د بشري حقونو سازمان د سوریې او روسیې پوځي ائتلاف په څه تورن کړ؟
د بشري حقونو د څار سازمان د سوریې او روسیې پوځي ائتلاف تورن کړی چې د سوریي په شمال کې یې پر ملکیانو د بریدونو پر مهال له هغو وسلو کار اخېستی چې په نړیواله سطح منع دي. دغې ادارې د جون پر درېیمه په خپل یوه راپور کې ویلي چې د اپریل له ۲۶مې څخه په هغو سیمو کې چې په ادلیب، هاما او حلب ولایتونو کې د حکومت ضد ډلو سره واک کې دي، هره ورځ سلګونه بریدونه شوي دي. دغه اداره اټکل کوي چې پهدې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۰۰ ملکیان وژل شوي دي. دې ادارې چې مرکز یې په نیویارک کې دی په خپل راپور کې لیکلي منع... Читать дальше...