چارواکي: ۲ کلونو کې له پاکستان او ايرانه کندهار ته ۳۸۲۷ کورنۍ راغلي
د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد ناياب وایي، هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو د ورتلونکو کورنیو شمېر کې زياتوالی راغلی او دوی هڅه کوي...
د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد ناياب وایي، هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو د ورتلونکو کورنیو شمېر کې زياتوالی راغلی او دوی هڅه کوي...
ولسمشرۍ ماڼۍ هغه ادعا ردوي چې وايي، ولسمشر به ډېر ژر د ولسي جرګې د لانجو قضیه سترې محکمې ته وسپاري. یوې سرچینې چې نهيې غوښتل نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وويل که په راتلونکو څو ورځو کې د ولسي جرګې غړي د نوي رئیس د ټاکلو پر سر ستونزې حل نهکړي، ولسمشر به دا قضیه سترې محکمې ته وسپاري. د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ازادي راډيو ته وويل: "ولسي جرګه د خپلې دندې د اصولو له مخې باید رامنځته شوې ستونزې حل کړي او ولسمشر او ستره محکمه به په دې خبره کې کار نهلري." د ولسي جرګې غړو شاوخوا ۴۰ ورځې... Читать дальше...
د پاکستان تر ټولو څورب کس له کلونو راهیسې په کور کې بند وو. خو چې ناروغه شو نو له ځای څخه د خوځېدو جوګه نه وو. هغه د مرستې غوښتنه وکړه او کله چې د علاج لپاره له کوره را اېستل کېده نو دومره غټ وو چې د دروازې پر ځای يې د کور دېوال ورته مات کړل شو. د رويټرز اژانس ويډيو عبدالحي کاکړ پښتو کړې ده.
د نړيوالو رسنيو راپورونو ترمخه امريکايي چارواکو د هغه ډرون غورځېدل تایيد کړي چې د هرمز په تنګي کې ايران ويشتلی وو.
د کونړ ولایت چارواکي وايي، په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش جګړهمارانو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ازادي راډیو ته وويل، دا نښتې له یوې اوونۍ راهيسې په چپه دره ولسوالۍ او د ماڼوګي ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو کې شوي چې پرون سختې شوي او په نتيجه کې يې ۳۵ داعشي او ۱۶ طالبان ووژل شول. د کونړ د والي دا ادعاوې تر اوسه په نښتو کې ښکېلو دواړو ډلو نهدي تأييد یا رد کړي. په کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش ترمنځ د نښتو له کبله د ګڼو ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي خپلو کورو پرېښودو ته اړ شوي دي.
قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف وینا وه چې دوی ولس دښمنه او پاکستان دښمنه بجټ نه مني
د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې له څو ورځو راهیسې وسلهوالو طالبانو د دې ولسوالۍ څلورو خواوې محاصره کړي دي.
د افغانستان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې پېښه د جون پر ۲۰مه د جلال اباد ښار دوهمې ناحیې اړوند د چپرهار هډې سیمه کې شوې ده.
د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ پر سر رامنځته شوې شخړې بالاخره افغان ولسمشر اړ کړی چې د دې مسئلې د حل په هدف اقدام وکړي.
د تېرو درېیو لسیزو جګړو په دوران کې یاد ځنګلونه په غیر مسلکي ډول پرې شوي او اوسمهال بیارغونې ته جدي اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن د افغانستان په اړه خپل راپور د امنیت شورا ته وړاندي کوي. د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پومپيو د اروپايي ټولنې له استازې فدریکا موګيريني سره ولیدل. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
په ورته وخت کې بیا د دغه ازاد شویو کسانو له ډلې پخوانی د امنیت امر پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې هر وخت حاضر دی څو څارنوالۍ ته ځواب ورکړي.
د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک د فارس خلیج ته خپل سفر پیلوي، څو د واشنګټن مهمو متحدانو ته ووايي چې پر ایران فشارونو مؤثره نتیجه ورکړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو پرون وویل، خلیج ته د ښاغلي هوک سفر نن پنجشنبه پیلېږي او په ترڅ کې بهیې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویټ، عُمان او بحرین ته ولاړ شي. په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا دا استازی به د سیمې له هېوادونو سره دغلته د عمان په خلیج کې پر دوو تیل وړونکو بیړیو د بریدونو په شمول د ایران د وروستیو ورنکارو فعالیتونو په اړه خبرې وکړي. Читать дальше...
پاکستان غواړي د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د قضیو د څېړلو لپاره تر زرو زیاتې محکمې جوړې کړي. د پاکستان د سترې محکمې رئیس اصف کهوسه د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د دولتي ټلوېزیون له لارې خپریدونکې وینا کې وویل، په ټول هېواد کې د ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو د څېړنې لپاره یو زرو شپاړس محکمې رامنځ ته کوي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸میلادي کال په راپور کې په پاکستان کې د ښځو د ناوړه وضعیت یادونه شوې او ویلې یې دي، د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې د غیرت په نوم له وژنو، جنسي تیریو، د تیزابو له حملو، اجباري... Читать дальше...
د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک وايي، د امریکا یوه بې پېلوټه جاسوسي الوتکه یې په جنوبي ولایت هُرموزګان کې نسکوره کړې ده، خو پنټاګون رد کړې چې سیمه کې دې د دوی کومه الوتکه موجود وه. د ایران «سپاه» خبري وېبپاڼې چې له سپاه پاسدران انقلاب ځواک سره تړلې ده نن پنجشنبې ویلي:"دا الوتکه چې کله د ایران فضايي حریم ته ننوته د کوه مبارک سیمه کې وویشتل شوه او نسکوره شوه." کوه مبارک د تهران په جنوب ختیځ کې ۱۲۰۰ کیلومتره لېرې د هُرموز تنګي ته نژدې پروت دی. د ایران دولت خبري اژانس ایرنا، نسکوره شوې بې پیلوټه الوتکه ګلوبل هاوک «RQ-4» بللې ده. Читать дальше...
د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل رسنیو ته ویلي چې روغتون ته د پېښې له سیمې یو وژل شوی او ۱۷ ټپيان ور وړل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، تېر ميلادي کال په نړۍ کې نږدې ٧١ میليونه وګړي د بېلابېلو عواملو له مخې بېځايه شوي چې دا په تېرو ٧٠ کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر ښوول شوى دى.
یورواېشیا ريویو لیکي چې په اوږدمهال کې د پاکستان هدف دا دی چې په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي او ایډيالوژیک نفوذ ولري او له افغانستانه د هند لاس لنډ کړي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې درې سوه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي.
له ترکیې څخه کابل ته د ستنېدونکو بایسکل سپرو تود هرکلی وشو. دغه بایسکل سپاره چې د اپریل په نولسمه له هراته د لاجوردو له لارې ترکیې ته تللي وو، پرون خپل هېواد ته ستانه شول. دغو بایسکل سپرو د ترکمنستان، اذربایجان او ګُرجستان له لارې څه باندې څلور زره کیلومتره لار په بایسکلونو ووهله او د جون په دولسمه استانبول ته ورسېدل. له افغانستانه اروپا ته د لاجوردو لار تر ټولو لنډه لار ده. د دې لارې تړون د افغانستان حکومت له درې کلونو خبرو وروسته تېرکال د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ د اوومې غونډې پر مهال لاسلیک کړ.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د «سام» غونډه په ترکیه کې جوړه شي. له «سام» څخه مطلب هغه هېوادونه او سازمانونه دي چې له افغانستان سره مرستې کوي. په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارتغرل پرون وویل چې دا غونډه به د سې شنبې په ورځ په انقره کې وشي. تمه ده چې پهدې غونډه کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وشي. د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر وایي چې د «سام» په غونډه کې به د سیمهییزې همکارۍ ترڅنګ د داسې سیمهییزې اجماع د رامنځته کېدو پر لارو چارو بحث وشي چې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
نن د جون شلمه په نړۍ کې کډوالو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي چې په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا درې لکه افغانان له بهره خپل هېواد ته ستانه شوي دي، خو لا هم په میلیونونو افغانان په پاکستان او ایران کې ژوند کوي. سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل: "په ایران کې نهه لکه او پنځوس زره کارت لري، څلور نیم لکه پاسپورټ لري او شاوخوا اته لکه هم اسناد نهلري. په پاکستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه کارت لري او نژدې اته لکه نور هم راجسټر شوي دي." ښاغلي بلخي زیاته کړه... Читать дальше...
سعودي عربستان د ملګرو ملتونو دا راپور له حقیقته لېرې وباله چې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي په قتل کې لاس لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشر په نیویارک کې امنیت شورا ته د خبرو پر مهال پر بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ.
د کډوالو چارو وزارت وايي، له تېرو څلورو کلونو راهېسې ۳۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت مرستیاله ډاکتر عالمه وایي، دوی هڅه کوي چې دا بهیر نورهم چټک کړي. له اغلې عالمې سره د ازادي راډيو خبریالې فېروزې عزیزي د کډوالو د ستونزو په اړه مرکه کړې. ویډیو او اېډیت: ذکریا صفري
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости