سپیدار: که پاکستان سره د طالبانو ناسته د بینالافغاني خبرو لپاره وي هرکلی یې کوو
د افغان حکومت اجرائیه ریاست پاکستان ته د طالب استازو سفر او په هغه هېواد کې له امریکايي پلاوي او پاکستاني چارواکو ...
د افغان حکومت اجرائیه ریاست پاکستان ته د طالب استازو سفر او په هغه هېواد کې له امریکايي پلاوي او پاکستاني چارواکو ...
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پاکستان باید دا فیصله وکړي چې ګټې یې څه دي؟ د مثال په توګه، ایا دا د پاکستان په ګټه دي چې د منځني ختیځ د سیالیو برخه شي؟
د افغانستان د ښځو شبکې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرضد له نړیوال یو بیلیوني پاڅون سره د یوځای کېدو ورځ ولمانځله.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د واورو له شدید ورښت سره د ټرافیکو پر مخ د سالنګ لویې لارې تړلو له امله سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې په سالنګ کې د واورو شدید ورښت دغه لار تړلې چې په ورځني ډول په بېلابېلو موادو بار له سلو تر ۲۰۰ موټرو د تګ راتګ مخه ډب شوې ده. د نوموړي په خبره، له دغې لویې لارې کابل ته د ساختماني توکو تر څنګ زیات خوراکي او د سونګ توکو صادرات هم کېږي. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې... Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، هند له دغه هېواد سره د ګازو، نفتو او کانونو په برخه کې تخنیکي همکاري کوي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د کانونو او پترولیم سرپرسته له خپلې هندي سیال سره د ګازو او نفتو د ۱۳م نړیوال کنفرانس په څنډه کې پهدې سلا شوي چې هند به له افغانستان سره د ظرفیت لوړونې، سوداګرۍ، د ګازو او نفتو، د ټاپي پروژې په برخه کې همکاري او پانګونه کوي. د نوموړي په خبره، په بامیانو کې د حاجيګک کان د پانګونې په برخه کې هم دوو بهرنیو شرکتونو سره هوکړې وشوې. Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن په سوچي تفریحي ښارګوټي کې د ایران او ترکیې د ولسمشرانو د درې اړخیزې غونډې کوربه وي. په پام کې ده چې پهدې غونډه کې د درې واړو هېوادونو ولسمشران له سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد لپاره پر پلانونو خبرې وکړي. کرملېن وویل، ولسمشر پوتین، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر حسن روحاني به په سوریه کې د اوږدمهاله حللارې په اړه د نورو اقداماتو لارې چارې وڅېړي. درې واړو هېوادونو ویلي چې د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې سولهییزې حللارې غوښتونکي دي. Читать дальше...
د سختې واورې د ورېدو له امله له دوو ورځو راهیسې د سالنګ لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د چارو د ادارې رئیس عبدالبصیر حبیبي وایي چې د سې شنبې له ورځې راهیسې د واورې د ورېدو، توپانونو او برفکوچونو له امله دغه لاره تړل شوې. هغه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شااوخوا ۲۰ برفکوچونه راغلي چې له لارې د واورې د توږلو هڅې هم درېدلې دي. د ښاغلي حبیبي په وینا اوس هم په سیمه کې واوره اوري او ضخامتیې له دوو مترو لوړ شوی دی.
د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پام وړ واورې او بارانونه وریدلي، خو دغو ورښتونو په هرات کې خلکو ته زیانونه هم رسولي دي.
د ناټو دفاع وزیران نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي. سوله او له افغان ځواکونو څخه ملاتړ به د ناتو د ۲۹ غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د نننۍ غونډې مهمې کلیدي مسئلې وې. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ: "موږ یوې سیاسي، سولهییزې حل لارې ته د رسېدو د هڅو کلک ملاتړ کوو. د دې لپاره موږ د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګري استازي سفیر خلیلزاد سره په نژدې تماس کې یو." سټولټنبرګ زیاته کړه چې د افغانستان د... Читать дальше...
طالبان وایي چې د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې به له امریکایي پلاوي سره د راتلونکي دوشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې وګوري خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې مرکچي پلاوي یې تراوسه د خبرو بلنه نهده ترلاسه کړې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې وویل چې دواړه لوري به مخکې له دې چې د فبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې غونډه وکړي، په اسلام آباد کې سره وګوري. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې د طالبانو له دغه اعلانه خبر شوي خو د خبرو رسمي بلنه یې تراوسه نهده ترلاسه کړې. Читать дальше...
د امریکا د استازیو جرګې چې ډموکرتان پهکې برلاسې دي، یو پریکړهلیک تصویب کړ چې د یمن په جګړه کې له سعودي عربستانه د واشنګټن ملاتړ پای ته رسوي. ډېر کسان دغه اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړاندې یوه هڅه بولي. دغه پریکړهلیک ته ۲۴۸ وکیلانو مثبتې او ۱۷۷ منفي رأیې ورکړې. ۱۸جمهوري غوښتونکو هم د دې پریکړه لیک ملاتړ وکړ. ټرمپ ژمنه کړې چې پریکړهلیک به ویټو کړي خو له نتیجې یې ښکاري چې د دې ویټو د ردولو لپاره په کانګرس کې کافي ملاتړ نشته. دغه پریکړهلیک د یمن په جګړه کې الوتکو ته د سونګ موادو د... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د امریکا کانګرس نن د ورځې په وروستیو کې د یوه ضربالاجل تر پای ته رسېدو څو ساعته مخکې پر هغه پلان رأیې واخلي چې بیا د امریکا د فدرالي ادارو د تړل کېدو مخه نیسي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې چې تېره ورځ په کانګرس کې د دواړو ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو د مرکچیانو ترمنځ د بودجې پر سر یوه موافقه ترلاسه شوه ویلي چې که څه هم دې له دغې موافقې راضي نهدی، خو که کانګرس یې تصویب کړي، دی به یې هم توشیح کړي. په کانګرس کې د بودجې پر سر په نوې موافقه کې د ولسمشر ټرمپ لپاره هغه بودجه... Читать дальше...
امریکایي چارواکو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تر هغو به یې ځواکونه په افغانستان کې وي چې شرایط مساعدیږي، خو بل لور ته ...
د پاکستان د شمالي سيمو په واورو پوښل شويو دنګو دنګو غرونو کې د سکي په سياليو کې ۴۰ نړيوالو لوبغاړو برخه اخيستې ده. ددې هېواد امنيتي وضعيت ته په پام سره دغسې سيالۍ بيخي کمې شوې دي. د پاکستان د لوبو سازمان هڅه کوي چې د سکي ترڅنګ په تالار کې دننه د واورو د لوبو امکانات پراخ کړي. د رويټرز خبري اژانس ويډيويي راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې ۱۳ نیم میلیونه خلک خوراکي موادو ته جدي ضرورت لري. په کابل کې د ملګرو ملتو د مرستندویه مامویت یا یوناما مرستیال ټوبي لینزر پرون خبرې غونډې ته وویل، که سوله هم وشي له بېوزله افغانانو سره مرستې ته اړتیا شته: "سوله د یوه انجام په معنی ده خو کله چې تاسو سوله ترلاسه کړه، اصلي جګړه پیلېږي د بې وزلۍ په وړاندې جګړه." ټوبي لینزر چې په افغانستان کې د بشري مرستو همغږه کوونکی هم دی، زیاتوي چې ډېر خلک په افغانستان کې یو وخت ډوډۍ خوري. د خوړو نړیوال پروګرام غواړي چې... Читать дальше...
تمه ده چې د افغانستان ولسمشر د مونیخ په کلني امنیتي کنفرانس کې وینا وکړي. اشرف غني پرون مازدیګر د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ جرمني ته روان شو. د مونیخ کلنی امنیتي کنفرانس سبا د فبروي ۱۵مه پیلېږي او د درې ورځو لپاره دی. پهدې کنفرانس کې تر اویا د ډېرو هېوادونو شاوخوا درې نیم سوه استازي برخه اخلي او د نړۍ پر امنیتي ګواښونو خبرې کوي.
د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیونونو د کمېشنرانو د برطرفه کېدو سربېره د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتیجو کارونه روان دي. د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس محمد نظري ازادي راډیو ته وویل: "د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون تخنیکي کارونه د هغو ولایتونو په اړه چې لا یې نتیجې نهدي اعلان شوي روان دي او د استنافي قضایاوو د ارزونې تر پای ته رسېدو پورې به د دارالانشاء کارونه مخته ځي." ښاغلي نظري زیاته کړه چې وروستۍ فیصله به بیا نوي کمېشنران کوي. ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په... Читать дальше...
فارين پاليسۍ خپرونې بيا د واشنګټن لپاره د افغانستان د نوې ټاکل شوې سفيرې رويا رحماني مرکه خپره کړې چې...
د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د چهارشنبې د ورځې ځان وژونکي برید د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي او لس تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د ناټو د ۲۹ غړیو هېوادو دفاع وزیران به نن په بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان پر روان وضعیت بحث وکړي.
د ارزګان ولایت مرکز د ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې روانې جګړې ترې هر څه اخیستي او تر شنه ...
نن د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران په بروکسیل کې د افغانستان په اړه خبرې کوي. دوی به پرهغو لارو چارو به خپل نظرونه شریک کړي چې څنګه کېدای شي د افغان امنیتي ځواکونو د لا ودې لپاره ملاتړ په غوره توګه دوام ومومي. مصطفی صدیقي په بروکسیل کې نظام الدین حمیدي د سیاسي مسائلو شننونکي سره مرکه کړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости