Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 05.02.2019

د ارمان لوڼي د غیابي جنازې مراسم

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ارمان لوڼي په غیابي جنازه کې برخه واخیسته. دوی د دغه پېښې ترسره کوونکو ته سزا وغوښته. په دې اړه نور معلومات د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په دغه وېډیويي راپور کې کتلی شئ. اېډېټ: تمیم اخګر

ازبکستان: د افغانستان د سولې خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو یو

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره ځای ورکولو ته چمتو دی. عبدالعزیز کمیل‌اف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې له مشر تاداميچي ياماموتو سره په خبرو کې دا څرګندونه کړې. د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې ښاغلي کمیل‌اف وويل چې ازبک لوری چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د مستقيمو خبرو لپاره په خپل هېواد کې ټول شرایط برابر کړي. تاداميچي ياماموتو اوس‌مهال ازبکستان ته پر سفر تللی دی.



پکتیاوالو د موقت حکومت د جوړېدو له طرحې سره مخالفت وکړ

Pa.azadiradio.com 

ګڼ شمېر پکتیاوالو نن د یوې غونډې او لاریون په ترڅ کې له افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وښود او په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو له طرحې سره‌یې د مخالفت غږ پورته کړ. لاریون کوونکو د ګردېز ښار په واټونو او لارو کې وګرځېدل او افغان سرتېرو او افسرانو ته‌یې په غاړه کې د ګلانو په اچولو سره د دوی د سرلوړۍ او بریا شعارونه‌یې ورکړل. لاریون کوونکي چې شمېر یې له زرو زیات و، په ښار کې له پلي مارش وروسته د ګردېز په عمومي څلورلاري کې راټول او له حکومت‌یې وغوښتل چې د سولې په خبرو او مذاکرو کې داسې کړنې... Читать дальше...

د سولې په اړه غونډه په مسکو کې د ځايي وخت پر دوو بجو پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې په اړه غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ځايي وخت پر دوو بجو پيلېږي. ټاکل شوې ده یو شمېر افغان سياستوال د قطر له دفتره د طالبانو له استازو سره په دې غونډه کې خبرې وکړي. افغان حکومت په‌دې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې، ځکه د راپور له مخې له طالب استازو سره د مخامخ خبرو زمينه نه‌وه برابره. په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال ازادي راډيو ته وويل، هغه خبرې ردوي چې ګواکې د دې غونډې په جوړېدو سره افغان حکومت منزوي شوی دی. زه په ډاګه ویلی شم چې د افغان حکومت... Читать дальше...

بلوچستان حکومت د ارمان لوڼي د وژنې پېښه پلټي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلی دي چي صوبايي حکومت یې د ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې پلټنه پیل کړې. نوموړی زیاتوي جې په پېښه کې تورن کسان به ونه بخښي. بلخوا عوامي نېشنل ګوند د پېښې پلټنو لپاره د یوې قضايي جرګه ګۍ (جیوډیشل کمیشن غوښتنه کړې ده. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور

اسلام اباد کې خبریالانو د رسنیو مالکانو خلاف مظاهره وکړه

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې خبریالانو د خپلو حقونو لپاره په يوې احتجاجي مظاهرې کې د رسنیو له مالکانو غوښتي چې نه يوازې کارکونکو ته پر وخت تنخاګانې ورکړي بلکې هغوی دې په زوره له نوکريو لرې نه کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.



ارمان لوڼی څوک وو؟

Mashaalradio.com 

د ارمان لوڼي شخصي ژوند په اړه د هغه خور، وړانګه لوڼۍ د امریکا غږ خبریال، جمیل خان سره غږېدلې ده.

د متشبثینو بورډ: لا هم د غیر قانوني اخاذیو ستونزه نه‌ده حل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، په‌داسې حال کې چې په تېرو څو ورځو کې دوی د غیر قانوني اخاذیو د زیاتېدو په اړه په څو ځلي خپله اندېښنه څرګنده کړې، خو لا هم دې ستونزې ته هېڅ پام نه‌دی شوی. د دغه بورډ رئیس رحم‌الدین حاجي‌اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې د کابل-هرات په لویه لار سوداګر له دغې ستونزې ډېر شکایت لري. د نوموړي په خبره په‌دغه لار له سوداګرو نه له ۱۰ تر ۱۵ زرو افغانیو پورې په غیر قانوني ډول اخاذي اخیستل کېږي. دغه بور‌ډ وايي چې دا په نرخونو خپل اغېز لري چې تر ‌ډېره‌یې تاوان خلکو ته رسېږي.

رستمي: په روان لمریز کال کې ۱۶ مټریک ټنه رعفران تولید شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان لمریز کال کې ۱۶ متریک ټنه رعفران تولید شوي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې ۹۰ سلنه تولید شوي زعفران به نورو هېوادونو ته صادر شي. ښاغلی رستمي وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د زعفرانو د تولید، پروسس او صاداراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د نوموړي په خبره، په ۹۷م کال کې د ۹۶م کال په پرتله د زعفرانو په کر کې سل سلنه زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ... Читать дальше...

د کندز ولایتي شورا: وسله‎والو طالبانو ۲۵ افغان سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایتي شورا ادعا کوي چې وسله‌والو طالبانو په ګل تپې کې ۲۵ تنه افغان سرتېري وژلي. د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي‎الله امیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه طالبانو د ګل تپې په تلوکه او پنجشیریو سیمه کې د دولتي ځواکونو پر دوو پوستو حمله کړې ۲۵ تنه افغان سرتېري یې وژلي او د هغوی وسلې او مهمات‎یې له ځان سره وړي دي. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام‎الله رحماني دغه پېښه تأییدوي، خو د تلفاتو په اړه‎یې جزئیات ورنه‎کړل. بل‎خوا د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد... Читать дальше...

د امریکا سنا د افغانستان او سوریې په اړه د ټرمپ لایحه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د امر پر ضد اقدامات پرون تصویب کړل. په‌دې لایحه کې چې اجرائیه التزام نه‌لري راغلي دي چې اسلامي دولت ډله یا داعش لاهم متحده ایالاتو ته ګواښ کوي. په‌داسې حال کې چې په سنا کې د ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند اکثریت دی، د دې لایحې تصویب د بهرنۍ پالېسۍ په ډېره مهمه برخه کې له ولسمشر سره د مخالفت لویه نښه ګڼل کېږي. په لایحه کې چې د ۲۶ مخالفو رأیو په وړاندې په ۷۰ موافقو رأیو تصویب شوه راغلي چې په افغانستان او... Читать дальше...

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملت ته نننۍ وینا په څه راڅرخي؟

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن ملت ته په دوهمه وینا کې د کډوالو د ستونزې، په منځني ختیځ کې د کړکېچونو او د امریکا د اقتصادي قوت پر موضوعاتو تمرکز وکړي. ټرمپ به دا وینا چې د ده د ولسمشرۍ د دورې دوهمه مهمه وینا ده د کانګرس په دواړو خونو کې وکړي او دا په‌داسې حال کې ده چې د کانګرس له ډموکراتانو سره د ده مخالفت اوج ته رسیدلی. نننۍ وینا پنځه ورځې وروسته له هغه اورول کېږي چې د مکسیکو د دېوال لپاره د بودجې پرسر د لانجې له کبله د ځینو دولتي ادارو د بندېدو ۳۵ ورځنی موده پای ته ورسېده. دا د امریکا... Читать дальше...

فریډم هاوس: امریکا کې ډموکراسي خورا زیاته کمزورې شوې

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو یوه مدافع ډله فریډم هاوس «Freedom House» یا د ازادۍ کور خبرداری ورکوي چې په متحدایالاتو کې د ډموکراسۍ پر وړاندې خنډونو په ټوله نړۍ کې مدني آزادیو او سیاسي حقوقو ته زیان اړوي. په واشنګټن کې دېره دا ټولنه په خپل راپور کې د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال جریاناتو ته په پام سره په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی. راپور د نړۍ په ۶۸ هېوادونو کې د مدني ازادیو یو تیاره تصویر وړاندې کوي خو په پنځوسو هېوادونو کې په‌دې برخه کې د پرمختګ خبر ورکوي. فریډم هاوس د روسیې، ایران، اذربایجان، مونټي‌نګرو،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Жанна Агузарова

Хирург Володченков: у певицы Агузаровой не видит глаз из-за неудачной пластики





Rss.plus
Hyundai

Hyundai привозит в Россию старый добрый седан по цене LADA Vesta




В Москве электробусы вышли ещё на девять маршрутов

В России покажут новый сериал с Анастасией Заворотнюк

Сергей Собянин. Неделя мэра

А запах! Москвичи могут выбрать, как будет пахнуть в поликлиниках города




په سوریه کې د داعش په اړه د پنټاګون تازه خبرداری!

Pa.azadiradio.com 

د پنټاګون یو تازه راپور خبرداری ورکوي چې د اسلامي دولت تُندلاره ډله کېدای شي له شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې بېرته سوریې ته مخه کړي او ځینې سیمې بیا ونیسي. دغه راپور چې د فبرورۍ په ۴مه د دفاع وزارت د سرمفتش له‌خوا خپور شو، خبرداری ورکوي چې د اسلامي دولت ډله په پرله‌پسې ډول هره میاشت لسګونه بهرني غړي د سوریې او عراق لپاره خپلو لیکو ته جذبوي او د بهرنیو مرستو جریان‌یې ساتلی دی. دغه راپور زیاتوي داعش وسله‌وال تر سوریې په عراق کې په چټکۍ سره خپل فعالیتونه او وړتیاوې بیا راټولوي.   د امریکا د دفاع وزارت... Читать дальше...

حمیدي: سړه هوا او د اړینو امکاناتو نشتوالی هرات ګواښي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په لویدیځ زون کې د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس خبرداری ورکوي چې سړه هوا او د اړینو امکاناتو نشتوالی د هرات ولایت ګواښي. عبدالحمید مبارز حمیدي د دوشنبې په ماښام دا څرګندونې ازادي راډیو ته وکړې. د نوموړي په خبره پرون د هرات په ختیځ کې د بې‌ځایه شویو کسانو په یوه کمپ کې یوه زړه مېرمن د سړې هوا له کبله ساه ورکړه. ښاغلي حمیدي زیاته کړه، د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره د هڅو سره-سره اړتیا ده چې خیریه ټولنې هم دغو بې‌ځایه شویو کسانو ته مرستې ورسوي. د هرات په یو شمېر ګاونډیو... Читать дальше...

سادات: د نوماندانو د لومړني لېست د اعلان لپاره تیارۍ بشپړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوماندانو د لومړني لېست د اعلان لپاره تخنیکي تیارۍ بشپړې شوي دي. د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې اړه د کمېسیون د مشرانو د پریکړې په تمه دي. دی وايي: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون تصمیم لري چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوماندانو لومړنی لېست نن خپور کړي. په‌دې اړه ټولې تخنیکې چارې بشپړې شوي دي. یوازې د مشرانو پریکړې ته اړیو، څو د ولسمشرۍ ټاکنو د مهال‌ویش پر اساس نن د سلواغې شپاړسمه موږ د ولسمشرۍ... Читать дальше...

۲۱ تنه پر انټرکانټنینټال هوټل د برید په تړاو په زندان محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د اتو طالبانو په ګډون ۲۱ تنه په کابل کې پر انټرکانټنینټال هوټل د تېرکال د برید په تړاو په زندان محکوم شول. د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل چې ۸ طالبان د دې برید د پلانولو له کبله هر یو له شلو تر ۳۰ کلونو زندان محکوم شول. د نوموړي په خبره د کابل -بلخ امنیتي شرکت ۱۳ کارکوونکي هم چې د هغه برید پر مهال یې د انټرکانټنینټال هوټل د امنیت مسولیت درلود، د وظیفوي غفلت له کبله له ۲ تر پنځو کلونو زندان محکوم شول: "زموږ همکاران وتوانېدل د دې کار اصلي طراح وپېژني. د افغانستان... Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Про царя в голове: Гергиев привез в «Большой» «Ивана Сусанина»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


ATP

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России