Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2019

Новости за 01.09.2019

۱۰۰ کاله لوړې ژورې

Pa.azadiradio.com 

د آزادۍ راډیو د مستند فلم دویمه برخه- چې په تېره یوه پېړۍ کې په افغانستان کې د ښځو د ژوند پر کږلېچونو رڼا اچوي، دلته لیدلای شئ.

په کندز کې نښتو د شمال زون لارې بندې کړي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې نښتو د افغانستان د شمال زون لارې بندې کړي. په کندز کې د دوه ورځنیو جګرو د لاسه موټرچلوونکي او مسافرین نشي کولی چې کندز، بغلان او ځينو نورو شمالي ولایتونو ته ولاړ شي. د لازیاتو جزیاتو لپاره د شفیع کریمي راپور وګورئ



چارواکي: په کندهار کې ۴ غلچکي بريدګر او ۵ وسله وال طالبان نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنيه قومانداني وايي، څلور مشکوک غلچکي بريدګر او پنځه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي. د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه مشکوک کسان د يوې اوونۍ په لړ کې نيول شوي دي. دی وایي: په نيول شويو کسانو کې ٤ تنه غلچکي بريدګر دي چې د ښار په حوزو کې يې پر پوليسو غلچکي بريدونه کول چې ځيني پوليس د دوى له کبله شهيدان او ځينې ټپيان شوي دي، ٥ تنه يې جنګي طالبان وو چې په ولسواليو کې جنګېدل. ښاغلى بارکزى وايي، نيولو شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى. بل خوا... Читать дальше...

شکرالله د ژوندي پاتې کېدلو لپاره کار کوي

Pa.azadiradio.com 

۱۶کلن شکرالله د بدخشان اوسېدونکی دی چې نیمه اوونۍ کار کوي او نیمه نوره د خپلې روښانې راتلونکې لپاره درس وایي. په دې اړه نور حال له بدخشانه د نعمت الله احمدي په راپور کې وګورئ.

فعالانو د پښتنو پر مسلو د جرګې جوړولو غوښتنه کړې

Mashaalradio.com 

په پېښور کې مدني فعالانو د اګست پر ۳۱مه په غونډه کې غږ کړی چې د پاکستان پښتون ملتپاله ګوندونه دې یوه جرګه وکړي چې د سیمې د پښتنو مسلو د هوارولو لارې وموندل شي. غونډې ته پښتون ولسي تحریک مشر سید عالم مسود په وینا کې وویل، د پاکستان او افغانستان پښتانه بل جنګ نه غواړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.



د فرانسې ولسمشر له خپل ایراني سیاله د زغم غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په سيمه کې کړکېچ روان دى، د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون د ايران له ولسمشر حسن روحاني د زغم ښوولو غوښتنه وکړه. د ايران ولسمشر له اروپا غوښتي چې د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي. د فرانسې د جمهوري رياست دفتر پرون ويل چې ولسمشر مکرون په يوه ټیليفوني مکالمه کې له خپل ایراني سیاله وغوښتل چې د يمن جګړې په اړه مذاکراتو ته د هڅونې لپاره هم ضروري اقدامات ترسره کړي. ويل شوي چې په دغو خبرو کې مکرون له ايرانه دا غوښتنه هم کړې چې د لبنان په مسئله کې پراخ زغم... Читать дальше...

په بريتانيا کې د بورېس جانسن پرضد لسګونو زرو کسانو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په بريتانيا کې لسګونه زره کسان لارو سړکونو ته په مظاهرو راووتل. دوى د صدراعظم بوريس جانسن پر هغه جنجالي اقدام اعتراض کړی چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په درشل کې يې د بريتانيا د پارلمان د تعليق غوښتنه کړې.  په زرګونو کسان پرون د لندن سړکونو ته راووتل او ګڼو اعتراض کوونکو شعار ورکاوه: بوريس جانسنه، شرم درته په کار دى. د مظاهرې يوې برخه والې چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رويټرز خبري اژانس ته وويل: په هغه شکل چې بوريس جانسن او د هغه حکومت هڅه کوي دلته په بريتانيا کې ډيموکراسي کمزورې کړي، زه ډېره په غوصه يم. Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت: پلخمري کې د طالبانو برید په شا تمبول شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، د بغلان د مرکز پلخمري په څنډو کې د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبول شوې ده. دغه رياست نن (یکشنبه، وږی ۱۰مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د سهار له دوو بجو، شاوخوا ٤٠ وسله والو پر دوو سيمو برید پیل کړ چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول. ملي امنيت وايي امنیتي ځواکونو د زمان خېل او حسين خېل سيمې تصفيه کړي او تر اوسه ٣ تنه وسله وال وژل شوي، دوه نيول شوي او پنځه نور ټپيان دي. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي نن ازادي راډيو ته وويل: تېره شپه دښمن... Читать дальше...

حکومت د پټروليم مصنوعاتو بېې کمې کړې

Mashaalradio.com 

د پاکستان د خزانې وزارت د خبرتیا له مخې د ډيزلو په بیه کې پنځه روپۍ ۶۳ پېسې، د پټرولو په نرخ کې څلور روپۍ ۵۹ پېسې او د خاورو د تيلو په نرخ کې څلور روپۍ ۲۷ پېسې کمی

د سعودي په مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثيانو يو پوځي هدف بمبار کړى

Pa.azadiradio.com 

په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف نن وويل چې د پلازمېنې صنعا په جنوب کې يې د حوثي ياغيانو يو پوځي هدف بمبار کړى دى. يو حوثي ياغي وايي، په دې بمبارۍ کې چې په دمار ښار کې پر يوه توقيفځاى شوې، لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي دي. د الحديري په نوم يوه حوثي المسيره ټلويزيون ته چې د حوثي ياغيانو پلوي کوي، په خبرو کې ويلي: له نړېدلې ودانۍ ٦٠ مړي ترلاسه شوي او ٥٠ کسان ټپيان شوي دي. د يمن لپاره د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر فرانز راخون شټاين ويلي، دى د وضعيت د ارزونې لپاره دمار ښار ته روان دى. ... Читать дальше...

د تورخم دروازه د ۲۴ ساعتونو لپاره په ازمایښتي ډول پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا صوبايي چارواکي وايي، سبا دوشنبه د سپټمبر له دوهمې نېټې راهیسې به د تورخم دروازه په ازمایښتي ډول د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانېږي. د خیبر پښتونخوا صوبايي چارواکو تر هغې وروسته د تورخم دروازې د ۲۴ ساعتونو لپاره د پرانیستلو خبر ورکوي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د روان کال په پیل کې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د دغې دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلو اعلان وکړ. پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د تورخم دروازې ۲۴ ساعته پرانيستل د دواړو ګاونډیو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Юлия Савичева

«Прыгала, как сумасшедшая»: Юлия Савичева рассказала об исполнении давней мечты в шоу «УТРО. ТНТ»





Rss.plus
Динамо

Футболисты ФК «Динамо Пушкино» заняли второе место в межрегиональном турнире Laffy Cup 2024




Пентагон обвинил Россию в запуске противоспутникового оружия

В Азии преобладают покупки, нефть дешевеет

"Они его съедают": Армия встала за обвиненного в мошенничестве генерал-майора Ивана Попова

Центр Всероссийского музея А. С. Пушкина откроется в библиотеке-читальне




وسله والو طالبانو تېره شپه د پلخمري ښار پر دوو سیمو حمله وکړه

Pa.azadiradio.com 

وسله والو طالبانو تېره شپه د پلخمري ښار پر دوو سیمو حمله وکړه. د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې حمله کوونکي له منځه یوسي. ده وویل: د تېرې شپې په شااوخوا یوه بجه دښمن چې د پلخمري ښار په دوو برخو کې پټ شوی و، حمله وکړه، دا بریدونه د کندز د حملو په شان نه دي، یوازې په دوو ساحو کې حمله کوونکي ځای پر ځای شوي او پر امنیتي ځواکونو او خلکو ډزې کوي. د کورنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې سیمه ژر تر ژره تصفیه کړي. Читать дальше...

رحیمي: د کندز ښار په بشپړ ډول له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار په بشپړ ډول د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی دی. د کورنیو چارووزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، د کندز ښار او لمنو په تصفیوي عملیاتو کې یې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي. ښاغلي رحیمي ازادي راډیو ته همداراز وویل، د کندز د چوک د تېر ماښام په انتحاري حمله کې د کندز د امنیې قوماندانۍ ویندوی سید سرور حسیني وژل شوی دی. د ده په وینا، په دې برید کې د کندز امنیه قوماندان منظور ستانکزی ټپي شوی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی. د کندز په دې انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۰ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول. Читать дальше...

د امریکا او طالبانو مرکچیان د نهايي موافقې په درشل کې دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او طالبانو مرکچیان د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نهايي موافقې په درشل کې دي. د راپورونو له مخې، دواړو خواوو تېره شپه ناوخته خپلې خبرې پای ته ورسولې. زلمي خلیلزاد د خبرو په پای کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: موږ د یوې داسې موافقې په درشل کې یوو چې تاوتریخوالی به کم کړي او افغانانو ته به لاره پرانیزي چې د یوې دوامدارې او ویاړمنې سولې لپاره خبرو ته کېني. خلیلزاد دا هم ویلي چې له طالبانو سره د نهم یا وروستي پړاو خبرو په اړه د سلامشورو لپاره به نن یکشنبه کابل ته راشي. Читать дальше...

د امریکا پوځ په سوریه کې د القاعدې د مشرانو پر استوګنځي برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ وايي، د سوریې د حلب ښار په شمال کې یې د القاعدې د مشرانو پر یوه استوګنځي برید کړی دی. راپورونه وايي چې په برید کې شااوخوا ۴۰ سختدریځي وژل شوي دي. د امریکا د قواوو مرکزي قوماندانۍ پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دې عملیاتو کې په سوریه کې د القاعده هغه مشران په نښه شول چې پر امریکايي اتباعو، شریکانو او بېګناه ملکیانو د حملو مسؤلیت په غاړه لري. په بیان کې همداراز راغلي چې د دې ځای له منځه تګ به د نورو حملو او د سیمې د بې ثباته کولو لپاره د دې ډلې توان کمزوری کړی.



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юлия Савичева

«Прыгала, как сумасшедшая»: Юлия Савичева рассказала об исполнении давней мечты в шоу «УТРО. ТНТ»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала свое место в новом мировом рейтинге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России