Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 09.02.2019

په هرات کې د صنعتي تولیداتو یو ننداتون پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل شوې چې نن په دغه ولایت کې د صنعتي تولیداتو یو ننداتون پرانیستل شي. د دغې خونې رئیس سید خطیبي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې به په ۸۰ غرفو کې کرنیز محصولات لکه، شات، زعفران، تولیدي کالي او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شي. نوموی وايي چې د داشان نندارتونونو جوړول د بازار موندنې او کورنیو تولیداتو د پراختیا لپاره ډېر مهم دي. د ښاغلي خطیبي په خبره، مخکې تر دې هم په دغه ولایت کې څو نندراتونونه له دې ډلې له ایران سره ګډ نندارتون او دغه... Читать дальше...

ټرمپ او کیم د روانې میاشتې په وروستیو کې په ویتنام کې سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره به د روانې میاشتې په وروستیو کې د ویتنام په پلازمېنه هانوي کې وګوري. ټرمپ پرون پر ټوېټر ولیکل، زما استازي تازه له شمالي کوریا ستانه شوي دي او دوی ډېرې ګټورې خبرې لرلې، دوی د کیم جونګ اون د غونډې د وخت پر سر موافقې ته رسېدلې دي. ټرمپ زیاتوي چې دی به د فبرورۍ په اووه ویشتمه او اته ویشتمه هانوي ته ولاړ شي. دغو دواړو مشرانو تر دې مخکې د لومړۍ ځل لپاره په جون میاشت کې په سنګارپور کې سره کتلي وو او پر دې غږېدلي... Читать дальше...

د کاناډا یوې محکمې الکساندر بیسونیت په ۴۰ کاله بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا یوې محکمې الکساندر بیسونیت د شپږو کسانو د وژلو په تور په څلوېښت کاله بند محکوم کړ. دې نهه ویشت کلن کاناډایي د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په نهه ویشتمه د کاناډا په کیوبک ښار کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې وې. د محکمې قاضي فرانسیس هوت پرون وویل، بیسونیت دا کسان د دې لپاره وژلي وو چې ده له مسلمانو مهاجرو کرکه لرله. د کاناډا صدراعظم جستن ترودو دا برید ترورېستي برید ګڼلی او غندلی و.



د ننګرهار پولیسو نږدې زر کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار پولیسو نږدې زر کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول. د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ له خوا په سره رود، خوګیاڼيو او روداتو ولسوالیو کې د عملیاتو په ترڅ کې (۹۵۸) کیلو ګرامه هیروئین، چرس او داسې نور نشه يي مواد ونیول شول. د یادونې وړ ده چې د دې پېښې په تور شپږ کسان هم نیول شوي دي.

په سمنګان کې ۲ تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په سمنګان ولایت کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول. په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې (۱۵۶) کیلو ګرامه نشه يي مواد هغه مهال په آیبک ښار کې د پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې په یوه بس موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له سمنګان ولایته دباندې قاچاق شي. د نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی او کلېنر هم نیول شوي دي.

چارواکي: په غزني کې د یو مشهور قوماندان په ګډون ۶ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۶ تنه وسله وال وژل شي دي. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "نن مازیګر شااوخوا درې نیمې بجې د یادې ولسوالۍ په جمال خېلو کلي کې دغه برید تر سره شوی دی چې د وسله والو طالبانو د یو مشهور قوماندان رفیع الله په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي." نوري زیاتوي، رفیع الله په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو نظامي مسؤلیت پر غاړه درلود. بل لور ته وسله وال طالبان هم د ناټو ځواکونو له لوري... Читать дальше...

نن به ۸۰ بریالیو کاندیدانو ته انتخاباتي وثيقې ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون به نن شنبه د فبرورۍ په نهمه د اتلسو ولایتونو ۸۰ بریالیو کاندیدانو ته انتخاباتي وثيقې ورکړي. د کمېسون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل، له دې سره به پر کمېسيون د کار فشار کم شي او بریالیو کاندیدانو ته به زمینه برابره شي چې د وکیلانو په توګه ژر تر ژره کار پیل کړي. سید حفیظ الله هاشمي وویل: "په دې کې شک نشته چې ډېر کوچني او په بعضې سیمو کې به شکایتونه وي، خو هغومره نه دي څومره چې يې یادونه کېږي، له ۲۵۰۰ کاندیدانو به ۲۳۹ ولسي جرګې ته لار پېدا کړي،... Читать дальше...



په ننګرهار کې د داعش ځپنې په هېواد کې د دې ډلې فعالیت کمزوری کړی

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي وايي چې هلته د داعش پر ضد پوځي عملیاتو په ټول افغانستان کې د دې وسله والې ډلې فعالیت کمزوری کړی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د داعش د رهبرۍ ډېر غړي په ننګرهار کې په پوځي عملیاتو کې ووژل، ۴۰۰ وسله وال یې ونیول او د قوماندې ډېر مرکزونه یې ویجاړ شول.  عطالله خوګیاڼي پرون د فبرورۍ په اتمه وویل: "د هغوی تبلیغاتي مسؤلین، د پلانونو، مالي او عمومي مسؤلین حتی د هغوی ډېر بهرني همکاران په ننګرهار کې ووژل یا ونیول شول، زه په ډاډ سره ویلای شم چې د داعش... Читать дальше...

د روسیې ولسمشر د خپل پوځ یو شمېر لوړ رتبه جنرالان له دندو لېرې کړل

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د خپل پوځ یو شمېر لوړ رتبه جنرالان له دندو لېرې کړل. د پوتین په فرمان کې چې پرون د فبرورۍ په ۸مه خپور شو، ویل شوي چې ۹ جنرالان او ۲ ډګروالان چې د څېړنو په کمېټه، د روسیې په کورنیو چارو وزارت او د بېړنیو حالاتو په وزارت کې یې پر لوړو څوکیو کار کاوه، له دندې لېرې شوي دي. په برطرفه شویو کسانو کې د مسکو په پولیسو کې د اداري فساد د مخنیوي د ریاست مشر جنرال سرګې سولوپوف او د تحقیقاتو دکمېټې مشره جنراله اېرېنا زېبرت هم شامل دي. په فرمان کې د هغوی د برطرفۍ دلایل نه دي څرګند شوي.

په اوکراین کې د جمهوري ریاست لپاره ۴۴ کسانو ځانونه کاندید کړي

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې د جمهوري ریاست لپاره ۴۴ کسانو ځانونه کاندید کړي دي. په هغه هېواد کې د جمهوري ریاست ټاکنې د مارچ په ۳۱مه کېږي. د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو هم هڅه کوي چې بله پنځه کلنه دوره وګټي. هغه ژمنه کړې چې که بیا د اوکراین جمهور رئیس وټاکل شي، په اروپايي ټولنه او ناټو کې به د خپل هېواد د غړیتوب لپاره کار وکړي. پروشینکو په اوکراین کې له ډېرو بډایو سیاستوالو دی. هغه په اوکراین کې د اروپايي نظریې د پلویانو تر پراخو مظاهرو وروسته چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې د مسکو ملګری واکمن ویکټور یانکووېچ تېښتې ته اړ کړ، جمهوري ریاست ته ورسېد. Читать дальше...



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Лоза

Юрий Лоза оценил предложение ввести в России дресс-код для артистов




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию


Ролан Гаррос

Теннисист Джокович побил рекорд Федерера по победам на турнирах "Большого шлема"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


VIP

Гинеколог, ведущий специалист многофункциональный клиники KindCare в Дубае Сураё Назарова: как выявить проблемы на ранних стадиях



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России