په فرانس کې د القدعدې یو قومندان وژل شوی دی
د فرانس پوځ وایي، هوایي ځواک يې د مالي په ټمبکټو کې په هوایې او ځمکنیو حملو کې د القاعده شبکې یو مشر قوماندان وژلی دی.
د فرانس پوځ وایي، هوایي ځواک يې د مالي په ټمبکټو کې په هوایې او ځمکنیو حملو کې د القاعده شبکې یو مشر قوماندان وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره مبارزه د ملي پولیسو لومړیتوبونه ګڼي. د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سعادت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د لیدلو پر مهال وویل، نشه يي مواد د ترورېزم اصلي مالي سرچینه ده، له دې امله د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د قاچاق کوونکو او نشه يي موادو د تولید پر خلاف عملیات ډېر کړي. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار امنیتي معین ته ډاډ ورکړ چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړې قطعه او د دې معینیت کشفي او ټکنالوژۍ څانګې د نشه يي موادو پر خلاف عملیاتو ته چمتو دي.
په مزارشریف کې له جګړو د ملکي وګړو او غیر نظامیانو د ساتنې شورا د (سویک) نړيوال دفتر په ملاتړ جوړه شوه چې ...
دغه کمېسيون وايي چې دا کار يې ځکه کړی چې افغان دولت له نشه يي موادو د لاس ته راغلو تورو پيسو سپينولو او ...
د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نږدې دېرش کسان مجازات شوي دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، (۲۷) کسان چې د امنیتي ځواکونو له خوا د نشه يي موادو د (۱۴) قضیو د قاچاقو په تور دې مرکز ته معرفي شوي وو، د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا په علني غونډو کې له یوه کال او شپږو میاشتو نيولې، تر اتلسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي. دغه ډول له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له قاچاق کوونکو څخه تر لاسه شوي نغدې پیسې د افغانستان بانک ته سپارلي دي. Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د هند او پاکستان اوسنی وضعیت ډېر خطرناک وباله. ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړ چې نوي ډیلي وروسته تر دې د یوه پیاوړي اقدام نیت کړی دی چې په کشمیر کې یې پر پوځیانو برید وشو. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د دې دوو هېوادو ترمنځ وضعیت خورا کړکیچن دی او باید مخه یې ونیول شي. د امریکا ولسمشر بیا وویل چې د اوس لپاره د هند او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې پېښې له امله ډېرې ستونزې پیدا شوې دي. هند پاکستان تورن کړی دی چې په کشمیر کې یې د فبرورۍ په څوارلسمه تر څلوېښتو ډېر هندي سرتېرې وژلي او خبرداری یې ورکړی چې سخت ځواب به ورکړي.
سپینه ماڼۍ وایي، څلور سوه پوځیان به په جګړه ځپلې سوریه کې وساتي. تر دې یوه ورځ مخکې د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ویلي وو چې د سوله ساتو ځواکونو دوه سوه کسیزه ډله به په سوریه کې د یوې مودې په مخه دېره وي. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي چې د خپل نوم له یادولو یې ډډه کړې، پرون څرګنده کړه چې دا شمېره بدله شوې او څلور سوه امریکایي سرتېرې به د سورې په شمال ختیځ کې پاتې شي. په دې برخه کې وضاحت نه دی ورکړل شوی چې دا شمېره ولې بدله شوې ده. د کردانو په مشرۍ په سوریه کې ډموکراتیکو ځواکونو (ایس. Читать дальше...
د فرانسې پوځ وایي، ځواکونو یې د مالي تمباکتو ښار ته څېرمه د هوایي برید په ترڅ کې د القاعده شبکې یو جګپوړی قوماندان وژلی دی. فرانسوي چارواکو پرون وویل چې له څو کلونو راپه دې خوا په دې کس پسې ګرځېدل چې د افریقا د ساحل په سیمه کې د لوېدیځوالو د اختطاف کولو طراح و. د فرانسې دفاع وزارت وایي، په دې برید کې چې د پنجشنبې په ورځ وشو، د جمال عکاشه په نوم د القاعده شبکې الجزایری قوماندان وژل شوی دی. د وزارت په وینا، عکاشه چې د یحیی ابو الحمام په نوم پېژندل کېده، د یو شمېر بریدونو طراح او مالي تمویلوونکی و.
د سوډان ولسمشر عمر البشیر په خپل هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او حکومت یې منحل کړ. عمر البشیر له دېرش کلونو راهیسې پر سوډان واک چلوي. په ډېسمبر کې په سوډان کې د نرخونو د زیاتېدو پرضد مظاهرې پیل شوې چې ډېر ژر د عمر البشیر پر ضد خلک سره د دې مظاهرو له لارې منسجم شول او لاریونونه یې پیل کړل. ښاغلي بشیر پرون د بېړني حالت د اعلان ترڅنګ ټول والیان او د پوځ جګپوړي افسران هم له دندو ګوښه کړل. البشیر د جرمونو نړیوالې محکمې په دارفور سیمه کې په ډله ییزې وژنې تورن کړی دی او د ده د نیولو غوښتنه یې کړې، خو دی دا تورونه ردوي. Читать дальше...
په پکتیا ولایت کې څه د پاسه درې زره کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول. د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان د هوايي ځواکونو په همکارۍ د پکتیا ولایت ځاځیو ولسوالۍ د ګل غونډۍ په سیمه کې عملیات کړي چې په نتيجه کې یې د نشه يي موادو څلور زېرمې موندلي او له دې زېرمو يې (۳۵) زره کیلو ګرامه نشه يي مواد ترلاسه کړي دي. نیول شوي نشه يي مواد ځای پر ځای سوځول شوي او د ساتنې په تور یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړي چې په دغه هېواد کې جګړه په...
مقاله وايي، طالبانو په جنورۍ مياشت کې ژمنه وکړه چې هېڅ ترورېستي ډله به د افغانستان له خاورې پر نورو ...
په مطلب کې وړاندې راغلي، د ناټو ملکي مامورین وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره اوس تر بل هر وخت زیاته ...
د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسيون غړې رحیمه جامي وايي، وسله والو طالبانو ته باید له ضمانت پرته امتیاز ور نه کړل شي. رحیمې جامي پرون د فبرورۍ په دوه ویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو پر یو شمېر استازو د سفر بندیز لېرې کول، هغوی ته د امتیاز ورکولو معنی لري چې په مقابل کې یې باید ضمانتونه ورڅخه واخیستل شي. رحیمه جامي وایي: "هر څومره چې هغوی ته امتیاز ورکول کېږي، د هغوی غوښتنې زیاتېږي، هغوی ته باید هغه وخت امتیاز ورکړل شي چې له هغوی قوي نړیوال ضمانتونه واخیستل شي، په هغوی... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د فبرورۍ په درویشتمه د ايرلينډ کرکټ له لوبډلې سره دوهمه سیالي لري. افغانستان او ايرلينډ د ټي ۲۰ یا شل اوره کرکټ دا سیالۍ په هند کې کوي. لومړۍ سیالي د پنجشنبې په ورځ وه چې افغانستان په پنځو وایکټو وګټله. د افغانستان او ایرلينډ سیالي نن د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیلېږي. دا لړۍ به د مارچ تر پنځلسمې دوام وکړی.
په نورستان کې د ډېرې واورې د ورېدو له امله خلکو ته مالي تاوان رسېدلی او لارې بندې دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم پرون د فبرورۍ په دوه ویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې برکوچونو د نورستان د مرکز او ولسوالیو لارې بندې کړې دي. حافظ عبدالقیوم زیاتوي: "ډېر زیات مالي تاوانونه خلکو ته رسېدلي، پنځه د برق بندونه ویجاړ شوي، د خلکو د څارویو د ژمي واښه چې ذخیره کړي یې وو، له منځه تللي او څاروي هم مړه شوي دي." د نورستان والي وویل چې د لارو د پاکولو هڅې پیل شوي او د شنبې ترماښامه به مرکز ته تللې لارې پاکې شي. Читать дальше...
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور ویلي، پر دې هېواد د هند له لوري د حملې په صورت کې به په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې اغېزمنې شي. جنرال غفور د فبرورۍ په دوه ویشتمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د هند له لوري که حمله وشي، پاکستان به له ځانه دفاع ته لومړیتوب ورکوي. اصف غفور وویل: "که په سیمه کې ترهګري له منځه وړل وي، نو د هغه لپاره دا ډېره ضروري ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې بریالۍ شي، خو که د هند له خوا پر پاکستان یرغل وتپل شو، نو بیا زموږ لومړیتوب د خپلې... Читать дальше...
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ...
د عفوې نړیوال سازمان له ایرانه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د درېیو ځوانانو د اعدام فیصله وځنډوي. د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې د محمد کلهري، برزان نصرالله زاده او شایان سعیدپور چې تر اتلس کلونو کم عمر لري، په ایران کې په اعدام محکوم شوي دي. د عفوې د نړیوال سازمان په وینا، دا کسان په داسې جرمونو په اعدام محکوم شوي چې هغوی په کم عمر کې کړي دي او د اعدام کېدو تر خطر لاندې دي. د عفوې په نړیوال سازمان کې د منځني ختيځ او د افریقا د شمال د هېوادونو مسؤل صالح حجازي پرون د فبرورۍ په دوه ویشتمه په یوه بیان کې وویل... Читать дальше...
د چین حکومت له امریکا سره د تجارتي معاملو پر سر د لانجې د پای ته رسولو لپاره پلان لري چې له امریکا د یو اشعاریه دوه ټرلیون ډالرو په ارزښت مواد واخلي. دا خبر روېټرز اژانس پرون د فبرورۍ په دوه ویشتمه د امریکا د CNBC ټلوېزیون په حواله خپور کړی دی. دې ټلوېزیون همدا راز ویلي چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چین ولسمشر شې جېنپنګ ښايي د مارچ د میاشتې په وروستیو کې سره ګوري. د چین او امریکا حکومتونه د تجارتي لانجې د حل لپاره په مذاکرو لګیا دي. مذ اکره کوونکو روانه اوونۍ په واشنګټن کې سره وکتل. Читать дальше...
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون د فبرورۍ په دوه ویشتمه په راولپېنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости