'ټولې فاټا ته دې د عدالتونو واک وغځول شي'
نن پنجشنبه په اسلام اباد پرېس کلب کې د شهيد بوټو فاونډېشن تر سیوري لاندې په قبايلي سيمو کې د عدالتونو واک غزولو پر موضوع سېمینار کېږي چې موخه یې چې د دې ګام ټولو اړخونو ته کتنه ده.
نن پنجشنبه په اسلام اباد پرېس کلب کې د شهيد بوټو فاونډېشن تر سیوري لاندې په قبايلي سيمو کې د عدالتونو واک غزولو پر موضوع سېمینار کېږي چې موخه یې چې د دې ګام ټولو اړخونو ته کتنه ده.
د افغانستان د «عالمانو د مصلحت اسلامي شورا» د روانو ستونزو د هواري لپاره بین الافغاني سوله غوره لاره ګڼي...
پراګ - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ژمنه کړې ده چې د شام په عفرین سیمه کې به عملیاتو ته دوام ورکوي. دا سیمه د کردانو تر واک لاندې ده.
د پروان ولایت د برېښنا حوزوي ریاست وایي چې یو شمېر زورواکي یې ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي چې تر دې دمه یې خپل پورونه نه دي ادا کړي. د نوموړي ریاست د رئیس ناصر احمدي په خبره که چېري پوروړي خپل پور ادا کړي د یاد ولایت نورو مستحقو سیمو ته به هم برېښنا وغځول شي. نوموړی زیاتوی چې په دې برخه کې د خلکو او حکومت دواړو مرستې او همکارۍ ته اړتیا ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې په کورمه کې د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د شوي ډرون برید غندنه کړې چې د افغان کډوالو یو کېمپ پکې په نښه کړل شوی دی.
د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې، د ګمرکي خدماتو واحد مرکز «ون شاپ» نن پرانیستل شو. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل، په دغه مرکز کې به ټول کمرکي خدمات په یو ځای کې تر سره کېږي چې په ترڅ کې به یې سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوي رامنځته شي. پسرلی زیاتوي چې دا د سوداګرۍ خونې د هغو ۱۱ مواردو یو مورد و چې په پنځه کلن پلان کې حکومت ته وړاندې شوی و.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې اجنډا سره چې وايي، لومړی امریکا! د داووس غونډې ته روان شوی او هڅه به وکړي...
د خوست قومي مخور او روڼ اندي وايي، چې په حکومتي ادارو کې د فساد شتون په ټولنه کې جګړو او نورو ټولنیزو ناخوالو ته لاره هواره کړې ده.
د سلګونو مېرمنو په څېر سویتا رسولي هم خپل خاوند او اولادونو ته د مرستې لاس ور کوي او له دوی سره اوږه پر اوږه کار کوي. مېرمن رسولي وايي، هره مېرمن کولی شي د نارینوو په څېر کار وکړي او خپلو ماشومانو ته نفقه پیدا کړي. د رسولي تر څنګ یو شمېر نورو مېرمنو هم په هغه نندارتون کې ګډون کړی چې د کابل ښار د درېیمومکروریانو په پارک کې پرانیستل شوی. وېډیو او اېډیټ سباوون کاکړ
د خوست چارواکو له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې له پاکستان څخه یاد ولایت ته د چرګانود واردولو مخه ونیسي.
د فراه والي محمد عارف شاجهان نن له خپلې دندې استعفا وکړه، له فراه د آزادي راډیو خبریال وایي چې ښاغلي شاجهان ...
هغه هندي لانجمن فلم به چې د هندوانو غصه یې را پارولې نن نندارې ته وړاندې شې. که څه هم د هند د بالیووډ د سینما د دغه فلم له ښودلو یو شمېر سینماګانو ډډه کړې خو په هغو کې چې ښودل کېږي، ورته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. دغه فلم چې پدماوتي نومېږي او کیسه یې پر یوې هندۍ ملکې څرخي تُندروي هندوان یې په دې خاطر په غصه کړي چې دوی وایي، اصلي ملکه په فلم کې سمه نهده انځور شوې. د هندوانو یو شمېر ډلو او هم د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند یو شمېر غړیو پر دغه فلم انتقاد کړی او د هغه ډایرکټر یې تورن کړی چې... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، لېواله دی چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د څېړنې په ترڅ کې له ځانګړي قضایي سلاکار رابرټ مولر سره مرکه وکړي او هغه هم تر لوړې لاندې. ټرمپ دا خبره پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړه. هغه زیاته کړه چې دغه مرکه ښایي په دوو یا درې اونیو کې وشي. د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې روسیې د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ په ګټه او د ډیموکراټانو د کاندیدې هیلري کلینټن په زیان د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې هڅه کړې ده. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واشنګټن څخه د سویس د داووس پر لور چې ټاکل شوې نن پهکې نړیواله اقتصادي غونډه پیل شي، روان شو. سپینې ماڼۍ وویل، ټرمپ به له دې سفره د امریکا د سوداګرۍ د ودې لپاره کار واخلي او هم به یو ځل بیا د امریکا او د نړیوالې اقتصادې ودې په اړه په خپلو ژمنو تاکید وکړي. ټاکل شوې چې ټرمپ نن د دې غونډې ترڅنګ د بریتانیا د صدراعظمي ترزا مې او د اسرائیل د صدراعظم بینامین نتانیاهو په ګډون له یو شمېر مشرانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي. ټرمپ به سبا ته دې غونډې ته وینا... Читать дальше...
د نړۍ مهمو ورځپاڼو په ننګرهار کې د کوچنيانو لپاره پر یوه غيردولتي مؤسسه چې مرکز يې په بریتانيا کې دی، حملې ته کتلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر او په خپله سېف د چلډرن...
د هغو ۷ اوکراینیانو مړي پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» خپل هېواد ته انتقال شول چې د کابل په انټر کانټیننټال هوټل کې وژل شوي وو. د بهرنیو چارو د وزارت د کونسلي چارو رئیس میرویس صمدي پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴»د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې اوکرایني چارواکو ته د دغو جسدونو د سپارلو پر مهال وویل: "له بدهمرغه دا یوه ترورېستي پېښه وه چې وحشي ترهګرو او د هغوی د ملاتړیو له لوري رامنځته شوه. زموږ د یو شمېر هېوادوالو د شهادت ترڅنګ په دې پېښه کې یو شمېر بهرنیان ووژل شول چې د دې قربانیانو... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، هغو کسانو چې د انټرکانتننټال هوټل د برید په مخنیوي کې بې غوري کړې ده، مجازات به شي. د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي پرون په فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې ښاغلي غني دا ژمنه د کابینې په غونډه کې وکړه. ولسمشر د دې برید د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی او ویلي یې دي چې له خلکو سره به د تحقیقاتو نتیجه شریکه شي. د کانټیننټال پر هوټل د شنبې په شپه شپږ کسانو برید وکړ. د کورونیو چارو د وزارت په وینا په دې حمله کې تر شلو ډېر افغانان او بهرنیان ووژل شول. د... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې څلور امریکایان د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل په وروستي برید کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرټ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» په یوه خپاره کړي بیان کې د وژل شویو امریکایانو کورنیو ته د درناوي په خاطر په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو په دې حمله کې چې شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي، یوازې د څلورو امریکایي اتباعو وژل کېدل او دوو ټپي کېدل یې تأیید کړي دي. له دې مخکې نوموړي په دغه حمله کې چې مسؤلیت یې وسلهوالو طالبانو... Читать дальше...
د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو همغږه کوونکې ادارې یا اکبر پر یاغیانو غږ وکړ چې خیریه ټولنې په نښه نهکړي.
په سویس کې د ۴۸مې نړیوالې اقتصادي غونډې په دوهمه ورځ اروپایي مشرانو پر دې ټینګار وکړ چې اروپایان...
د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو همغږه کوونکې ادارې یا اکبر پر یاغیانو غږ وکړ چې خیریه ټولنې په نښه نهکړي.
د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» سهار په جلالاباد ښار کې د سېف دې چلډرن یا د ماشومانو...
د امریکا د متحد ایالتونو د جيمناسټیک ټیم ډاکټر لرې ناصر د ځوانو لوبغاړو د جنسي ځورونې په جرم په ۱۷۵ کاله بند محکوم شو. محکمې په میشیګان ایالت کې پرون وروسته تر دې پریکړه اعلان کړه چې تر دې مخکې نژدې ۱۶۰ تنو چې په دوی کې د سرو زرو د مډال اخېستونکي هم و، شهادت ورکړ. ۵۴ کلن ناصر د میشیګان په پوهنتون کې کار کاوه او د جیمناسټیک له لوبډلې سره بوخت و. د محکمې قاضي، مجرم پېژندل شوي ناصر ته وویل، زه پر خپله پریکړه ویاړم، ځکه چې ته کله هم د دې وړ نه یې چې له زندانه بهر پښه کېږدې. ناصر د تېر کال په... Читать дальше...
د امریکا متحد ایالتونو په چین او روسیې کې د شمالي کوریا پر تجارتي او مالي شبکو نوي بندېزونه لګولي دي. امریکا ویلي دي چې دغه شبکې د کېم جونګ اون د رژیم او د شمالي کوریا د اټمي پروګرام ملاتړ کوي. د امریکا خزانې وزارت پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» د بندیزونو لېست خپور کړ، په دې لېست کې د شمالي کوریا ۱۰ شرکتونه او بانکونه شامل دي چې اکثر یې په چین او روسیه کې فعاله دي، همدا راز د شمالي کوریا د کښتیو کمپنۍ او شپږ ځانګړي لویې بېړۍ شاملې دي. د چین دوه تجارتي شرکتونه هم په دې لېست کې شته. ... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости