د سرپل چارواکي: په سوزمه قلعه کې ٤ افغان پوځيان وژل شوي
د سرپل ولايت چارواکي وايي، په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د دولت د وسلهوالو مخالفانو په حملو کې ٤ افغان پوځيان وژل شوي دي. چارواکي وايي، د وسلهوالو دغو حملو چې تېره شپه ناوخته پيل شوې وې، څو ساعته دوام وکړ چې په نتيجه کې يې د دولت ګڼ مخالف وسلهوال هم وژل شوي دي. د سرپل د والي وياند ذبيحالله اماني نن سهار ازادي راډيو ته وويل: "د امنيتي ځواکونو ٦ تنه غړي شهيدان شوي او ٧ تنه ټپيان دي. ساحې ته د مرستندوى او ضربتي ځواک له رسېدو سره سم د دښمن حملې په شا تمبول شوي دي." ښاغلى اماني وايي، پهدغو حملو... Читать дальше...