ویسا: کابله وایه چې د چا سپېره نظر وخوړئ؟
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره په پلازمېنه کې د تېرې ورځې په خونړۍ موټر بم حمله کې د درنې مرګ ژوبلې او پهدې اړه په نړیواله کچه په پورته شویو غبرګونونو بحثونه کړي دي.
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره په پلازمېنه کې د تېرې ورځې په خونړۍ موټر بم حمله کې د درنې مرګ ژوبلې او پهدې اړه په نړیواله کچه په پورته شویو غبرګونونو بحثونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا له یوه ټلوېزېون سره په مرکه کې وویل، د پاریس له اقلیمي تړون سره به یوازې هغه وخت د امریکا د یوځای کېدل لېواله وي چې د دغه تړون په اوسني حالت کې لوی بدلونونه راوړل شي. ټرمپ «ای.ټي.وي» ته په مرکه کې وویل: "که دوی ښه معامله وکړه، تل دا چانس شته چې موږ بېرته په کې شامل شو." د ښاغلي ټرمپ مرکه به نن یکشنبه خپره شي.
ملګري ملتونه وايي، یو پاکستانی سوله ساتی د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د یوې وسله والې ډلې له لوري وژل شوی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون شنبه وویل چې د پاکستاني سوله ساتي وژنه غندي. چارواکي وايي چې پر پاکستاني سوله ساتي پرون لولیمبا سیمې ته نېژدې حمله وشوه. په دې پېښه کې یو بل سوله ساتی ټپي شو. په کانګو کې له ۱۹۹۹ څخه د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کې سوله ساتي مېشت دي.
د ایران سپاه پاسداران وايي، د دغه هېواد د فارس د جنوبي ولایت په یوه نښته کې د دوی ۳ سرتېري وژل شوي او د اسلامي دولت یا داعش ۱۶ غړي نیول شوي دي. د ایران دغه انقلابي ځواک په خپله ویب پاڼه «سپاه نیوز» کې پرون د سپاه د ځمکنیو ځواکونو د قوماندان جنرال محمد پاکپور له قول ویلي چې په جګړه کې د داعش یو شمېر غړي وژل شوي دي. ده همدا راز ویلي چې لږ تر لږه ۲ سختدریځي تښتېدلي وو، خو وروسته ونیول شول. د جنرال پاکپور له قوله دغه راز لیکل شوي چې "ترورېستانو غوښتل چې د ایران پر سرحدي ښارونو او ټول هېواد حملې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د طالبانو او "هغې ترورېستي زېر بنا" پر ضد چې ملاتړ يې کوي، "قاطع عمل" وکړي.
د چک جمهوریت د جمهوري ریاست په دوهم دور انتخاباتو کې د روسيې پلوي کوونکی کاندید میلوش زمان بریالی وبلل شو.
د ارزګان ولایت ځايي اوسیدونکي وايي، د دغه ولایت په عدلي او قضايي ارګانونو کې فساد دومره زیات شوی...
د هالوکاسټ یا د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال د یهودانو د قتل عام د یادولو نړیواله ورځ پرون شنبه ولمانځل شوه. هر کال د جنورۍ په ۲۷مه د شپږ میلیونه یهودانو او میلیونونه نورو انسانانو د یادولو مراسم ترسره کېږي چې د ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ میلادي کلونو ترمنځ، د المان د نازي رژیم عسکرو ووژل. یو شمېر کسان چې هغه مهال ژوندي پاتې شوي وو، پرون شنبه د پولنډ په جنوبي سیمه اوشویتس کې د نازیانو د ډلهییزې وژنې په کمپ کې راغونډ شوي وو. هغو نړیوالو رهبرانو چې پرون په اوشویتس کې مراسمو ته ورغلي وو، ټینګار وکړ چې د نازیانو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости