د فاریاب په سبزپوش کې د توغندیو د لګېدلو له امله ۵ تنه وژل شوي
له فاریاب څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې دغلته د سې شنبې په ورځ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ پر بازار کې درې توغندي لګېدلي چې پنځه تنه یې وژلي او پنځه ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي. چارواکي وايي، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، د پېښې ۲۰ ټپیان چې روغتیايي وضیعت یې ښه و، په ولسوالۍ کې تر درملنې لاندې دي او نور هغه ټپیان چې روغتیايي وضیعت یې خراب و، د میمنې ښار روغتون ته انتقال شوي دي. د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې یو پولیس سرتېری او نور ټول ولسي خلک دي. Читать дальше...