د کانونو او پټرولیم وزارت: د ټاپي پروژې تخنیکې چارې به بشپړې شي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ټاپي پروژې تخنیکې چارې به ډېر ژر بشپړې شي. د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې سترې اقتصادي پروژې تخنیکې چارې نږدې اتیا په سلو کې بشپړې شوي او د پایپلاین ساختماني عملي چارې به هم ژر پیل شي. ښاغلي مطفي د عملي کار دقیقه نېټه ونهښوده خو ويې ویل چې د دې تخینکې مطالعات پای ته رسېدلي، د لارې مسیر يې تعین شوی، چاپيریالي مسایل يې څېړل شوي او د استملاک په مسئله يې د افغانستان د ښار جوړولو له وزارت سره خبرې روانې دي. Читать дальше...