مریم نواز دوه نورې ویډیوګانې خپرې کړې
د پاکستان مسلیم لیګ ن مرستیالې مشرې مریم نواز شریف د جولایي پر لسمه دوه نورې ویډیوګانې په خپل ټویټر خپرې کړي دي. نوموړې ادعا کوي ویډیوګانې د احتساب عدالت د جج ارشد ملک دي.
د پاکستان مسلیم لیګ ن مرستیالې مشرې مریم نواز شریف د جولایي پر لسمه دوه نورې ویډیوګانې په خپل ټویټر خپرې کړي دي. نوموړې ادعا کوي ویډیوګانې د احتساب عدالت د جج ارشد ملک دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي د کرکټ ملي لوبغاړی افتاب عالميې د یو کال لپاره له هر ډول لوبو بند کړی دی. د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افتاب عالم د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام د سیالیو پر مهال د کرکټ له قانونه سرغړونه کړې او ډسپلینیې نهدی مراعت کړی. په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې همدا شان د یو کال لپاره له افتاب عالم سره د کرکټ بورډ قراداد هم ځنډول شوی دی. د کرکټ په دې افغان لوبغاړي تور دی چې د کرکټ په نړیوال جام کې یې د کرکټ د ډسپیلن له قوانینو سرغړونه کړې له همدې امله... Читать дальше...
امريکا له خپلو متحدانو غواړي چې د ایران پر وړاندي په خلیج سیمه کې اييتلاف رامنځته کړي. د سعودي عربستان د پاچا سلمان لور په فرانسه کې د یوه مزدور د وهلو په تور محاکمه کيږي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د نیوزلنډ د کرکټ لوبډلې د هندوستان لوبډلې ته د ۲۰۱۹میلادي کال د نړېوال جام په لومړي نیمه پایلوبه کې تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه او دغه لوبډله یې د نړېوال جامه بهر کړ.
د کونړ اوسېدونکي وايي، پاکستان د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم په لګولو سره د دې ولایت د ځینو کورنیو اړیکې د کرښې له پورې غاړې غړو سره پرې کړي دي. د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري دې سیمې ته ورغلی او دا ویډیويي راپور یې پرې برابر کړی دی. ایډیټ: تمیم اخګر
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې دا مهال په چین کې دی، په پام کې لري د چین او نورو سیمهییزو هېوادونو له استازو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي. زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو تر اووم پړاو وروسته چین ته ولاړ. دغه خبرې چې په دوحه کې د بینالافغاني غونډې له کبله د دوو ورځو لپاره وځنډیدې، پرون سهار د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د لنډې مودې لپاره وشوې. زلمي خلیلزاد چین ته د تلو پر مهال پرخپله ټویټرپاڼه ولیکل چې تردې وروسته به... Читать дальше...
د بدخشان سیمهییز چارواکي د یوې امنیتي پوستې د سقوط خبر ورکړی. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو فیضاباد ته نژدې پر ارګو ولسوالۍ د طالبانو د برید په نتیجه کې یوه امنیتې پوسته لهمنځه تللې او طالبانو یې ټول پوځي تجهیزات له ځانه سره وړي دي. ښاغلی نظري ددې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه وایي:"له بدهمرغه پهدې عملیاتو کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. وسلهوالو مخالفینو ته هم پهدې برید کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده." د بدخشان د ولایتي شورا غړي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره د «جولای پر لسمه» نن د ایران په اړه یوه بیړنۍ غونډه جوړوي. د نړیوالې اټمۍ انرژۍ د ادارې د ۳۵ غړو هېوادونو د غونډې غوښتنه امریکا کړې ده. په پام کې ده دا بیړنۍ غونډه په ویانا کې وشي. تردې څو ورځې دمخه تهران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې څخه د دوهم ځل سرغړونې اعلان وکړ. ایران وايې چې دوی په لوی لاس د دې موافقې مواد مات کړي او دا کار یې له دغه تړونه د امریکا د وتلو او پر ایران د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د تازه بندیزونو په ځواب کې ترسره کړی دی. ایران... Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې لپاره شرایط رامنځته شوي دي او باید سمه استفاده ترې وشي. د ولسمشر غني په خبره که له دې فرصته کار وانهخېستل شي، لوی مسؤلیت به وي. ولسمشر دا څرګندونې نن په کابل کې د اروپایې ټولنې لهخوا د اداري فساد پرضد په پنځم کلني کنفرانس کې وکړي: "په ۱۸ کلونو کې پهداسې ماحول او شرایطو کې نهوو چې په واقعبینانه ډول سولې ته وکتل شي. اوس د سولې وخت دی، شرایط برابر شوي دي او باید له دې شرایط څخه اعظمي استفاده وشي." ولسمشر غني پرون ناوخته هم د کابینې په غونډه کې د سولې... Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني بریتانیا ته خبرداری ورکړ چې د ایراني تیل وړونکۍ کښتۍ د نیولو له عواقبو سره به مخامخ شي. حسن روحاني نن د کابیني په غونډه کې پهدې اړه وویل:"موږ ټول باید په نړیواله سطح د انتقالاتو امنیت خوندي کړو. موږ ټوله باید د نړۍ د تیلو د انتقال لارې خوندي کړو. زه تاسو بریتانویانو ته وایم چې تاسو د ناامنۍ پیلوونکي یاست او تاسو به وروسته د دې کار په عواقبو پوه شئ." ولسمشر روحاني دغه راز بریتانیا اشغالګر حکومت وباله چې په وینا یې جبل الطارق یې له هسپانیې اشغال کړی او د ده په وینا هسپانویان له دې کبله غوصه دي. Читать дальше...
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د قبايلي ضلعو امنيت او انتخابي هلو ځلو په اړه خبرې کوو.
د افغانستان د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته په ځانګړي مرکه کې وویل چې د وسله والو طالبانو څخه یې د جګړې پر مهال روسي شپني دوربینونه نیولي دي.
د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو د تیاریو په هدف نن چهارشنبه هندوستان ته روانه شوه. د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه لوبډله به د جولای میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۳۰مې پورې په یاد هېواد کې تمرینات ترسره کړي. تردې تمریناتو وروسته به لوبډله د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه انګلستان هېواد ته په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه سفر وکړي.
ټاکل شوې چې د ترکمنستان په مرسته او همکارۍ په هرات ولایت کې د ورزش یو ستر مرکز جوړ شي. په هرات ولایت کې د ترکمنستان قونسل د ورزشي مرکز د جوړولو ژمنه د هرات له والي عبدالقیوم رحیمي سره په کتنه کې وکړه. تراوسه معلومه نهده چې پهدغه ورزشي مرکز کې به کومې لوبې کېږي. تر ډېره په هرات کې د فوټبال، والیبال او نور بېلابېل ورزشونه کېږي.
افغان ولسمشر ټينګار کوي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید له اوسنیو شرایطو په پراخه کچه ګټه واخېستل شي.
د افغانستان په خوست ښار کې د حکیم تڼیوال پارک ته په ځانګړي ډول د جمعې په ورځو کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو د تفریح په خاطر زرګونه کسان ورځي. په دې پارک کې د تفریح، ساعتیری او ورزش لپاره بېلا بېل ځایونه جوړ شوي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیو وګورئ. اېډیټ: هدایت سلطاني
د فرانس د ولوا سېلانۍ سيمه کې د دوشنبې پر ورځ له بوسو او خسو د مجسمو جوړولو سيالي پای ته ورسېده. په سياليو کې د نړۍ د ۱۲ هېوادونو مجسمه سازانو برخه واخیسته.
طاهر حسین ایډوکېټ وايي: '' تر څو چې عدالت یوڅوک مجرم نه وي ګرځولی هغه خبره کولی شي، بله دا چې که عدالت يې مجرم هم وګرځوي نو بیا هم د سپریم کورټه تر اپیله حق لري.''
پهداسې حال کې چې په نږدې راتلونکې کې به چین د افغان سولې په اړه د امریکا او د سیمې د هېوادونو د یوې غونډې کوربه وي...
یاد سازمان د جولای پر نهمه په یوه بیان کې ویلي چې په دا ورستیو کې پر میډیا د بندیز ناڅاپه زیات شوي ګامونه په پاکستان کې د واکمن رژیم زیاتېدونکی امرانه چلند په ډاګه کوي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، له پنځه ورځني ځنډ وروسته نن د چهارشنبې په ورځ د تورخم لویه لار د افغاني محصولاتو د صادراتو په مخ خلاصه شوه. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لار د کمېشن کارۍ او فساد له امله د پاکستان له لوري تړل شوې وه:"د تورخم هاخوا لوري باندې د پاکستان لهخوا پر کمېشن کارانو د یو موټر محصول پر سر ۶ یا ۷ لکه کلدارې ټکس لګول شوی وو، خو نن دا ستونزه حل شوه او دا دی د تورخم بندر د ټولو ټرانزیټي چارو پر مخ خلاص شو." ښاغلی حاجي... Читать дальше...
د فرشتې له تورن قاتله يو رومال هم ترلاسه شوی چې د هغه د ځينو نښو له د ډي اېن اې ازموینې پس دا جوته شوه چې نثار د فرشتې قاتل دی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په جوزجان ولایت یې کې د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته دا هم وویل چې د دغې پروژې په پلي کولو سره به ۵۰ مېګاواټه برښنا هم تولید شي:"دا مستهلکینو ته د ګازو د رسولو پروژه ده چې دوی ته به له افغان تصدیو ګاز رسول کېږي او دوی به ترې انرژي تولیدوي، دا پروژه د ۱۲میاشتو لپاره ده." ښاغلی مطفي وایي، د دې پروژې په پلي کولو سره به په جوزجان ولایت د هایدروکاربن «نفتو» څاګانې رغول کېږي چې ۱۶مېلیونه ډالر لګښت پرې راځي. Читать дальше...
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ښځو د حقونو د تضمین په اړه، په دوحه کې د سولې د بینالافغاني ناستې ګډ پریکړهلیکونه، یو لړ ورته والی او توپیرونه لري.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости