چارواکي د سیګار هغه راپور نه مني چې په ۱۸کلونو کې یې ۹ میلیارډه ډالر لګېدلي
د افغانستان د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزارت، د دغه هېواد د بیارغونې په برخه کې د امریکا د پلټنې د ادارې "سیګار" هغه راپور...
د افغانستان د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزارت، د دغه هېواد د بیارغونې په برخه کې د امریکا د پلټنې د ادارې "سیګار" هغه راپور...
د بدخشان ولایت د کرنې ریاست وایي، سږ کال پهدغه ولایت کې نږدې ۲۰۰ زره ټنه غنم راټول شوي دي. د دغه ولایت د کرنې مشر سید معینالدین عیني نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خوښي وښوده چې د هېوادونو د نورو ولایتونو برعکس په بدخشان کې وچکالي نهوه چې له املهیې زیاته اندازه غنم راټول شوي. د ښاغلي عیني په خبره، راټول شوي غنم یوازې په همدغه ولایت کې مصرفېږي، ځکه د ولایت نفوس زیات او د کرنیزو ځمکو په پرتله غرونه زیات دي. له دې سره نوموړي ټينګار وکړ چې که پهدغه ولایت کې ورښتونه همداسې دوام ومومي، راتلونکي کال کې به د کرنیزو محصولاتو حاصلات هم زیات وي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، له تېرې یوې نیمې میاشتې را پهدېخوا افغان حکومت په فراه ولایت کې د «میل ۷۸» بندر تړلی چې له املهيې یو شمېر سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونو اوښتي. د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل، پهدغه بندر کې شااوخوا درې زره کارکوونکي او د فراه ولایت د درې ولسوالیو خلک د سوداګرۍ په چارو بوخت دي، خو د تړلو له املهیې چارې په ټپه ولاړې دي. د دغه بورډ د معلوماتو له مخې د فراه ولایت د «میل ۷۸» بندر له لارې له ایران عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو نه افغانستان ته واردات کېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هوایي دهلېزونو تر څنګ باید د ځمکني دهلېزونو جوړولو ته هم پاملرنه وشي. ښاغلي غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هوایي دهلېزونو له لارې صادرکوونکو سره په ګډه غونډه کې ټینګار کړی چې باید په کور دننه د پروسس پر مرکزونو پانګونه وشي. نوموړي همدا شان ویلي چې ډېر ژر به په کابل کې د جلغوزیو د پروسس یوه ستره فابریکه جوړه شي، څو پروسس شوي افغاني محصولات بازار ته وړاندې کړي. ولسمشر د هوایي دهلېزونو اقتصادي اهمیت ته په اشارې سره ویلي چې دغه دهلېزونه د دې لامل ګرځي چې افغانستان په ځان بسیا کړي. Читать дальше...
د ملي اردو چارواکي وايي، په زابل کې د ملي اردو په پوځي عملياتو کې د دولت ۸ وسلهوال مخالفان وژل شوي دي. پوځي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د زابل په مېزانې ولسوالۍ کې ترسره شوي دي. د افغانستان جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند احمد صادق عيسي وایي چې دغه عمليات زابل کې د ملي اردو د ځمکنيو ځواکونو لهخوا ترسره شوي چې پهکې ۸ وسلهوال وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي. طالب وسلهوالو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
د ترکيې او روسيې دولتي رسنۍ وايي چې د روسيې، ايران او ترکيې ولسمشران به د روسيې په سوچي ښار کې د سوريې پر وضعيت بحث وکړي. د رسنيو راپورونه وايي چې د تور سمندرګي پهدغه ساحلي ښار کې به دا غونډه ۱۰ ورځې وروسته «د فبرورۍ پر ١٤مه» وشي. په هغو راپورونو کې چې پرون خپاره شوي، د روسيې د ولسمشر ولادیمير پوتين، د هغه د ترکي سيال رجب طيب اردوغان او ايراني سيال حسن روحاني د پلان شوې غونډې په اړه نور جزئيات نهدي ورکړل شوي. خو د روسيې «NTV» ټلوېزيون ويلي چې دغه رهبران به د سوريې په ادلب ولايت کې د هغو ساحو... Читать дальше...
د ايران يوه مهم چارواکي ويلي، د ايران د فضايي تحقيقاتو په مرکز کې اور لګېدلى چې درې ساينسپوهان يې مړه کړي دي. د ايران د ارتباطاتو او د اطلاعاتي ټکنالوژۍ وزير محمد جواد اذري جهرمي پرون وويل، دغه ساينسپوهان د فضايي تحقيقاتو په يوه ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله مړه شوي دي. هغه د دې پېښې په اړه چې په تهران کې شوې، نور جزئيات نهدي ورکړي. په يوه راپور کې ويل شوي چې د تحقيقاتي مرکز په بله برخه کې کارکوونکي د ايران د اسلامي انقلاب ۴۰مه کليزه لمانځله چې اور ولګېد. د ايران د فضايي تحقيقاتو پروګرام... Читать дальше...
د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزارت وايي، د امريکا او مکسيکو سرحد ته به ٣٧٥٠ نور پوځيان ولېږي. د وزارت په حواله د دې کار هدف له سرحدي اجنټانو سره همکاري او هلته د ٢٤٠ کېلو متره په اوږدوالي د اغزن سيم د غزولو تنظيمول دي. له دغه پروني اعلان سره به د امريکا په جنوبي سرحد کې د دېره پوځيانو شمېر ٤٣٥٠ ته ورسېږي. د دفاع وزارت په اعلان کې ويل شوي چې پر دغه سرحد د تازه دمه پوځيانو ګمارل به د سپټمبر تر ٣٠مې پورې دوام وکړي. د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاټريک شاناهان څو ورځې مخکې ويلي و چې دغه سرحد ته... Читать дальше...
د سولې ولسي حرکت يا «PPM»، د پاکستان په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يا «PTM» د يوه وتلي غړي پر وژل کېدو خواشيني وښوده. ارمان لوڼى وړمه ورځ ناوخته په بلوچستان ايالت کې ووژل شو چې د هغه د کورنۍ غړي يې ملامتي د پاکستان پر پوليسو اچوي. د سولې د ولسي حرکت وياند بسمالله وطندوست پرون وويل: "د سولې ولسي حرکت «PPM» ټول غړي د ارواښاد لوڼي کورنۍ او ټولو دوستانو ته تسليت وړاندې کوي. د نړۍ په هر ګوټ کې د عدم تشدد د هرې ډلې او مبارزې ملاتړ کوي. ځکه نو د ارمان لوڼي پر وژنه د سولې ولسي حرکت ټول غړي... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پرون يو وار بيا وویل چې له افغانستانه به خپل عسکر وباسي. هغه له «CBS» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې به امریکا متحده ایالتونه پر استخباراتي چارو ډېره اتکا وکړي. خو ولسمشر محمداشرف غني ښاغلي ټرمپ ته د امریکایي عسکرو د یوه اغېزناک شمېر د پاتې کېدو په اړه ځینې وړاندیزونه هم کړي. دا مهال شاوخوا څوارلس زره امریکايي عسکر په افغانستان کې دېره دي. د ځینو رپوټونو په اساس ولسمشر ټرمپ څه وخت مخکې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ته امر کړی و... Читать дальше...
سبا سې شنبه د روسیې په کوربهتوب ځيني افغان سیاستوال د طالبانو له سیاسي ډلې سره په مسکو کې غونډه کوي. د دوی غونډه چې دوه ورځې دوام کوي د افغانستان د حکومت کوم چارواکی پهکې ګډون نهکوي. پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه ګڼ همکاران، د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندید حنیف اتمر او ځیني نور سیاستوال چې په اوسني حکومت کې دنده نهلري، دې غونډې ته ورځي. د مسکو د غونډې د برخهوالو په هغه اعلاميه کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره پرون خپره شوې راغلي چې دا به د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره لومړی ګام وي. Читать дальше...
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس پرون متحده عرب اماراتو ته ورسېد. دی د کاتولیکانو لومړنی مذهبي مشر دی چې عرب ټاپو وزمې ته سفر کوي. پاپ فرانسس چې پرون ناوخته ابوظبۍ ته ورسېد، نن به د ادیانو په اړه په یوه کنفرانس کې ګډون کوي او د قاهرې د الازهر جومات له ملا امام شیخ احمد ال طیب سره به وګوري. تمه ده چې پاپ فرانسس سبا سې شنبه په هغو مراسمو کې ګډون وکړي چې شا و خوا یو لک او شل زره کسان به په کې برخه اخلي. پاپ فرانسس تېره اوونۍ دغه سفر د مذهبونو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې نوى باب بللى و. Читать дальше...
د سوریې یو پوځي چارواکی وايي، د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ پوځي ائتلاف د سوریې په ختیځ کې د پوځ د توپخانې پر يوه مرکز برید کړی او دوه سرتیري یې ټپيان کړي. د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د دغه پوځي چارواکي په حواله چې نومیې نه دی اخېستی ویلي، د امریکا په مشرۍ د ائتلاف الوتکې تېر ماښام د دیرالزور ښار په البوکمال سیمه کې د سوريې د عرب پوځيانو پر دغه هدف برید وکړ. د خبر له مخې په برید کې یو توپ هم لهمنځه تللی. په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند ډګروال شان راین په یوه ایمیل کې ویلي... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وايي، غواړي چې په عراق کې د امريکا پوځي اډه پر خپل حال وساتي، څو پهدې ترتیب پر ایران له نېږدې نظارت ولري. ډونالډ ټرمپ دا خبره پرون په یوه مرکه کې له «سي.بي.اېس» ټلوېزیون سره وکړه. ټرمپ تېره میاشت پهدې اعلان چې له سوریې خپل ټول دوه زره پوځیان باسي د امریکا نړیوال متحدین حیرانه کړي و. هغه له «سي.بي.اېس» سره په مرکه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې: "موږ چټکې الوتکې او ښې بار وړونکې الوتکې لرو. کولای شو ژر بېرته راستانه شو، له سيمې څخه نه وځو، په عراق... Читать дальше...
په خوست کې په سلګونو کسانو پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون لاریون وکړ. دوی په بلوچستان کې د ارمان لوڼي وژنه وغندله او د هغه قاتلینو ته یې سزا غوښته. مظاهره چیانو د پښتنو د حقونو په ملاتړ شعارونه ورکول او د کوزې پښتونخوا له خلکو سره یې یووالی ښود. " لر او بر یو افغان" د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي جنازه پرون د بلوچستان په کلا سیف الله کې وشوه، خو د افغانستان په څو ولايتونو کې ګڼو خلکو د هغه غایبانه جنازې وکړې. د پښتون ژغورنې غورځنګ يا «PTM»... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو هم پر بېلابېلو مسایلو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.
که څه هم په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو ویلي وو چې د ارزګان-کندهار ترمنځ لویه لارهيې پرانیستې ده، خو خلک ...
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د استازو د خبرو وروستی حال تحلیل کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي، د ارمان لوڼي وینه به معاف نه کړي.
د امریکا د پوځي او سیاسي مشرانو د وروستیو دریځونو په خلاف چې په افغانستان کې د عسکرو په پاتې کېدو ټينګار کوي د دغه ...
په هلمند ولایت کې هغه ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه ډېر پاتې کېږي چې عمرونهيې تر یوه کال کم وي. د روغتیا ریاست ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости