حکومت د اپوزیشن غړي ښايي ګرفتار کړي
په پيښور کې د مشرق ټي وي چېنل د خبرونو او روانو چارو څانګې مشر محمود جان بابر مشال راډيو ته وويل چې د اپوزیشن ګوندونو احتجاج حکومت چيلنجولي شي.
په پيښور کې د مشرق ټي وي چېنل د خبرونو او روانو چارو څانګې مشر محمود جان بابر مشال راډيو ته وويل چې د اپوزیشن ګوندونو احتجاج حکومت چيلنجولي شي.
د سياسي چارو شنونکې او سياستوال افراسياب خټک مشال راډيو ته وويل، د اپوزشن ګوندونو رايوځايکېدل د حکومت لپاره د خطر خبر دي. د مشال راډيو خبریال ګل ایاز سره په خبرو کې هغه وویل واکمن تحريک انصاف پخوا ۱۲۶ ورځې په اسلام اباد کې احتجاج کړی وو او ورته مکمله ازادي ترلاسه وه خو اپوزشن ګوندونو غړي نیول کېږي
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونه نن د ۲۵ جولای مه د تورې ورځې په توګه لمانځي او وايي چې يو کال وړاندې د عامو انتخاباتو پر مهال ولسي واکمني غلا شوی شوی او نن د دې احتجاج له لارې ولس وايي، دا حکومت نه مني. له کوټې د حفیظ شېراڼي ویډيو
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که زموږ ګاونډیان د سولې په اړه نور فکرونه لري، نو زموږ توره هم همیشه تیاره ده.
د کندز سیمهییز سوداګر هره ورځ په اوسط ډول ۵۰ موټره خټکي د افغانستان بېلابېلو ولایتونو او پاکستان ته صادروي. وېډيو: اجمل ارین اېډېټ: ذکریا صفري
په کابل، ننګرهار او تخار کې بریدونو لسګونه ملکیان وژلي د امریکا او بریټانیا د پوځ لوی درستیزانو له افغان ولسمشر او اجراییه رییس سره له تروریزم سره پر مبارزې خبرې کړي.او په نایجیریا کې محصلین په کرايي بایسکلونو کې پوهنتون ته ځي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
نظام الدین قیصاري وايي، داسې فدايي کسان لري چې حاضر دی پر جنرال دوستم ځان وژونکې حمله وکړي.
د جولای پر ۲۵مه په خوست کې د ولسي تړون د اقراء برنامې په چوکاټ کې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو.
کابل د پنجشنبې ورځې سهار په درېيو چاودنو پیل کړ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پهدې پېښو کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۴۵نور ټپیان دي. شفیع کریمي د پېښې له ځایه د نورو جزئيات سره. ويډیو او جوړونکی: شفیع کریمي
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار خان په خپله وینا کې وویل، تباهي په وزيرستان کې شوې او حکومت کورونه په اسلام اباد کې جوړوي.
د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هغه بېلاروسي ډپلوماټ چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې ویشتل شوی وو، روغتیايي وضعیت تر عملياتو وروسته هم ښه نه دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند اناتول هلاز د ازادي راډيو مرکزي څانګې ته وویل چې ډاکټرانو د ده روغتيايي وضعیت ارزولی او ویلي يې دي چې عملیات یې بریالي وو، خو دی اوس هم په عاجل اوطاق کې بستر دی. الکساندر پاهانشاو له خپل زوی سره کور ته روان وو چې د چهارشنبې په ورځ په ډزو وویشتل شو. د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو ویلي چې د دې ډپلوماټ ګاونډي ورباندې حمله کړې وه. Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د لوی درستیزانو کمېټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ د ترورېزم پر ضد پر ګډه مبارزه ټينګار کړی دی. ولسمشر غني نن له جنرال ډنفورډ سره په ارګ کې ولیدل. د دوی غونډه د ترورېزم سره د مبارزې، افغانستان د سولې او ثبات او ګډو ګټو پر موضوعاتو متمرکزه وه. ولسمشر غني وویل چې که څه هم افغانستان له ترورېزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې هره ورځ قربانۍ ورکوي، خو د ترورېزم تهدید مشترک دی او له دې ستونزې سره باید ګډه مبارزه دوام وکړي.
په تخار ولایت کې پر نظامي تأسیساتو د طالب وسلهوالو په حملو کې لږ تر لږه ۳۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د تخار د ولایتي شورا مرستيال محمد اعظم افضلي نن ازادي راډیو ته وویل، دا حملې په «خواجه بندکشا» سیمه کې د عامه نظم پر شلو ځواکونو او په «قره تپه» سیمه کې د ملي او ځايي پولیسو پر پوستو شوي دي. په اشکمش ولسوالۍ کې طالبانو پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه او په نتيجه کې يې اته پولیس او ۲۴ نور د عامه نظم پرسونل ووژل. د پولیسو پرسونل، د عامه نظم او پاڅونوال یو شمېر کسان ټپیان شول او یو شمېر يې ورک دي. Читать дальше...
د مخابراتي خصوصي شرکتونو فعالیتونه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ودرول کېږي.
په خوست کې د جولای پر۲۴مه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۰ مې کالیزې په مناسبت نېږدې۲۵۰ ښوونکو ته د کورونو لپاره د ځمکو وېش پیل شو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو ایډېټ: هدایت سلطاني
په کابل کې نن درې چاودنې شوې دي. چارواکي وايي اکثره وژل شوي او زخميان ولسي وګړي دي. په دې اړه نور حال په دې ويډيو کې... ويډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
د افغانستان په پوهنتونونو کې د افراطیت خپرېدو ته پهدې وروستیو کې اندیښنې زیاتې شوي دي.
د پاکستان اپوزیشن ګوندونه نن د انتخاباتو کال پوره کېدو په مناسبت توره ورځ لمانځي او جلسې کوي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د جمهوري ریاست کاندیدان او انتخاباتي ټیمونه باید د انتخاباتي کمپایونو د دورې د کړنلارې او اوصول مراعت کړي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په واګه بندر کې افغان سوداګر له ستونزو سره مخ دي. د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجياغا نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې بندر له لارې د افغانستان، هند او پاکستان تر منځ سوداګرېزه راکړه ورکړه کېږي: "د دې ستونزو لامل دا دی چې د یو شمېر شرکتونو له لوري په قاچاقي ډول صادرات او واردات کېږي چې د نورو سوداګرو باور یې هم زیانمن کړی او اوس هلته د تلاشۍ زیاتې شوي چې تازه مېوو باندې وخت زیات تېرېږي او خرابېږي." ښاغلی حاجي اغا وایي، درې واړه دولتونه باید... Читать дальше...
د سمنګان ولایت د کرنې ریاست وایي، پهدغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د للمي غنمو حاصلات ۶۰ سلنه زیات شوي. د سمنګان ولایت د کرنې مشر محمد رحمان ارغندیوال نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دوی تازه سروې ښيې چې د ورښتونو د کچې د لوړوالي له امله دغه حاصلات زیات شوي. ښاغلي ارغنديوال زیاته کړه:"موږ هرکال سروې کوو چې د کرنې ریاست جمع د احصایې ریاست همکاران سیمې ته ځي او هلته له هر جریب ځمکې نه نمونه اخېستل کېږي، د همدغو نمونو پر اساس وایو چې سږ کال د للمي غنمو د حاصلاتو کچه لوړه ده." ښاغلی... Читать дальше...
په ننګرهار ولایت کې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۱ غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې د دې ولایت د خوږیاڼو د وزیرو په سنډلۍ سیمه کې پر یوه موټر چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د ننګرهار ولایت د مطبوعاتو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په وژل شویو کې شپږ مېرمنې او یو ماشوم شامل دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په چاودنه کې د څلورو ټپيانو روغتیايي وضعیت هم ښه نه دی. ویل کېږي چې یاده کورنۍ له خپلې سیمې څخه نږدي کلي ته په یو واده کې د ګډون لپاره روانه وه.
شمالي کوریا نن پنجشنبه سهار په سمندر کې دوه توغندي ویشتي دي. دا خبره د جنوبي کوریا لوی درستیز کړې ده. دا دواړه توغندي د شمالي کوریا له ختیځ ساحلي ښارګوټي ونسون څخه توغول شوې دي، ۴۳۰ کیلومتره واټن یې وهلی او په اوبو کې تر راښکته محکې پنځوس کیلومتره ارتفاع ته رسیدلې وو. دا له هغې را وروسته چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کوریا د ټاپو وزمې د غیرې اټمي کولو د خبرو پر بیا پیل سلا شول، د تیرو دوو میاشتو په موده کې د شمالي کوریا د توغندیو لومړنۍ توغونه ده. اسوشیټېډ... Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني داسې ښودلې چې ګوندې له بریتانیا سره د تیل وړونکو کښتیو مبادلې ته او پر خپل اټمي پروګرام له امریکا سره غیرې مستقیمو مذاکراتو ته چمتو دی. د روحاني دا څرګندونې پرون د ایران په یوه رسمي وېبپاڼه کې خپرې شوې دي. حسن روحاني ویلي چې د یو شمېر اروپايي هېوادونو سره د اړیکو د ترینګلتیا په هڅه کې نهدی او که دا هېوادونه د ده په وینا له خپلو ایران ضد اقداماتو او له هغې جملې په جبل الطارق کې د ایران د تیل وړونکې بیړۍ له نیولو لاس واخلي، نو د ایران لهخوا به هم مناسب ځواب ترلاسه کړي. Читать дальше...
د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له افغان چارواکو سره خبرو کې د سولې د یو مؤثر او جامع مرکچي ټیم پر جوړېدو تمرکز شوی. ښاغلي خلیلزاد تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان له ولسمشر، اجرائیه رئیس، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره پهدې اړه هم غږیدلی چې د سولې بهیر دا مهال کوم ځای ته رسیدلی او راتلونکې ګامونه به څه وي؟ نوموړي پهدې اړه زیات جزئیات نهدي ورکړي. ښاغلی خلیلزاد د سولې د هڅو په لړ کې د سې شنبې په ورځ کابل ته له رسېدو سره سم له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости