د افغانستان د تجارتي مالونو لومړۍ جوپه هند ته واستول شوه
د افغانستان د تجارتي مالونو لومړۍ جوپه نن د ولسمشر اشرف غني په حضور کې د چابهار بندر له لارې هند ته واستول شوه. د افغانستان شاوخوا ۷۵۰ ټنه تجارتي مالونه له زرنج ښار څخه چاه بهار او له هغه ځایه هند ته واستول شول. ولسمشر غني پهدې مناسبت مراسمو کې په خپله وینا کې وویل، چابهار له نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي تړون لاره ده: "هرڅه چې له افغانستان صادرېږي، د افغانستان سلګونه کلي او میلیونونه وګړي له نړۍ سره وصلوي. اقتصادي ژبه د وصل ژبه ده." چابهار د افغانستان لپاره نړیوالو اوبو ته د رسېدو تر ټولو نېږدې او ارزانه لار بلل کېږي. Читать дальше...