رسنۍ: امریکا د ایران په کمپیوټري سیسټمونو سایبري بریدونه کړي
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتونو د ایران په کمپیوټري سیسټمونو سایبري یا انلاین بریدونه کړي. واشنګټن پوسټ او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو له خولې چې نومونه یې نهدي یاد شوي ویلي، دا بریدونه د جون په شلمه نېټه د ایران لهخوا د امریکا د یو ډرون له نسکورولو وروسته شوي دي. دواړو رسنیو د شنبې په ورځ ویلي چې د ایران د پوځ پر کمپیوټري سیسټمونو دا سایبري بریدونه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تأیید کړي وو. د امریکا د دفاع وزارت د دې راپورونو له تأیید ډډه کړې. پر... Читать дальше...