هېواد: د مسکو په غونډه کې ګډون ملي خیانت دی
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د مسکو پر را روانې غونډې توند غبرګون ښودلې او هغه یې د افغان حکومت او حاکمیت پر ضد...
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د مسکو پر را روانې غونډې توند غبرګون ښودلې او هغه یې د افغان حکومت او حاکمیت پر ضد...
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، ټاکل شوې چې په روانه اوونۍ کې په کندهار ولایت کې یو صنعتي نندارتون جوړ شي. د دغې ادارې رئیس رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې چې د کندهار ولایت د کانونو او صنایعو خونې په نوښت جوړېږي، د نوموړي ولایت ټول تولیدات لکه، قیمتي ډبرې، طبي مواد، وسپنیز توکي، لاسي صنایع او نور نندارې ته وړاندې کېږي. حاجي اغا وايي، په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره د ټولو زونونو سوداګر او صنعتکاران رابلل شوي دي. د نوموړي په خبره، د داشان ننداتونونو جوړل... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان کال کې یې په سمنګان ولایت کې ۱۲۵ هکتاره څړځایونه جوړ کړي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، دا څړځایونه د خرم او سارباغ ولسوالۍ په شیخ علي، سای قریه او تاتارچل سیمو کې جوړ شوي دي. ښاغلی رستمي وايي، دغه شان د څړځایونو د جوړولو د پروګرام له لارې د دغه ولایت مرکز ایبکو ته نږدې په ۲۹ هکتاره ځکه کې طبي بوټي کرل شوي دي. د افغانستان د کرنې او مادارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان ۴۷ سلنه ځمکې څړځایونه جوړوي او په کلني ډول... Читать дальше...
د مقالې په پيل کې راغلي، که څه هم په ٢٠١٩ میلادي کال کې ظاهراً د افغانستان د باثباته او خوندي راتلونکي برخليک...
د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې د یوې ماشومې د ودولو مخه یې نیولې ده. د فاریاب د پولیسو ویندوی عبدالکریم یورش پرون شنبه ناوخته ازادي رادیو ته وویل، پولیسو له یوه ۳۴ کلن سړي سره د میمنې ښار د یوې ۱۱ کلنې ماشومې د نکاح مخه ونیوله. ده وویل: "یوه نجلۍ چې کم عمره وه، یوولس کلنه ده، د فاریاب اصلي اوسېدونکې ده، غوښتل یې چې هغه یوه ۳۴ کلن سړي ته په نکاح ورکړي، له ښه مرغه د فاریاب د پولیسو په هڅه موږ د دې جبري واده مخه تر نکاح یو ساعت مخکې ونیولای شوه." د فاریاب د پولیسو ویندوی د دې جبري واده انګېزه د نجلۍ د کورنۍ اقتصادي تنګسه وبلله.
مصر وايي، نږدې ۴۰ مومیايي جسدونه یې موندلي چې باور کېږي څه باندې ۲ زره کاله پخواني دي. دا مومیايي جسدونه د قاهرې په جنوب کې د مینیا په صحرايي ولایت کې موندل شوي دي. چارواکو پرون شنبه وویل، کېدای شي هغه قبر چې دا مومیايي جسدونه پکې موندل شوي، د رومیانو د لومړیو او بیزانس د عصر وي. د مصر د لرغونو اثارو وزارت وايي چې موندل شوي مومیايي جسدونه د ماشومانو په ګډون د بېلابېلو عمرونو ښځو او نارینهوو دي.
اووه اروپايي هېوادونه غواړي چې د ونزویلا د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو د دغه هېواد د ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني. جرمني، بریتانیا، فرانسه، هسپانیا، پرتګال، هالنډ او بلجیم هغه هېوادونه دي چې د ونزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو یې غوښتي وو چې د فبرورۍ تر درېيمې یعنې تر ننه نوي انتخابات اعلان کړي. خو ښاغلي مادورو د دوی غوښتنه رد کړه. ده پرون شنبه په پلازمېنه کاراکاس کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل چې د ونزویلا حقیقي ولسمشر دی. د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا او د برازیل، کولمبیا او ارجنټاین... Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، داسې سوله به راځي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول به په کې څرګند وي. ولسمشر غني دا خبرې پرون د فبرورۍ په ۲مه د ځانګړو عملیاتو د قول اردو درېیو منصبدارانو ته د مډالونو د ورکولو په مناسبت په یوه غونډه کې کړې دي. ولسمشر ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د سل ګونو نسلونو لپاره مبارزه کوي. د ارګ د خبرپاڼې به حواله، د دې قول اردو ځواکونو په وروستیو کې ۳۸ تنه ملکي افغانان چې د غزني د اب بند ولسوالۍ د المار په کلي کې وسله والو طالبانو بندیان کړي وو، ازاد کړي دي. Читать дальше...
په کابل کې د روسیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په مسکو کې د افغانستان د حکومت د وسله والو او سیاسي مخالفانو غونډه د روسیې د حکومت په بلنه نه جوړېږي. د روسیې سفارت وايي چې دا غونډه په روسیه کې د یو شمېر مېشتو افغانانو په نوښت جوړېږي او د روسیې حکومت په هغې کې هېڅ راز رول نه لري. په کابل کې د روسیې د سفارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په دې غونډه کې به د روسیې د حکومت او دولت هېڅ چارواکی او نه هم د کوم بل هېواد کوم استازی ګډون وکړي. پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت الله... Читать дальше...
په ننګرهار کې د شینوارو د شپږو ولسوالیو قومي مشران وايي، له طالبانو سره د سولې داسې موافقه غواړي چې نظام او ملي ګټو ته تاوان پېښ نه کړي. هغوی پرون د فبرورۍ په دوهمه په یوه غونډه کې وویل چې د سولې د مذ اکرو د پیل لپاره داسې ځیني غوښتنې شوي چې دوی یې د افغانستان له ملي ګټو سره برابرې نه ګڼي. د شینوارو مشرانو وویل، هغه رپوټونه چې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو او د امنیتي ځواکونو د راتلونکې په اړه خپرېږي، د ملي ګټو خلاف ګڼي. د غونډې یوه ګډونوال ازادي راډیو ته وویل: "خلک د بې شرمۍ سوله... Читать дальше...
د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ مرستیال طاهر عزیزي ووژل شو. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده. اماني پرون د فبرورۍ په ۲مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د ګوسفندي د ولسوال مرستیال ماښام له جوماته کور ته د تګ په حال کې وژل شوی دی. ذبیح الله اماني: "هغه ماښام تر لمانځه وروسته خپل کور ته روان و، طالبانو حمله ورباندې کړې او وژلی یې دی، طالبان نور تښتېدلي خو یو تن یې د سیمې له پاڅون کوونکو سره په نښته کې وژل شوی او مړی یې پاتې شوی دی. دا پېښه د ګوسفندي ولسوالۍ په قل قلعه سیمه کې شوې ده. Читать дальше...
د ترکیې امنیتي ځواکونو په استانبول کې د امریکا پر قونسلګرۍ د وسله والې حملې په تور چې څلور کاله مخکې شوې وه، یو مشکوک وګړی نیولی دی. د رپوټونو پر اساس، نیول شوې مشکوکه ښځه خدیجه کلیج نومېږي او په ترکیه کې د یوه چپي وسله وال ګروپ چې د خلکو د ازادۍ انقلابي جبهه ورته ویل کېږي، غړیتوب لري. د امریکا او ترکیې حکومتونه دا ترورېستي ډله ګڼي. هغه پرون د فبرورۍ په ۲مه د استانبول په اوجېلار سیمه کې نیول شوې ده. د ۲۰۱۵ میلادي کال د اګست په میاشت کې دوو ښځو په استانبول کې د امریکا پر قونسلګرۍ ډزې وکړې... Читать дальше...
د البانیا پولیسو د یوه سرحدي پولیس په ګډون ۳۲ تنه په دې شک نیولي چې په جعلي اسنادو یې خلک بریتانیا، امریکا او کاناډا ته په قاچاقي ډول وړل. پولیسو پرون شنبه وویل چې په البانیا، مونتي نیګرو، ایټالیا، یونان، فرانسې او ناروې کې یې د خلکو د قاچاقي وړلو لپاره د جعلي اسنادو د جوړولو ۴ لابراتوارونه او نور وسایل نیولي دي. چارواکي وايي چې د دې قضیې په تړاو لا هم د څلورو تنو د موندلو لپاره هڅې روانې دي. پولیس وايي، مهاجرو بریتانیا ته د رسېدو لپاره قاچاق وړونکو ته ۱۳ او کاناډا او امریکا ته تر ۲۳ زره ډالرو پورې ورکول.
په بوسنیا کې پولیس وايي چې د پناه غوښتونکو د ساتنې په یوه مرکز کې اخ او ډب شوی او ۱۱ تنه نیول شوي دي. د بوسنیا پولیسو ویلي چې په نیول شویو کسانو کې اته تنه د افغانستان، یو د پاکستان او دوه د هندوستان دي. د بوسنیا پولیسو پرون د فبرورۍ په ۲مه وویل چې په دې پېښه کې اته تنه مهاجرین زخمیان شوي دي. د پولیسو په وینا، په اخ او ډب کې سلګونه پناه غوښتونکي او مهاجر لاس لري
د جرمني پولیس وايي چې د هغه هېواد په شتوتګارد ښار کې اته لکه کسانو اعتراض پیل کړی او پر زړو او ډیزلي موټرو د بندیز مخالفت کوي. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د شتوتګارد د پولیسو په حواله ویلي چې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې یې هلته د زړو او ډیزلي موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. د دې بندیز هدف د هوا د ککړېدو مخنیوی دی. د بندیز مخالفان وايي چې د نویو موټرو د اخیستلو توان نه لري. د جرمني خبري اژانس ویلي چې پرون په شتوتګارد کې ډېرو اعتراض کوونکو زېړ واسکټونه اغوستي وو. په فرانسه کې له څو اوونیو راهیسې... Читать дальше...
کام ایر هوايي شرکت تر یوکلن ځنډ وروسته بامیان ته پروازونه پیل کړل. د دې شرکت عملیاتي مرستیال کپتان عزیز پرون د فبرورۍ په ۲مه ازادي راډیو ته وویل: "موږ بامیان ته لومړی پرواز وکړ، امتحاني پرواز و، زموږ بل پرواز به د غور مرکز چغچران ته وي. د کام اير هوايي شرکت مسؤلان وايي چې په نږدې وخت کې به بدخشان او فاریاب ته هم پروازونه پیل کړي. د بامیان ولایت کابل ته دوی ځمکنۍ لارې لري چې د امنیتي ستونزو له امله د تګ راتګ لپاره مناسبې نه ګڼل کېږي.
د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړې رحیمه جامي باور څرګندوي چې روسیه غواړي د سولې لپاره د امریکا هڅې ...
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی محمد ابراهیم لوڼی چې په ارمان لوڼي مشهور و، د پاکستان د...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости