نیویارک ټایمز: په افغانستان کې تېره اوونۍ ۵۰ ځواکونه او ۱۹ ملکیان وژل شوي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ملکیانو او دولت پلوو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یوه مقاله...
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ملکیانو او دولت پلوو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یوه مقاله...
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدوونکي د مخابراتي شبکو له خدماتو ناراضه دي او وایي چې څلور مخابراتي شبکې...
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د سولې پروسې او د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو وروستیو...
د جرمونو نړیوالې محکمې يا ICC لوړپوړي څارنوالې غوښتي چې په افغانستان کې د ادعاوو له مخې د طالبانو او امريکايي ځواکونو له خوا شوي جنګي جرایمو په اړه دې د دې رد شوې غوښتنه ومنل شي. په اپرېل میاشت کې دغې محکمې د لوړپوړې څارنوالې فاتو بنسودا غوښتنه رد کړه چې غوښتل يې د افغانستان د دوو لسیزو جګړو د جنګي جرایمو د ادعاوو په اړه تحقیقات پیل کړي. د جرمونو نړیوالې محکمې یا ICC طالبان او شریکان يې، افغان چارواکي، د امریکا د وسله والو ځواکونو غړي او د امریکا د استخباراتي ادارې یا CIA غړي د دې محکمې د قانون... Читать дальше...
نن شنبه د غزني ولایت په ګډون په ټول هېواد کې د تقويتي نوم لیکنې بهیر پیلېږي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د جمعې په ماسختن ازادي راډيو ته وويل چې دا بهیر به شل ورځې دوام وکړي. دا بهیر به د غبرګولي له اتلسمې چې نن ده، پیل شي او د چنګاښ په لومړۍ نېټه به پای ته ورسېږي. مېرمن نورستانۍ د دې نوم لیکنې د هدف په اړه داسې وويل: "زموږ هېوادوال چې له خپل حقه محروم وو، یا مهاجر وو او يا يې غفلت کړی وو او يا هم نه وو پوهېدلي چې کوم ځای ته تذکره یوسي او نوم لیکنه وکړي، دا چې... Читать дальше...
افغانستان نن د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړيوال جام سیالیو کې له نیوزیلنډ سره لوبه کوي. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تر دې مخکې په نړيوال جام سيالیو کې له استرالیا او سریلانکا سره مخامخ شوی او دا دواړې لوبې يې بايللې دي. بل لور ته د نيوزیلنډ لوبډلې هم له سریلانکا او بنګله دېش سره لوبې کړي چې دواړه يې ګټلې دي. نننۍ لوبه د انګلستان په تاوټن ښار کې د افغانستان په وخت په پنځو بجو پیلېږي.
د امريکا د خزانې وزارت د ايران د تېلو پر یوه شرکت بنديزونه ولګول. دا اقدام د هغو هڅو برخه بلل کېږي چې واشنګټن غواړي پر تهران فشار راولي چې مذاکراتو ته غاړه کېږدي. دا بنديزونه د PGPIC په نوم د تېلو پر شرکت او د دې شرکت پر ۳۹ نورو تابع شرکتونو او همداراز یې پر بهرنیو پیرودونکو لګېدلي دي. دا شرکت د ایران له پټرولو د تصفيې څلوېښت فیصده برخې ظرفیت لري او د پټرولو د تصفيې پنځوس فیصده صادرات یې له همدې شرکته دي. د امريکا د خزانې وزارت اعلاميه وايي، یاد شرکت له یوه بل شرکت سره مالي مرسته کوله چې... Читать дальше...
د سوريې په شمال لوېديځ کې د یاغيانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړه زیاته شوې ده. په حما ولایت کې د سوريې حکومتي ځواکونو له دوو اوونیو راهيسې د یاغيانو پر اخري مرکز عمليات پیل کړي دي. دولتي خبري اژانس ثنا وايي، د جمعې په ورځ پوځ د یاغیانو نوې حمله وزغمله او د جګړې پر لومړۍ کرښه يې تازه دمي ځواکونه وګمارل. دا وروسته له هغه چې پوځ له سخت دريځو سره سختې نښتې وکړې. د روېټرز خبري اژانس راپور د سخت دريځو له قوله وايي چې د پنجشنبې په ماښام يې په حما ولایت کې درې مهم کلي نيولي دي. دوی هغه راپورونه... Читать дальше...
په شمالي وزیرستان کې بمي چاودنې د پاکستان د پوځ ۳ جګپوړي افسران او ۱ سرتېری وژلي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په خارکمر کې د پاکستانیو پوځیانو پر موټر دغه بمي چاودنه د سړک پر غاړه د ځای پرځای شوي بم له امله شوې ده. په دغه چاودنه کې ۳ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم دي چې د پوځ په وینا، د درملنې لپاره یې پوځي روغتون ته لېږدولي دي. د پوځ د مطبوعاتي څانګې په اعلامیه کې همداشان راغلي: "په تېرې یوې میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په بریدونو کې... Читать дальше...
د انتخاباتو د رأیې ورکولو د تقويتي نوم لیکنې بهیر د افغانستان په ۳۳ ولایتونو او د عمومي نوم لیکنې پروسه یوازې په غزني ...
په داسې حال کې چې کشفي الوتکې معلومات ټولوي، ډېری وختونه د امریکا او روسیې الوتکې د دواړو هېوادونو له پولو...
د بدخشان ولایت پولیس په دې ولایت کې د قاچاق کوونکو او د نشه يي موادو د خرڅوونکو پر خلاف د ځانګړو عملیاتو خبر ورکوي. د بدخشان ولایت امنیه قوماندان اسدالله محمدي وايي، د بدخشان پولیسو د درېیو عملیاتو په نتیجه کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه يي مواد له تورنو کسانو سره یو ځای نیولي دي. په لومړیو عملیاتو کې چې په ارګو ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر یوه زېرمه وشول، (۲۳) کیلو ګرامه هیروئین نیولي، خو د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. پولیسو په دوو نورو عملیاتو کې چې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد... Читать дальше...
په کندز ولایت کې دوه کسان د مورفینو د قاچاق په تور ونیول شول. د کندز ولایت امنیه قوماندان منظور ستانکزي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوه کسان هغه مهال د دې ولایت په امنیتي کمربند کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول چې غوښتل یې اووه کیلو او (۸۰۰) ګرامه مورفین یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کړي. ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې سږ کال تر دې مهاله نږدې شل کسان د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي او بيا عدلي او قضايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.
په لوګر ولایت کې د استوګنې په یوه کور کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه چرس ونیول شول. د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ له خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په خوشي ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې ۱۲ کیلو ګرامه چرس نیولي چې جنوبي ولایتونو ته یې قاچاق کول. د یادونې وړ ده چې قاچاق کوونکي له لوګر ولایته د افغانستان ختیځو او جنوبي ولایتونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو د لارې په توګه کار اخلي.
په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ شو. د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په غني خېلو ولسوالۍ کې د هیروئینو جوړولو یو لابراتوار ویجاړ او يو شمېر نشه يي مواد، وسلې او مهمات یې ونیول. په یوه بله پېښه کې پولیسو په سرخ رود ولسوالۍ کې د درمل جوړولو پر یوه شرکت برید کړی چې په نتیجه کې یې د ټابلېټ کا جوړولو یوه دستګاه، د نشې ۱۱ زره ګولۍ او (۸۰۰) کیلو ګرامه نشه يي او کېمیاوي مواد نیولي دي.
یوه يهودۍ نجلۍ ایوا چې په ۱۹۴۴ م کال کې د هولوکاسټ(د يهودانو ټولوژنې) ښکار شوې وه، د هغې د ژوند کيسې انسټاګرام ته راوړل کېږي. دا پروژه د اوکراين په لووییو ښار کې چمتو کړل شوې. په اړه یې د ازادي راډیو د روسي ژبې ټلویزیون ''کرنټ ټایم'' ویډیو، اسرار عالم مومند وړاندې کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости