Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 09.06.2019

د کابل د ارغندي چوک د باروړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاص شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي چې د کابل د ارغندي چوک یو وار بیا د باروړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاص شو. د دې بورډ رئیس رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل: "نن بیا ځلې موټرو ته په په دې لاره د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه، د فراه، نیمروز، کندهار او هلمند سوداګر کولای شي چې بار واخلي." د کابل ښار د ارغندي چوک د امنیتي سکنرونو د خرابوالي له امله له تېرو پنځو ورځو راپه دېخوا د باروړونکو موټرو په په مخ تړلی و. د ښاغلي حاجي اغا په خبره، په دې پنځو ورځو کې افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

د افغانستان او تاجکستان د فوټبال لوبه مساوي شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او تاجکستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه. د افغانستان او تاجکستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دا دوستانه لوبه يو پر يو مساوي پای ته ورسېده. دغه لوبه د دوشنبې ښار په پامیر لوبغالي کې تېره جمعه وشوه. اېډېټ: شفیع کریمي

د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې په یوه پېښه کې ۶ تنه مړه شول

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې په یوه پېښه کې ۶ تنه مړه او ۶ نور ژوبل شول. د ګریشک ولسوال مولاداد توبګار په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، دا کسان نن یکشنبه سهار هغه مهال مړه او ژوبل شول چې د سپرلۍ موټر یې یوه نهر ته ولوېد. مولاداد توبګار همداراز وویل چې سپرلۍ له یوه واده څخه خپل کور ته روانې وې چې مازدا موټر یې د بغرا نهر ته ولوېد. د ولسوال په وینا، په مړو کې د موټر چلوونکي ترڅنګ ۵ تنه ماشومان او ښځې شاملې دي. د پېښې علت د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.



د کرکټ د ملي ټيم مشر: راشد خان اوس ښه دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کیپتان ګلبدین نایب وايي چې د افغانستان تکړه بالر راشد خان چې پرون شنبه له نیوزیلنډ سره په مسابقه کې ژوبل شوی و، اوس ښه دی. شل کلن راشد خان چې د نړۍ یو تر ټولو غوره بالر ګڼل کېږي، د بریتانیا په ټانټن لوبغالي کې له نیوزیلنډ سره په سیالۍ کې هغه مهال ژوبل شو چې بیټنګ یې کاوه او د نیوزیلنډي لوبغاړي لکي فرګوسن توپ یې پر سر ولګېد. کیپتان ګلبدین نایب وايي چې راشد خان به د افغانستان په راتلونکې مسابقه کې ګډون وکړای شي. راشد خان د ډاکتر په سپارښتنه توپ اچونه ونه کړه.

د سولې ولسي حرکت: طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړې

Pa.azadiradio.com 

د سولي د ولسي حرکت غړي وايي، له طالبانو سره د ليدلو پرمهال يې د اوربند غوښتنه نه ده منل شوې، خو د سولې او بين الافغاني خبرو په اړه مشروطه ژمنه ورسره شوې ده. د دې حرکت مشر اقبال خيبر چې تازه د طالبانو تر ولکې لاندې له سیمو څخه راستون شوی، په لښکرګاه کې خبریالانو ته وویل، وسله والو طالبانو اوربند د افغان او امریکايي ځواکونو په ګټه وباله. ده وویل: "په اوربند کې یې هم اوس اختلاف درلود، دوی دا ویل چې که موږ اوربند وکړو، دا به امریکايي ځواکونو ته فرصت په لاس ورکړي چې ترې وروسته جګړه تېزه کړي." ... Читать дальше...

افغانستان خپله پرله پسې درېیمه لوبه پرون نیوزیلنډ ته وبایلله

Pa.azadiradio.com 

په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې افغانستان خپله پرله پسې درېیمه لوبه پرون نیوزیلنډ ته وبایلله. افغانستان لومړی بیټنګ او ښه پیل وکړ، خو وروسته یې ژر ژر لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې په 41 اورونو کې نیوزیلنډ ته 173 منډې هدف وټاکه. د نیوزیلنډ لوبې ټاکلی هدف په 32 اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دې توګه یې له افغانستانه پرونۍ لوبه وګټله. په پرونۍ لوبه کې د باران له کبله وقفه هم راغله. په همدې ورځ د کرکټ د نړیوال جام په یوه بله سیالۍ کې... Читать дальше...



د البانیا ولسمشر: د ښاروالۍ راتلونکي انتخابات لغوه کوم

Pa.azadiradio.com 

د البانیا ولسمشر ویلي، د ښاروالۍ راتلونکي انتخابات لغوه کوي. الیرمیتا استدلال کړی چې د ډموکراټیکې رأیې ورکولو شرایط برابر نه دي. خو د البانیا صدراعظم ادي راما د ولسمشر دا خبره ناسمه بللې ده. له دې سره په یو وخت د البانیا په مرکز تیرانا کې مظاهرې دوام لري. په تېرو میاشتو کې زرګونه کسان  لارو کوڅو ته راوتلي او حکومت یې په فساد او د پارلماني انتخاباتو د رأیو په غلا تورن کړی. په دې هېواد کې دوه کاله مخکې پارلماني انتخابات ترسره شول.

په قزاقستان کې نن یکشنبه خلک خپل نوی ولسمشر ټاکي

Pa.azadiradio.com 

په قزاقستان کې نن یکشنبه خلک خپل نوی ولسمشر ټاکي. دا په داسې حال کې ده چې قاسم جومارت تکایف ظاهراً د دې هېواد د موقت ولسمشر په توګه خپل کار ته ادامه ورکوي.  ۶۶ کلن تکایف د اپرېل په میاشت کې د ده په وینا، د سیاسي بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره تر وخت مخکې د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه. تکایف د قزاقستان په دې انتخاباتو کې له داسې شپږو کاندیدانو سره سیالي کوي چې ډېر پېژندل شوي نه دي، خو د قزاقستان د حکومت له خوا تأیید شوي دي. نوموړي ویلي، که ګټونکی شي، د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایف سیاستونه به پر مخ یوسي. Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Жанна Фриске

Память Жанны Фриске почтили посмертной наградой и ее песней на музыкальной премии




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


WTA

Саснович победила на старте квалификации турнира WTA-500 в Берлине



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

По каким признакам можно распознать машину-«утопленника»: лайфхак



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России