زوره د ايستل شويو افغانانو شمېر د تېرې اوونۍ په پرتله نهه فيصده او له ايرانه د ايستل شويو افغانانو شمېر ۱۲ فیصده کم شوی دی. د دوشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې «ای. او. اېم» ويلي چې له پاکستانه د بېرته ستنېدونکو نا ثبت شويو افغان کډوالو شمېر د جنورۍ له لومړۍ راهیسې ۴۰۰ او درې تنه دی. همداراز د نيمروز له ميلاک او هرات له اسلامقلعه سرحدي دروازو د ډسمبر له ۳۱مې د جنورۍ تر شپږمې ۱۱ زره، یوسل او ۲۸ کډوال له ايرانه افغانستان ته ستانه شوي دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости