Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 08.07.2019

امريکايان طالبانو سره "جوړجاړي ته ډېر نيزدي شوي دي"

Mashaalradio.com 

افغان چارواکي وايي امريکايان د طالبانو سره سياسي روغې جوړې ته تر بل هر وخت ډېر نيزدي دي. دوی زياتوي چې امريکايانو ورسره د هغه هوکړه ليک متن شريک کړی چې دوی د طالبانو سره موافقې لپاره تیار کړی دی.

د حکومت او اپوزېشن ناندرۍ

Mashaalradio.com 

اپوزېشن ګوندونو د پاکستان تحريک انصاف پر حکومت يو ځل بيا تور پورې کړی چې د جمهوريت خلاف د سازش په کولو سره مخالف سياستوال خاموشه کوي.

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده د امريکا او طالبانو تر منځ د قطر په دوحه کې د اووم پړاو خبرې د سې شنبې په ورځ بیرته پیل شي. ایران د اټومي موافقې له اروپايي غړیو غوښتي چې د وضعیت د ترینګلتيا مخه ونيسي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.



کرېکټ په یونان کې

Mashaalradio.com 

پاکستان د کرېکټ نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته بریالی نشو خو پاکستانیانو دا لوبه تر یونانه رسولې. یونانیان خپله د فوټبال مینه وال دي، خو په کوڅو کې یې اوس کرېکټ لوبه هم تر سترګو کېږي. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

د پراګ ښار او تاریخي چارلس پل

Mashaalradio.com 

پراګ د چېک جمهوریت پلازمېنه او تاریخي ښار دی. په دې ښار کې یو پخوانی ډبرین پل دی چې شاوخوا شپږ نیم سوه کاله پخوانی دی. دا پل دومره پیاوړی دی چې څو ځلې سېلاوونو هم و نه نړولی شو. په دې ویډیويي رپورټ کې مو د پراګ او د چارلس پله چکر درکوو.

د اوبو فشار د معترضو کاندیدانو کالي وشلول

Pa.azadiradio.com 

د ولسي جرګې د انتخاباتو یوې کاندیدې ارزو صافۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د اطفايې له خوا پر دوی اوبه وشیندل شوې چې زیات فشار یې د دوی کالي ور وشلول. نورتفصیل د تمیم اخګر په ویډیويي راپورکې چې خان محمد سیند یې وړاندې کوي. اېډېټ: تمیم اخګر

ملي امنیت د غزني د پوهنتون د یوه محصل په ګډون ۱۵ وسله وال نیولي

Pa.azadiradio.com 

د غزني د ملي امنیت چارواکي وايي، د غزني د دولتي پوهنتون د شریعاتو پوهنځي د یوه محصل په ګډون یې پنځلس تنه وسله وال نیولي دي. عبدالصمد شمس نن دوشنبه د ملي امنیت په ریاست کې خبریالانو ته وویل، دغو کسانو چې خبریالانو ته یې ښکاره کړل، په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له بېلابېلو ګروپونو سره یې تړاو درلود. د غزني د ملي امنیت د ادارې رئیس له طالبانو سره په تړاو د شریعاتو د پوهنځي د یوه محصل او څو نورو د نیولو خبر داسې مهال ورکوي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په دې وروستیو کې له داعش سره د همکارۍ... Читать дальше...

ایسمڅ ډنډ یوه ښکلې سېلانۍ سیمه

Mashaalradio.com 

د سوات له کالام سره ایسمڅ (ايزمس) ډنډ چې له سمندره یې کچه يولس زره فوټه اوچته ده، د خپلې ښکلا له وجې په دوبي/اوړي کې ورته سېلانيان رامات وي. د مشال راډيو خبريال نياز احمدخان یې ويډيو راپور تیار کړی.



د کابل پوهنتون د ۳ نیول شویو استادانو او د ۲ پخوانیو محصلانو د اعدام غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د میوند پر کلب د تېر کال د ځان وژونکې حملې د وژل شویو خپل خپلوان له حکومته غواړي چې د کابل پوهنتون درې استادان او دوه محصلان چې په دغه حمله کې د لاس لرلو په تور نیول شوي، باید په سخته جزا محکوم شي.

کیانا له کیسو اورېدلو تر کیسه لیکنې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ماشومانو د ادبیاتو لپاره ډېر کار نه دی شوی، په ځانګړي ډول د ماشوم له خوا ماشوم ته برخه یې بیخي خواره ده، خو داسې ماشومان شته چې په دې برخه کې ښه استعدادونه لري. راپور: اجمل تورمان ویډیو: ذکریا صفري او لېمه هادي اېډېټ: لېمه هادي

په پاکستان کې دننه د 'هزاره ګانو هستوګنه

Mashaalradio.com 

د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې هزاره ګان بیا بیا د تندلارو وسله والو ډلو لخوا تر هدفي بریدونو لاندې وي چې له کبله یې دوی د خپلې ژغورنې لپاره پر خپلو مېنو دېوالونه راجار اېستلي دي.

پاکستان: له راتلونکې میاشتې به د تورخم پوله ۲۴ ساعته خلاصه وي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله به له راتلونکې میاشتې د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانستي وي. د تورخم د پولې موضوع پاکستان ته افغان ولسمشر اشرف غني هم د هغه هېواد له صدراعظم عمران خان سره په وروستۍ کتنه کې مطرح کړې وه او دواړو مشرانو هم پرې سلا کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وویل چې د دې لپاره چې دغه پوله د ۲۴ ساعتونو په مخه پرانستې وي، د تنظیم او امکاناتو برابرولو پر چارو یې کار روان دی. د تورخم پوله له پاکستان سره د افغانستان یوه... Читать дальше...

د دوحه غونډې وروستی حال

Mashaalradio.com 

د قطر په دوحه کې د افغانستان سیاستوالانو، فعالانو او طالب استازیو ترمنځ د سولې پر لارو چارو بحثونه دوام لري چې نن دوشنبه به یې ګډه اعلامیه په ډاګه شي. د قطر او جرمني په کوربه توب دا خبرې د جولای پر اوومه پیل شوې وې. په دغه غونډه کې په افغانستان کې پر ورستیو خونړیو بریدونه هم تاوده بحثونه شوي تفصیل یې په دې ویډیو راپور کې واورئ.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس په قطر کې د سولې بین الافغاني ډیالوګ موثر ګڼي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې د بین الافغاني ډیالوګ دوهمه ورځ روانه ده، د افغان حکومت اجرائیه رئیس هیله ښيي چې دغه ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

پوتین او اردوغان د «اس-۴۰۰» توغندیو پر مسئلې خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ټیليفون ترکیې ته د روسیې د هوایي مدافعې «اس-۴۰۰» توغندیو د سیستم د ورکولو پر مسئلې خبرې وکړې. کرملېن ویلي، دغه معامله د عملي کېدو په حال کې ده او دواړو مشرانو وړمه ورځ پرې خبرې وکړې. د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پوتین او اردوغان ترکیې ته د دغه سیستم پر لېږدولو هم خبرې وکړې، وویل چې طبعاً دوی دا موضوع هم یاده کړه او اوس دغه معامله د عملي کېدو د انتقال په مرحله کې ده. له مسکو سره د انقرې دغه معامله... Читать дальше...

په بدخشان کې د مسمومو زده‌کوونکو نجونو شمېر له سلو اوښتی

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان د نجونو په یوه ښوونځي کې د مسمومو شویو نجونو شمېر له سلو اوښتی دی. دا پېښه دوه ورځې مخکې د دې ولایت د درایم ولسوالۍ د منجي سیمې په یوه ښوونځي کې شوې وه. چارواکو ویلي چې لومړی لس زده‌کوونکې نجونې چې علت‌یې لا نه‌دی معلوم، مسمومې شوې وې چې وروسته‌یې شمېر ۱۲۵ ته ورسېد. مسمومه شوې بي بي کو چې د یولسم ټولګي زده‌کوونکې ده، د پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د سهار له‌خوا د عطر بوی په ښوونځي کې خپور شو. دې وویل: "اول ژړا راتله بیا مو زړه درد کاوه، سر دردي او ځان دردي مو درلوده، لاس او... Читать дальше...

د باچا خان تعلیمي هلې ځلې

Mashaalradio.com 

د باچا خان تعلیمي بنسټ تر سیوري لاندې د جولای پر اوومه نېټه په کوټه کې یو سېمېنار وشو چې پکې د ولي خان پوهنتون مردان یوه پروفېسر ډاکټر سهېل خان د تعلیم په برخه کې د باچا خان پر هلوځلو رڼا واچوله شوه. له کوټې د ایوب ترین ویډيو.

امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله. د دې سیالیو په پای لوبه کې چې تېره شپه د فرانسې په لیون ښار کې ترسره شوه، د امریکا د ښځو د فوټبال لوبډله وتوانېده چې د هالنډ لوبډلې ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړي. دا څلورم ځل دی چې امریکا د ښځو د فوټبال نړیواله اتلولي خپلوي. د دې سیالۍ تر ۴۵مې دقیقې پورې که څه هم یوه لوبډله د کوم ګول په وهلو نه‌وه توانېدلې، خو د سیالۍ په ۶۱مه دقیقه کې امریکايي لوبډلې پینالټي ترلاسه کړه او لومړی ګول‌يې وواهه، بل ګول د سیالۍ په ۶۹مه دقیقه کې د امریکايي لوبغاړې لېوال له لوري ووهل شو. Читать дальше...

د افغان کرکټ الف لوبډلې خپلې بنګله‌دېشۍ سیالې ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په ۴ ورځنۍ لوبه کې د بنګله‌دېش الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه. په‌دې سیالۍ کې بنګله‌دېش په خپل لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۳ او په دوهمه پاڼۍ کې ۱۷۳ منډې وکړې افغانستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو منډو او دوهمې پاڼۍ کې د ۷ وېکټو په توپير وګاټله. د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه افغان توپ اچوونکي قیس احمد ته ورکړل شوه چې په‌دې سیالۍ کې يې د بنګله‌دېش ۱۰ لوبغاړي سوځولي وو او ۴۶ منډې يې هم کړې وې. افغان الف لوبډله اوس‌مهال د بنګله‌دېش په سفر بوخته ده، دغلته به د بنګله‌دېش... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

MK.RU: Певец Андрей Данилко удалил пост, посвященный смерти президента Ирана





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС




Росгвардейцы пресекли кражу кабеля мужчиной на востоке Москвы

Муфтий Москвы предупредил о последствиях запрета никаба в РФ

Массовая драка и перестрелка с пострадавшими произошла на юге Москвы

BNA: король Бахрейна в среду приедет в Россию для переговоров




د کونړ چارواکي: څوکۍ ولسوالۍ کې ۶ داعشیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ چارواکي په څوکۍ ولسوالۍ کې په ځانګړو عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د څو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن دوشنبه ازادي راډیو ته د دغو عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل: "تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د صفر ۲ قطعې د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل دره کې د داعش پر مرکزونو عملیات کړي چې په‌کې د داعش شپږ وسله‌وال وژل شوي او یو يې ټپي حالت کې ژوندی نیولی دی. په‌دې عملیاتو کې د داعش دوه مهم مرکزونه له وسلو او مهماتو سره یوځای له‌منځه وړل شوي." مصمم وايي، په... Читать дальше...

د ایران جنوب لوېدیځ کې یوې زلزلې څو ودانۍ ورانې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په جنوب لوېدیځ کې نن یوې زلزلې څو ودانۍ ورانې کړي. د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې دغې زلزلې چې قدرت‌یې د رښتر په مقیاس ۵،۷ ثبت شوی، نن د خوزستان ولایت د مسجد سلیمان ښار ته نږدې سیمې لړزولي. د لږ تر لږه څلورو کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي او عیني شاهدانو لوېدیځو خبري اژانسونو ته ویلي چې زلزلې د ښار په مرکزي برخه کې یو شمېر ودانۍ زیانمنې کړي او ځینې زړې ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړې کړې دي. د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د دې ښار په جنوب لوېديځ ۲۸ کیلومترۍ کې لس کیلو متره تر ځمکې لاندې و. Читать дальше...

چارواکي: طالبانو په جوزجان کې ۴۰ تنه اسیران خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، طالبانو هغه ۴۰ تنه چې د دې ولایت پر قوش تپې ولسوالۍ د برید او د دې ولسوالۍ د سقوط په نتیجه کې نیولي وو، خوشې کړي دي. د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل: "دوی ټول مسافر وو، دوی ټول یې یوځای سره خوشې کړي، یو شمېر اسیر شوي یې مخکې په هماغه اوله ورځ خوشې کړي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي." د جوزجان امنیه قوماندان له دې مخکې د طالبانو له‌خوا د امنیتي ځواکونو د اسیر شویو ۴۳ غړو د خوشې کېدو خبر هم ورکړی و. طالبانو په یوه خپره کړې خبرپاڼه... Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Пианист

Пианист Мацуев о Станковиче в "Спартаке": опять тонко, опять иностранец




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала свое место в новом мировом рейтинге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Дженнифер Лопес

Бен Аффлек переехал из дома, в котором жил с Дженнифер Лопес. Развлечение



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России