تمه ده اروپایي ټولنه نن د ایران له اټمي تړون څخه ملاتړ وښیي
تمه ده اروپایي ټولنه او ایران نن د ایران د اټمي تړون څخه چې په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د تهران او ...
تمه ده اروپایي ټولنه او ایران نن د ایران د اټمي تړون څخه چې په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د تهران او ...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون چهارشنبه هیله څرګنده کړه چې له شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا د دې اوونۍ د ډیپلوماټیکو خبرو پیل په سیمه کې د کړکېچ د ارامولو لپاره د پراخ دیالوګ سبب کېدای شي. ټرمپ دا خوشبیني وروسته له دې څرګنده کړه چې د شمالي کوریا د اټمي او توغندويي وسلو د پروګرام د پراختیا پر سر ترینګلتیا ډېره زیاته شوې وه. ټرمپ په یوه خبري غونډه کې وویل، له شمالي کوریا سره یقیناً ډېرې ستونزې لري، خو اوس ډېرې ښې خبرې روانې دي.
د هغې ۸ کلنې پاکستانۍ نجلۍ پلار چې پر پرې جنسي تېري او وژنې یې خلکو ته ټکان ورکړی، نن پنجشنبه پولیس تورن کړل چې په پنجاب ایالت کې د ده د لور د بې درکه کېدو په مهال یې چټک اقدام ونهکړ. د نجلۍ پلار انیس انصاري چې د پېښې پر مهال له خپلې مېرمنې سره د عُمرې لپاره سعودي عربستان ته تللی و، د پنجاب ایالت له اعلي وزیر شهباز شریف سره له کتنې وروسته پولیس په بې غورۍ تورن کړل. د پنجاب اعلي وزیر پرون څو ساعته وروسته له دې چې انصاري له سعودي عربستان څخه د خپلې لور د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره راوګرځېد، کسور ښار ته لاړ. Читать дальше...
فنلنډ په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د څښاک د اوبو او حفظ الصحې له پروګرام سره ۲ میلیونه یورو مرسته وکړه. ټاکل شوې ده چې د فنلنډ په دې مرسته کې چې نژدې دوه نیم میلیون ډالره کېږي، په ۱۰۲ ښوونځیو کې د هلکانو او نجونو زدهکوونکو لپاره تشنابونه جوړ او د لاس مېنځلو او نظافت اسانتیاوې برابرې شي. ټاکل شوې ده چې د فنلنډ دا مرسته د ملګروملتونو د ماشومانو د ادارې یا یونسیف له لوري ولګول شي.
د پکتیکا چارواکي وايي، تېره شپه د عملياتو پر مهال یې ۱۴ وسلهوال مخالفین ژوندي نیولي دي. د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه وویل، په دې عملیاتو کې چې افغان ځانګړو هوايي او ځمکنیو ځواکونو د شپې په ۱۱ بجې د جانيخېلو ولسوالۍ په تانګې سيمه کې وکړل، ۱۴ تنه وسلهوال مخالفین نیول شوي، د دوی یو قوماندان وژل شوی او ۱۱ بيلابېل موټر او ۶ موټر سايکلونه لهمنځه تللي دي. د دولت وسلهوالو مخالفینو د پکتیکا د چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نهدي ویلي.
د پنجاب په قصور کې د یوې ماشومې زینبې د وژنې پرضد په اسلام اباد کې د مدني ټولنې فعالانو او د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکو د چهارشنبې په ورځ مظاهره وکړه او غوښتنه يې وکړه چې په دې پېښه کې ککړ کس دې په لويه لار کې زندۍ کړل شي. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پنجاب په قصور کې د یوې ماشومې زینبې د وژنې پرضد په اسلام اباد کې د مدني ټولنې فعالانو او د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکو د چارشنبې په ورځ احتجاج وکړ او غوښتنه يې وکړه چې په دې پېښه کې ککړ تن دې په لويه لار کې زندۍ کړل شي. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.
په خوست کې د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د پاکستاني پوځ له لوري په سرحدي سیمو کې د اغزن تار په غزولو سره نه افغانستان ساتل کېږي او نه په پاکستان کې پرې امن راځي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، پر افغان سوداګرو د ازبکستان د "ازمیت کامدینات" د سیخ ګول تولیدونکي فابریکې د سیخ بندول لامل شوي چې له دې فابریکې سره د افغان سوداګرو نېږدې ۱۵۰ لکه ډالرو بند پاتې شي. د دې بورډ رئیس رحم الدین حاجي اغا نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل، په داسې حال چې یادې فابریکې له افغان سوداګرو ۱۵۰ لکه ډالر پیشکي هم اخېستي، خو نېږدې شپږ میاشتې کېږي چې نه سیخ ورکوي او نه هم خپلې پیسې. د ښاغلي حاجي اغا د معلوماتو په اساس یادې فابریکې پر افغان سوداګرو له تېرو شلو کلونو راپه دیخوا د اړتیا وړ سیخ خرڅاوه. Читать дальше...
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په غزني ولایت کې د پیازو او کچالو د ساتلو ۲۷ زېرمې جوړې کړي. د غزني ولایت د صنایع او سوداګرۍ خونې رئیس عبدالمتین قلندري نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د پیازو او او کچالو د ساتلو هرې زېرمې ته ۲۲۴ زره افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې نوي په سلو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت او لس په سلو کې يې د سیمې اوسېدونکي ورکوي. ښاغلی قلندري وايي؛ دا زېرمې د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې جوړېږي او هدف يې د سیمې د بزګرانو د زراعتي حاصلاتو سمه ساتنه ده. هغه وايي،... Читать дальше...
د نړۍ يو شمېر رسنیو پر پاکستان د امریکا د مرستو بندېدو ته کتلي دي،فايننشل ټایمز ورځپاڼې په خپل
د ژغورنې ډلو د چین په ختیځ سمندرګي کې د تېلو لېږدولو په هغه ایرانۍ کښتۍ کې د اور وژلو هڅې پرون وروسته له هغې په موقت ډول وځنډولې چې په کښتۍ کې چاودنه وشوه. په دغه کښتۍ کې له پنځو ورځو راهیسې اوربل دی او ۳۱ عمله یې تراوسه ترۍ تم ده. د چین د ترانسپورت وزارت وویل چاودنه پرون هغه وخت وشوه چې ژغورونکو ډلو د اور وژلو لپاره اوبه شیندلې. چارواکي دې ته هیله من دي چې ښایي د دې کښتۍ د عملې یوشمېر غړي ژوندي ومومي، خو دوی دا هم وایي چې په دغه کښتۍ کې بل شوی اور ښایي یوه میاشت دوام وکړي. تراوسه د یوه کس مړی موندل شوی. Читать дальше...
د نورستان نورګرام ولسوالۍ کې نا پېژاندو وسله والو د سړک جوړونې شرکت یو کار کوونکی وژلی او دری نور یې ټپیان کړي دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د منډول ولسوالۍ د سړک جوړونې شرکت کار کوونکي تېره ورځ له کار نه وروسته لغمان ولایت ته روان و چې د نورګرام او دواب ولسوالیو ترمنځ د سړک په اوږدو کې ورته کمین نیول شوی او د برید په نتیجه کې یو تن وژل شوی او دری ټپیان دي. والي وایي، ټپیان د درملنې لپاره روغتو ن ته رسول شوي دي. تر اوسه د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې د یادې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.
د کرکټ د نړیوالې شورا په وینا په لومړۍ درجه لوبو کې، د افغان لوبغاړي محبوب بهیر د بیټنګ اوسط تر بل هر لوبغاړي لوړ دی. اتلس کلن بهیر چې د افغانستان د نوولس کلونو د ټیم غړی دی اوس یې اوسط یوسل او یوویشت اعشاریه اووه اویاو ته رسېږي. تر بهیر مخکې د نړۍ په توپ ویشتونکو کې تر ټولو د اسټرالیایي لوبغاړي برادمن اوسط زیات و، د هغه اوسط پنځه نوي اعشاریه څوارلس دی. د نوولس کلونو نړیوال جام د شنبې په ورځ په نیوزیلنډ کې پیلېږي او ډېر افغانان تمه لري چې محبوب بهیر به په دې نړیوالو لوبو کې ښه وځلېږي او ویاړونه به د افغانانو په برخه کړي.
د امریکا متحد ایالتونو افغانستان څلورمه درجه خطرناک هېواد بللی او پاکستان درېیمه درجه خطرناک هېواد. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې اعلامیې کې دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې د جرمونو، ترورېزم، ملکي بې ثباتۍ او وسله والو شخړو لپاره امریکایانو ته پکار ده چې دغه هېواد ته سفر ونه کړي. پاکستان ته د سفر په برخه کې په اعلامیه کې راغلې دي چې امریکایان باید دغه هېواد ته پر تګ فکر وکړي ځکه چې هلته ترهګر دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې بیا له امریکایانو غوښتل شوي دي چې بلوچستان،... Читать дальше...
په ننګرهار کې د امنیتي ارګانونو یو شمېر مسؤلین په کار کې د غفلت له امله څارنوالۍ ته معرفي شول. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاني ازادي راډیو ته وویل: "شپږ تنه امنیتي مسؤلین چې په دندو کې یې ښه مسؤلیت نه و ادا کړی، د تحقیقاتو لپاره څارنوالۍ ته ورپېژندل شول." د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، د دوهمې امنیتي حوزې د پولیسو او ملي امنیت امران، د دوهمې حوزې سرپرست مسؤل او د امنیه قوماندانۍ او دوهمې حوزې جنایي مدیران د نېږدې دوو اونیو مخکنۍ پېښې د مخنیوي د غفلت لپاره څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي. Читать дальше...
د اداري فساد د سترو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د افغانستان د حج او اوقافو مرستیال داعي الحق عابد او د بلخ ولایتي شورا غړی اصف مهمند د جعل کارۍ په تور هر یو په پنځه کاله او دوو میاشتو بند محکوم کړل. د دوی سر بېره د کابل د حج او اوقافو مشر عبدالرحمان احمدزی هم د اسنادو د جعل په تور په درې کاله بند محکوم شوی دی. د چهارشنبې په ورځ چې کله محکمې حکم کاوه عبدالرحمان احمدزی حاضر و او د دوو نورو تورنو مدافع وکیلان محکمې ته ورغلي وو. د دغو دریو سره کسانو د نیولو امر شوی دی. دغه کسان کولی شي چې د استېناف غوښتنه وکړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې په پاکستان کې باید افغان مهاجر هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره تیاریانې ونیسي...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه وکړه چې په روسیه کې به د مې له لومړۍ نېټې وروسته کښت معاشونه زیات کړي. دا د مارچ په میاشت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین د پیلامې وخت دی. پوتین پرون د تور «Tver» په ښار کې د یوې فابریکې کارګرو ته وویل چې دا پریکړه به د نېږدې دڅلورو میلیونو کسانو پر ژوند اغېز وکړي. په روسیه کې ټیټ معاش نېږدې نهه نیم زره روبله دی چې نېږدې یوسل او شپږ شپیته امریکایي ډالره کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د استازیو جرګې پرېکړه په کلکو ټیکو وغندله. د امریکا استازیو جرګې په یوه پرېکړه لیک کې د ایران د حکومت ضد مظاهرو ملاتړ وکړ او تهران یې وغانده چې دغه مظاهرې یې چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ، وځپلې. د استازیو جرګې څلور سوه پنځلس غړیو د سې شنبې په ورځ ناوخته د دې پرېکړه لیک په موافقې او دوو تنو په مخالفت رایي ورکړې. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي پرون وویل چې دا د واشنګتن له دښمنۍ ډک پریکړه لیک دی. د ایران د پارلمان یوه غړي ویلي دي چې امنیتي ځواکونو... Читать дальше...
د راپورونو له مخې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ لوړپوړي سلاکاران له هغه غواړي چې پر ایران لیرې شوي اقتصادي بندیزونه تمدید کړي خو ولسمشر تر اوسه دې ته لېواله نه دی او د راتلونکو اقداماتو په اړه یې پرېکړه نه ده کړې. اسوشېټېډ پرېس او رویترز آژانسونو د چهارشنبې په ورځ د یوشمېر امریکایي چارواکو او د نورو کسانو له قوله چې د ټرمپ د ادارې له پالیسي سره آشنا دي خبر ورکړ چې ویلي یې دي، ټرمپ او د هغه جګپوړي سلاکاران به نن غونډه وکړي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي. د دغې پرېکړې نتیجه به سبا په ډاګه شي. Читать дальше...
د فرانسې پولیس وایي، وسله والو غلو پرون د پاریس له یوه مشهور هوټل څخه د څلورنیم میلیون ایرو په ارزښت قیمتي ګاڼې غلا کړې. پولیسو وویل، غلو د پاریس ریتز هوټل د قیمتي ګاڼو د هټۍ ښیښه یي ویترین چې ګاڼې پکې ایښودل کېږي مات کړ او یو شمېر ګاڼې او نور قیمتي شیان یې له ځان سره یووړل. درې غله د پېښې په ځای کې سمدستي نیول شوي خو لږترلږه دوه نور لادرکه ده. پولیسو وویل، په دې پيښه کې چاته زیان نه دی رسېدلي خو غلاشوې ګاڼې او نورشیان بېر ته نه دي موندل شوي. ریتز هوټل چې په ۱۹ لسیزه کې جوړ شوی، له څلور کلن... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر به نن له یو شمېر جګپوړیو سلاکارانو سره د ایران د اټمي تړون په اړه سلا مشوره وکړي....
د جرمني د فدرالي څارنوالۍ دفتر وایي، په دې اړه څېړنه کوي چې ایا د ایران هغه مذهبي مشر چې په جرمني کې یې علاج کېږي، رسماً تورن کړي کنه؟ د دې څارنوالۍ یوه ویاند رویټرز اژانس ته ویلي چې دوی دا مسئله څېړي چې له قانوني پلوه د ایران د مصلحت نظام مشورتي شورا مشر او د قضایي قوې پخوانی رئیس ایات الله محمود هاشمي شاهرودي د بشریت ضد جنایتونو په خاطر رسماً تورنولی شي کنه؟ نوموړی تورن دی چې د قضایه قوې تر ریاست لاندې موده کې یې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان اعدام شوي دي. روانه اوونۍ د هغه پرضد په جرمني کې دوه رسمي شکایتونه ثبت شول. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости