د ننګرهار والي: د واکسین په ملي پروسه کې باید ټول ولسونه برخه واخلي
په ختيځ زون کې د پولیو ضد واکسین د درې ورځني کمپاین پرانيسته وشوه. د دوشنبې په ورځ په دې پرانیسته کې د ننګرهار ...
په ختيځ زون کې د پولیو ضد واکسین د درې ورځني کمپاین پرانيسته وشوه. د دوشنبې په ورځ په دې پرانیسته کې د ننګرهار ...
د سولې ولسي حرکت وايي، دوی هڅه کوي چې د جګړې ښکېلې غاړې اوربند ته غاړه کېږدي. دغه کاروان چې دا مهال په ...
پاکستان له هند سره د کړکېچ د زیاتوالي په ترڅ کې له نوي ډیلي خپل کمېشنر د سلا او مشورو لپاره ورغوښتی دی. دغه اعلان نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وکړ. پاکستان دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې په وروستیو دوو جلا پېښو کې د هند د پوځ او د هندي ملېشو لسګونو سرتېري او پولیس وژل شوي دي. د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې نن له وسلهوالو سره په یوې نښته کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون لږ تر لږه ۴ هندي سرتیري ووژل شول. محلي چارواکو ویلي دي چې نننۍ نښته د پلواما سیمې په پینګلان کلي کې شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د قطر له راتلونکې ناستې د ښو پرمختګونو ...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې د کابل-کندهار لوې لارې تړل کېدو هغو سوداګرو ته چې خپل مالونه انتقالوي ستونزې پیدا کړې دي. د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا لاره په هېواد کې له ستراتېژیکو لارو څخه ده چې تړلیې د افغانستان اقتصاد ته لوی تاوان دی. نوموړي له اعتراض کوونکو وغوښتل چې د خپلو مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره د نورو حقونه هم له پامه ونهغورځوي. دا پهداسې حال کې ده چې اعتراض کوونکو په مقر کې له څو وراځو راهیسې د کابل-کندهار لویه لاره د خلکو او ترافیکو پر مخ تړلې ده. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر وایي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سرهیې د یوه نوي او واضح کاري چوکاټ په اړه توافق کړی دی. د جمهوري ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اشرف غني تېر ماښام په ارګ کې له ښاغلي خلیلزاد سره دغه توافق حاصل کړ. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه نوي مېکانیزم په چوکاټ کې به معلومات شریک کېږي او د مشخصې اجنډا په اړه به سلا او مشوره کېږي او په رڼا کې بهیې اقدامات کېږي. افغان ولسمشر ويلي چې په تېره بیا د سولې په اړه... Читать дальше...
د لیبیا چارواکي وايي، د تونس د نفتو د تأسیساتو ۱۴ کارکوونکي يې چې مرکز طرابلس ته نږدې برمته شوي وو، ژغورلي دي. بل لور ته تونسي مقاماتو ویلي دي چې دا کسان درې ورځې له وسلهوالو سره برمته وو او تېره شپه ناوخته خوشې شوي دي. د تونس د بهرنیو چارو وزیر خمیس جهیناوي خپل لیبیايي سیال ته ټیلیفون کړی دی او د تونسي کارګرو د خلاصون له املهيې د لیبیا له حکومت مننه کړې ده. برمته نیوونکو له تونسه غوښتنه کوله چې د نشهيي موادو په کاروبار یو تورن زنداني دې خوشې کړي. د لیبیا چارواکو د تونسي کارګرانو د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه لا څه نهدي ویلي.
په پکتیا ولایت کې نن د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو. د پکتیا چارواکو ویلي دي چې پهدې کمپاین کې به د دې ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې دوه لکه ۲۴۷۰۰ ماشومان چې عمرونهیې له پنځو کالو څخه کم دي، واکسین شي. د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ولایت خان احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې د پولیو ضد واکسین دا کمپاین به د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې دوام ولري. احمدزي وویل، سره له دې چې د ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په پکتیا کې د پولیو مثبته پېښه نهده ثبت شوې، خو... Читать дальше...
د پکتیا ولایت پولیسو سلګونه کېلو ګرامه چرس کشف او نیولي دي. د پکتیا د امنيه قوماندان جنرال راز محمد مندوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د ادارې منسوبینو ۵۸۹ کېلو ګرامه چرس پرون په احمد ابا ولسوالۍ کې نیولي دي. د جنرال مندوزي په خبره د دې قضيې په تړاو څوک نهدي نیول شوي. د پکتیا پولیسو دوه اوونۍ وړاندې په سید کرم ولسوالۍ کې د څه د پاسه زر کېلو ګرامه چرسو د نیولو خبر ورکړی و.
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې نن له وسلهوالو سره په یوې نښته کې لږ تر لږه ۴ هندي سرتیري وژل شوي دي. محلي چارواکو ویلي دي چې نننۍ نښته د پلواما سیمې په پینګلان کلي کې شوې ده. پلواما د کشمیر هم هغه سیمه ده چېرته چې یوازې څو ورځې وړاندې یوه ځانوژونکي برید ۴۴ هندي پولیس ووژل. پهدې نښته کې یو بل سرتیری او یو ملکي وګړی ژوبل شوي دي. هندي رسنیو ویلي دي چې نښته هغه مهال پیل شوه کله چې د پاکستان مېشتې وسلهوالې ډلې جېش محمد وسلهوالو پر سرتېرو ډزې وکړې. جیش محمد وسلهوالې ډلې چې هند وايي، پاکستان... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې د موضوع او په همدې تړاو پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر د لغوه کېدو په اړه لیکلي دي.
فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس په توګه انتخاب کړی. د فیفا په وېبپاڼه دا خبر وروسته له هغه راغی چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د مرستیال په توګه د یوسف کارګر د کار تعلیق رفع کړ. کارګر داسې وخت د فیفا لهخوا د فوټبال فدراسیون د رئیس په توګه انتخاب شوی چې د دغه فدراسیون د رهبري چارې له خلا سره مخ وې. ښاغلي کارګر بېګاه شپه د فیفا د تصمیم په اړه ازادي راډیو ته وویل: "کله چې زما دنده له تعلیق راووته فیفا پرېکړه وکړه چې د سم نظم... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې په پروسه کې د افغان ښځو ونډه اړینه ده. خلیلزاد دا خبره پرون په کابل کې له یو شمېر ښځینه فعالانو سره په کتنه کې وکړه. نوموړي تېره شپه په خپل ټویټر کې ولیکل چې د مدني ټولنې له مشرانو سره يې یوه عالي غونډه غونډه درلوده. زلمي خلیلزاد د تېرو ۱۷ کلونو په لاسته راوړنو او پرمختګونو کې د افغان ښځو ونډه مخکښه بللې او ویلي دي چې د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي، حقونو ته يې درناوی وشي او پهدې برخه کې لاسته راوړنې باید خوندي وي.
پوليسو په کندهار کې د شراب جوړولو یوه فابریکه له منځه وړې ده. د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په ۱۲مه امنیتي حوزه کې د شراب جوړولو له یادې فابریکې ۱۵۰ بوتله شراب ترلاسه شوي او په تړاو يې يو تن هم نېول شوی چې اوس ترې تحقیق کیږي. عزيزي وویل، د شراب جوړولو ياده فابريکه د کشفي معلوماتو پر بنسټ لهمنځه وړل شوې ده. دا لومړی ځل دی چې د امنیتي ځواکونو لهخوا په کندهار کې د شرابو فابریکه له منځه وړل کیږي. افغان دولت ویلي، له نشهیي توکو سره مبارزه د دوی له لومړيتوبونو څخه ده.
د افغانستان کرنیز محصولات د متحده عربي اماراتو د دُبۍ ښار په نندارتون کې ایښودل شوي دي. دا پینځه ورځنۍ نندارتون پرون د دُبۍ په سوداګریځ مرکز کې پرانېستل شو. د افغانستان د کرنې د وزارت ویاند اکبر رستمي له دُبۍ څخه ازادي راډیو ته وویل، دا نندارتون د افغان محصلاتو لپاره د بازار موندنې ډېر ښه فرصت برابروي: "پهدې نندارتون کې داخلي شرکتونو وو چې میوې، زعفران او لبنیات نندارې ته وړاندې کړي دي. د نندارتون په لومړی ورځ د افغانستان زعفرانو، وچې میوې او تورو جلغوزیو د بهرنیو پانګهوالو او سوداګرو پام... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، غواړي له عربستان سره په ګډه د اسلامي نړۍ روانې ناخوالې کرارې کړي. هغه دا خبره له العربیه ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د افغان ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې کړي او غواړي همدا رول په نورو ځایونو کې هم ادا کړي: "موږ غواړو له سعودي عربستان سره په اسلامي نړۍ کې د لګیدلي اور د خاموشه کولو لپاره خپل رول ادا کړو. لکه څنګه چې پاکستان اوس د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په زمینه سازۍ یا د سولې د پروسې په برخه کې په هڅو سره رول ادا کوي."... Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد یوه نوې تحت البحري پرانېسته چې په کروز راکټونو سمباله ده. ښاغلي روحاني د دې تحت البحرۍ د پرانیستلو په مراسمو کې چې پرون په بندر عباس کې جوړ شوي و؛ وویل، د ایران دفاعي قوت د دغه هېواد د ګټو د دفاع لپاره دی او ایران هېڅکله په نورو هېوادونو د برید په هڅه کې نهدی: "موږ پهدې سیمه کې له ټولو سره د ورورولۍ او ملګرتیا اړیکې غواړو. موږ هېڅکله په ټوله سیمه کې د برید د پيل عاملین نهو." د ایران دا تحت البحري بیړۍ چې فاتح نومېږي د درنو تحت البحریو لومړنۍ یوه ده چې په ایران کې جوړه شوې. Читать дальше...
د بنګلهدېش چارواکي وایي چې نهه تنه په بندري ښار چاتوګرام کې د یوې اورلګېدنې په سبب وژل شوي دي. پهدې اور کې ۲۰۰ غریب میشتي کورونه هم سوځیدلي دي. د بنګلهدېش د بیړنیو حالاتو د کمېټې یوه مسوول علي احمد ویلي دا اور د برښنا د شارټۍ په سبب پيل شوه او پنځوس تنه پهکې ژوبل شوي هم دي. سلګونه کسان هر کال په بنګلهدېش کې پهداسې پېښو کې وژل کېږي هغه ځای چې د ځاني خوندیتوب خدمتونه پهکې کمزوري دي. په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په پلازمېنه ډاکه کې د یوې فابریکې د ودانۍ په نړېدو سره ۱۱۰۰ کسان وژل شوي و.
د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د خبرو په وروستي پړاو کې د راتلونکو خبرو اترو لپاره یو چوکاټ هم په ډاګه شو چې پهکې له افغانستانه په تدریجې ډول...
د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد د اوسني سفر پر مهال چې د فبروري تر پایه به دوام کوي په اسلاماباد کې له ...
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرون شپه اسلاماباد ته ورسېد او دغه هېواد تهیې د ۲۰ میلیارده ډالرو په ...
په پکتیکا ولایت کې د خالي بستونو لپاره له سلګونو استادانو ازموینه واخېستل شوه. د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس محراب الدین شفق وايي، د دغه ۱۳نیم سوه کسانو له ډلې به یې ۹۰۰ تنه د مرکز ښرنې او ولسوالیو په ښوونځيو کې د قراردادي ښوونکو په توګه وګمارل شي. نوموړی زیاتوي: "د ازموینې ګډونوال له ۱۲ او ۱۴م څخه فارغ او یا هم لیسانس دي چې په مقررېدو سره به یې تر ډېره په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي. دغه ازموینه ځکه له وخته مخکي اخلي چې د راتلونکي تعلیمي کال په پیل سره په ښوونځیو کې د ښوونکو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости