د اوکراین په ادېسه کې په یوه روغتون کې اور لګېدنې۶ تنه وژلي
د تور سمندرګي پر غاړه د اوکراین په ادېسه ښار کې په یوه روغتون کې د اور لګېدو له امله شپږ تنه مړه شوي دي. رپوټونه وايي چې د کاربن مونو اُکساید ګاز له امله پینځه تنه سخت ناروغ او په روغتون کې بستر شوي دي. د اوکراین د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي چې روغتون یو پوړیز و او اور د جون په لسمه، د شپې لګېدلی و. د ازادي اروپا راډيو خبریال وايي چې په وژل شوېو کې یوه نرسه او پینځه ناروغان دي. د اور لګېدو علت لا نهدی څرګند شوی.