Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 31.01.2018

ځيني امريکايي سينټرانو پر روس د نورو بندېزونو لګولو غوښتنه کوي

Mashaalradio.com 

د امريکې ځينو سينيټرانو پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ نيوکې کړې چې ولې يې پر روس نوي بندېزونه ونه لګول. دا تر هغې ورسته ده چې د ولسشمر ټرمپ ادارې د ۲۱۰ روسي چارواکو او بيليونرانو يا ارب پتيانو ليست خپور کړ. په دې کار سره دغه کسان ممکنه بندېزونو ته په ډاګه شوي دي.

المپیک کمېټه: ډېر ژر به د ورزشي فدراسیونونو انتخابات وشي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د المپیک کمېټه وايي چې ډېر ژر به په کابل کې د ورزشي فدراسیونونو انتخابات ترسره شي. د دغې کمېټې ویاند منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې د فدراسیونونو انتخاباتو ته چمتووالي روان دی او اوس مهال د ورزشي کلپونو د نوم لیکنې د ثبت بهیر دوام لري. ښاغلی شهزاد وایي، د فدراسیونونو انتخابات شل ورځې دوام کوي او له هغې وروسته موازي فدراسیونونه ختمېږي. نوموړی زیاتوي چې د فدراسیونونو د انتخاباتو په پای کې د المپیک د ملي کمېټې انتخابات هم پیلېږي.



تر ۱۹کلونو کم عمره افغان کرکټ ټیم سبا له پاکستان سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ تر نوولس کلنو کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې د درېیم مقام لپاره سیالي کوي. دا لوبه د افغانستان پر وخت سبا سهار پنجشنبې ۲:۳۰ دقیقې پیلېږي او ګټونکې لوبډله به یې دریم مقام خپل کړي. روانه اوونۍ افغانستان له اسټرالیا او پاکستان بیا له هندوستان څخه په نیمه لوبه کې ماتي وخوړه او له مخته تګ نه پاتې شول. په تېرو شااوخوا دوو میاشتو کې دا څلورم او په نړیوال جام کې دا دویم ځل دی چې د افغانستان او پاکستان تر نوولس کلنو کم عمره لوبډلې سره مخ کېږي. Читать дальше...

تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرکټ ټیم سبا له پاکستان سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلې د درېیم مقام لپاره سیالي کوي. دا لوبه د افغانستان پر وخت سبا سهار پنجشنبه ۲:۳۰ دقیقې پیلېږي او ګټونکې لوبډله به‌یې درېیم مقام خپل کړي. روانه اوونۍ افغانستان له اسټرالیا او پاکستان بیا له هندوستان څخه په نیمه لوبه کې ماتې وخوړه او له مخته تګ نه پاتې شول. په تېرو شااوخوا دوو میاشتو کې دا څلورم او په نړیوال جام کې دا دوهم ځل دی چې د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې سره مخ کېږي. له... Читать дальше...



رستمي: په ننګرهار کې د بېلابېلو مېوو څېړنیز فارم جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، او مالدراۍ وزارت په ننګرهار کې د بېلابېلو مېوو یو څېړنیز فارم جوړوي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه نوی جوړېدونکی څېړنیز فارم په ټول هېواد کې پر بېلابېلو مېوو څېړنې کوي ترڅو افتونه، ناروغۍ، اغېزمن‌توب، د حاصلاتو ښه کول او د مېوو د باغونو د حاصلاتو کیفیت تر څېړنې لاندې ونیسي. رستمي وايي، د دغه فارم جوړېدل به د کیفیت د ښه کولو، د حاصلاتو د زیاتوالي او په پای کې د مېوو د وارداتو د کچې د ټیټولو او د بڼوالو د عایداتو د زیاتوالي سبب کېږي.... Читать дальше...

په بلخ کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د سوداګرو ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس شېر احمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې له دې وروسته به په بلخ کې سوداګرې ښځې په همغږۍ سره سوداګریز کارونه مخ ته وړي چې دا کار د دوی د اقتصادي پرمختګ لامل ګرځي. ښاغلی سپاهي زاده زیاتوي؛ په دې خونه کې تر دې دمه له سلو ډېرو متشبیثو ښځو غړیتوب ترلاسه کړی. له دې وړاندې تېر میلادي کال په کابل کې هم د سوداګرو ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوې ده.

ولسمشر ټرمپ: ګواښونو ته به په قوت ځواب ورکوو

Mashaalradio.com 

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ امريکايي کانګرس ته د جنورۍ په دېرشمه په خپله وینا کې وويل چې ترهګرې ډلې، خپلسري رژيمونه، چين او روس امريکايي ګټې چېلنجوي. خو هغه وويل دې ګواښونو ته به په بې ساري قوت ځواب ورکړي. نوموړي له کانګرسه وغوښتل چې د امريکا پوځي لګښت دې زيات کړي. نور د ګل اياز په جوړې کړې ويډيو کې.

قاطع ملاتړ: ځیني معلومات په تېروتنه محرم ګڼل شوي و

Pa.azadiradio.com 

امریکايي نظامیان وايي، انساني تېروتنه د دې سبب شوې وه چې د افغانستان د جګړې په اړه ځیني معلومات چې مخکې څرګند وو، محرم وبلل شي. په افغانستان کې د ناټو یو ویاند تورن کریسبک پرون په یوې اعلامیه کې وویل: "د قاطع ملاتړ مأموریت نیت دا نه‌وو چې هغه معلومات چې تر دې مخکې راپورونو کې د لاسرسي وړ و، محرم وګڼي." دا اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغې خپرېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش دفتر «سیګار» وویل، ورته ویل شوي چې نور دې د افغانستان د هغې سیمې د اندازې په اړه چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده او یا په‌کې نفوذ لري، معلومات نه‌خپروي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Модель Самойлова призналась, что Джиган не хотел ехать на реалити-шоу





Rss.plus
Ксения Бородина

«Деревенский вайб»: Бородина показала, как доит корову




Эксперты по автострахованию назвали ключевую проблему с ОСАГО

Подъезд дома на ул Строительной в Видном — лучший в конкурсе «Лучший подъезд Подмосковья»

Больного раком сына Вячеслава Зайцева доставили в реанимацию в тяжелом состоянии

Мероприятия «Дней исторического и культурного наследия» посетили более 20 тысяч человек




اشرف غني وايي په ټول توان به د افغانانو د تویو شویو وینو غچ واخلي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني وايي، په ټول توان به د افغانانو د تویو شویو وینو غچ واخلي. نوموړي د سې شنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» په ماښام په وزیر اکبرخان جومات کې تر لمانځه وروسته دغلته راټولو شویو خلکو ته خبرو کې وویل: "د افغانانو روانه وژنه د ټولو اسلامي، انساني او افغاني ارزښتونو خلاف ده او په ټول توان د خپلو هېوادوالو د وینې غچ اخلو." ولسمشر اشرف غني همدارنګه په امنیتي ځواکونو کې پر اصلاحاتو او په‌کې د مکافاتو او مجازاتو په عملي کولو ټینګار وکړ او زیاته‌یې کړه: "واړه سیاستونه باید زموږ په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ځای ونه‎لري. Читать дальше...

د سوچي په غونډه کې د سوریې په اړه څه پرېکړې وشوې؟

Pa.azadiradio.com 

روسیه پرون د سوچي په تفریحي ښار کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه کنفرانس کوربه وه. دا کنفرانس چې "د سوریې د ملي ډیالوګ د کانګرس" په نوم جوړ شوی و، د سوریې د اپوزېسیون رهبرانو ورسره پرېکون وکړ او همدارنګه بریتانیا، فرانسې او امریکا هم په‌کې له ګډون کولو ډډه وکړه. هغه اعلامیه کې چې د دې کنفرانس په پای کې خپره شوه، د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا په‌کې ټینګار شوی او په‌کې غوښتنه شوې چې د سوریې راتلونکی دې د ډموکراتیکو انتخاباتو له لارې وټاکل شي. په اعلامیه کې بشارالاسد ته چې له ۲۰۰۰... Читать дальше...



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Цой

Гагарина назвала себя жертвой в конфликте с Кормухиной из-за песни Цоя «Кукушка»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

«Генерал КГБ»: Лукашенко на закрытом совещании объявил, что скоро вступит в войну



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России