ملګرتیا له چا سره چې سم یې نه پېژنئ، کومې ستونزې را ولاړولی شي؟
په قران کریم کې له نېکانو سره په اوسېدلو او د ملګرتیا امر شوی او راغلي چې د یوه بې لاري کس پيروي مو هم ...
په قران کریم کې له نېکانو سره په اوسېدلو او د ملګرتیا امر شوی او راغلي چې د یوه بې لاري کس پيروي مو هم ...
د بشري حقونو نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – په کابل کې پر انټرکانټینېنټل هوټل برید جنګي جرم بللی دی.
د افغانستان د واحد تحقیق او ارزونې بنسټ وايي چې د طبي زېرمو د مدیریت په هدفيې په درېیو برخو کې یعنې په کرنه د کوکنارو د ...
د نقیب الله مسود په وژنه تورن د کراچۍ ملیر پولیسو مشر اېس اېس پي راو انوار له پاکستانه د تښتېدلو پرمهال د اسلام اباد له بې نظیر بوټو هوايي ډګره له یوې الوتکې کښته کړل شوی دی.
نن د سې شنبې په ورځ د لوګر یو شمېر مدني فعالانو او د بېلابېلو رسنیو خبریالانو د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل باندې د وسلهوال برید ټپیانو سره د مرستې په خاطر، د یاد ولایت د نایب امینالله خان لوګري روغتون ته وینه ورکړه. د لوګر د ولایتي روغتون مشر ډاکتر عاشقالله مجیدي د یاد ولایت د مدني فعالانو او د رسنیو د خبریالانو د دې اقدام ستاینه کوي او وايي چې خلکو کې باید دا فکر خور شي چې د وینې ورکول چاته په زیان نهتمامېږي، بلکې په دې سره ممکن د ده د یوه اړمن هېوادوال ژوند وژغورل شي. ښاغلي مجیدي وویل،... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په راتلونکي مالي کال کې په هغو ولایتونو کې چې د زیاتو انګورو محصولات لري، د ممیزو ۴۰۰ خونې جوړوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل چې دغه ممیز خونې به هر یوه د اته ټنو ممیزو د ساتلو ظرفیت ولري. ښاغلی رستمي وايي، پر دغو ممیز خونو ۲۶۶ میلیونه افغانۍ لګېږي چې لګښتیې د کرنې او مالدارۍ وزارت لهخوا ورکول کېږي او د پروژې تر ختمېدو پورې به ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابرېږي. د نوموړي په خبره، دغه ممیز خونې د ممیزو... Читать дальше...
د افغانستان د نفتو او ګازو تصدي وايي، د افغان سوداګرو ناسالمه سیالي د دې لامل شوی چې په دغه هېواد کې د تېلو بیې په یو حالت پاتې نهشي. د نفتو او ګازو د تصدۍ عمومي رئیس ولید تمیم په دې اړه نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ازادي راډیو ته دغهشان وویل، د ژمي په موسم کې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو لوړوالی او هم د ډالرو د بیې لوړېدل هغه موارد دي چې له املهیې د نفتي توکو بیې نهشي کنټرولېدای. ښاغلی تمیم وايي، سږ کال د تېر په پرتله د نفتي موادو په نرخونو کې د پام وړ لوړوالی نهدی راغلی. ... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي چې حکومت بهيې هغه پرېکړه پلې کړي چې له مخې يې ټاکل شوې ده د ...
په پکتیکا کې ۱۰۰ ښځې او دوه ۲۰۰ نارینه له شپږ میاشتني حرفوي کورس نه فارغ او د کار وسایل او د فارغېدو سندونهیې تر لاسه کړل. د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام رحمان همدرد وویل، یاد پروګرام د ملي پیوستون د پرمختیايي پروګرام په چوکاټ کې د ۹۶ لکه افغانیو په لګښت د ۳۰۰ کسانو لپاره پلی شو. د ده په وینا چې دغو ۳۰۰ کسانو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، نلدوانۍ، ترکاڼۍ، برښنا، د موټرسایکلونو د ترمیم او د ټيلیفون جوړونې په برخو کې زدهکړې کړې دي. د پکتیکا چارواکي وايي چې فارغو کسانو هغه کسبونه زده کړي چې په... Читать дальше...
په پکتیکا کې سل ښځې او دوه سوه نارینه له شپږ میاشتني حرفوي کورسهفارغ او د کار وسایل او د فارغېدو سندونه یې تر لاسه کړل. د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام رحمان همدرد وویل، یاد پروګرام د ملي پیوستون د پرمختیايي پروګرام په چوکاټ کې د ۹۶ لکه افغانیو په لګښت د ۳۰۰ کسانو لپاره پلی شو. د ده په وینا چې دغو ۳۰۰ کسانو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، نلدوانۍ، ترکاڼۍ، برښنا، د موټرسایکلو د ترمیم او د ټيلیفون جوړونې په برخو کې زده کړې کړې دي. د پکتیکا چارواکي وايي چې فارغو کسانو هغه کسبونه زده کړي چې په ازاد بازار... Читать дальше...
د بغلان پولیس وايي چې د ډنډ شهابالدین سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې څلور وسلهوال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د بغلان د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې دا وسلهوال کسان پرون له امنیتي ځواکونو سره د وسلهوالې نښتې پر مهال ووژل شول. بیان زیاتوي چې د البرز ۲۲ په نوم له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر کلي له وسلهوالو مخالفینو تصفیه شوي دي او دوی هلته پرمختګ کړی دی. وسلهوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
که څه هم د وچکالۍ د ويرې په کندهار کې څو ځله د باران غوښتلو لپاره خلکو د استسقاء لمونځونه او دعاګانې وکړې خو د دوشنبې په ورځ د باران ورېدولو د خلکو هيلې وغوړولې.
کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د کابل پر انټرکانټینینټال هوټل د برید په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي. اصلاح ورځپاڼې د موضوع په ...
ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې ۵۶ سولهساتي سرتېري وژل شوي دي. ملګرو ملتونو په یو راپور کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې له ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې دا وژل شویو سولهساتو سرتېرو د مړینې تر ټولو لویه شمېره ده. د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي دي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې یې ۱۳۵ سرتېري، پولیس او ملکي مأمورین په ۱۵ سولهساتو مأموریتونو کې وژل شوي دي چې دا هم په تاریخ کې د پنځو کلونو په موده کې د سولهساتو سرتېرو د تلفاتو تر ټولو لویه شمېره ده. د سولهساتو سرتېرو ډېری دا تلفات په... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» د هغو لنډ مهالو اقداماتو لایحه تصویب کړه چې له عملي کېدو سرهیې دولتي ادارو ته د فبرورۍ تر اتمې پورې مؤقتي بودجه ورکول کېږي. تمه ده چې له دې سره به د دولتي ادارو د بندېدو ستونزه چې له درېیو ورځو راهیسې پیل شوې حل شي. دا لایحه ولسمشر ټرمپ څو شېبې وروسته له هغه لاسلیک کړه چې د کانګرس دواړو جرګو موقتاً تصویب کړه. هغه د دې لایحې د توشېح پر مهال وویل، خوښ دی چې د کانګرس ډموکراتانو دا خبره درک کړه. دا په داسې حال کې ده چې جمهوري غوښتونکو... Читать дальше...
د جنوبي کوریا د چارواکو په ګډون یو پلاوی شمالي کوریا ته تللی څو د ژمني المپیک په لوبو کې د دواړو هېوادو ترمنځ ګډو پروګرامونو ته تیاري ونیسي. د ژمني المپیک لوبې په راروانه عیسوي میاشت کې د جنوبي کوریا په پیونګچانګ ښار کې پیلېږي. د جنوبي کوریا پلاوی پرون شمالي کوریا ته ورسېد. دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نږدې کېدو ښکارندويي کوي. تېره اوونۍ د شمالي کوریا د نجونو د موسیقۍ د یوې مشهورې ډلې مشرې ته جنوبي کوریا ته د دوه ورځني سفر پر مهال تود هرکلی وویل شو. د دې ډلې مشرې د المپیک د... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر د ایران اټمي تړون یو ناورین بللی او له هغه څخهیې د وتلو ګواښ کړی دی. مایک پنس د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» د اسرائیل پارلمان ته په وینا کې یو ځل بیا وویل چې تر هغو چې د تهران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ په دغه اټمي تړون کې اصلاحات نهوي راغلي، د امریکا متحده ایالات به ترې ووځي. پنس وویل: "د ایران اټمي تړون یو ناورین دی او د امریکا متحده ایالات به نور دغه معیوب تړون تصدیق نهکړي." د روانې میاشتې په سر کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و... Читать дальше...
په کابل کې د افغانستان د ماليې وزارت او امریکا متحده ایالاتو د سفارت ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نوې پراختیايي مشارکت تړون لاسلیک شو. د افغانستان د ماليې وزیر په ارګ کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې دغه پیسې به د افغانستان د ملي بودجې له لارې په يو شمېر زېربنايي پروژو کې ولګول شي. اکلیل حکیمي پهدې اړه وویل: "نن موږ د ۱۰۰ میليونه ډالرو په ارزښت د یوه تړون د لاسلیک شاهدان یو چې اصلي هوکړهيې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې کله چې زموږ ولسمشر واشنګټن ته سفر لاره، دغه هوکړه د نوي پراختیايي... Читать дальше...
ټاکل شوې نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ۱۰ تنه افغان کډوال له جرمني څخه بېرته افغانستان ته ولېږل شي. د کډوالو چارو فعالانو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې دغه کسان به د سې شنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» په ماښام کابل ته ورسېږي. دغه افغانان د جرمني له بېلابېلو ښارونو څخه کابل ته لېږل کېږي. دوی ډېری هغه کسان دي چې د خپل بشپړ هویت په ښودلو کې له چارواکو سره لازمه همکاري نهده کړې. وروسته له هغه چې د تېر میلادي کال په مې میاشت کې په کابل کې د جرمني سفارت ته څېرمه بریدونه وشول، له جرمني څخه هغه... Читать дальше...
افغان ولسمشر د ملي پولیسو د ځانګړي قطعې څخه د لیدنې پر مهال د دغو پولیسو هلې ځلې وستایلې. د جمهوري ریاست لهخوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» د دغې قطعې قرارګاه ته ورغلی و او د ملي پولیسو د ځانګړي قطعې د ټپیانو د درملنې لپاره یې له یوه بهرني هېواد سره د قرارداد خبره کړې ده، خو نور جزئیات یې نهدي ورکړي. د اعلامیې له مخې په همدې لیدنه کې د دې قطعې مشر پاسوال سید محمد روشندل په کابل کې د بېلابېلو بریدونو پر مهال د دغې قطعې پر متقابل ځواب او مؤثریت خبرې وکړې. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل وروستی برید په کلکه غندلی دی. د امنیت شورا غړو پهدې اعلامیه کې د افغانستان او نورو هغو هېوادونو حکومتونو سره چې اتباعیې پهدې پېښه کې وژل شوي، خواخوږي ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو یو ځل بیا ترورېزم د ټولې نړۍ د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ بللی دی. دغې شورا یو ځل بیا پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې د دې ډول ترورېستي اقداماتو له ملاتړو، تمویلوونکو او پلانوونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راوستل شي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې پر انټر کانټیننټال هوټل وروستۍ برید په کلکه غندلی دی. د امنیت شورا غړو پهدې اعلامیې کې د افغانستان او نورو هغو هېوادونو حکومتونو سره چې اتباع یې پهدې پېښه کې وژل شوي، خواخوږي ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو یو ځل بیا ترورېزم د ټولې نړۍ د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ بللی دی. دغې شورا یو ځل بیا پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې د دې ډول ترورېستي اقداماتو له ملاتړو، تمویلوونکو او پلانوونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راوستل شي. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، په کابل کې پر انټر کانټیننټال هوټل د برید د قربانیانو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی دی. ویس احمد برمک له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه راز وویل چې د کورنیو چارو او د ملي امینت عمومي ریاست یو ګډ پلاوی ګمارل شوی، څو د دغه برید په اړه پلټنې وکړي. نوموړي د تلفاتو په اړه وویل: "د هغو معلوماتو له مخې چې زه یې تر اوسه لرم، ۱۴بهرني وګړي دي چې له بدهمرغه په دې پېښه کې وژل شوي دي، پاتې نور ملکي افغانان دي چې په شهادت رسېدلي او د پولیس د قطعاتو ۱۲ تنه ټپیان شوي دي." د... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، لومړني تحقیقات ښیي چې په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل برید کوونکي...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، لومړني تحقیقات ښیي چې په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل برید کوونکي له ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости