د چېک جمهوریت کوتنا غره کې د لسګونه زره انسانانو هډوکي
د چېک جمهوریت د کوتنا غره په پخوانۍ ودانۍ کې د شاوخوا ۴۰ زره کسانو هډوکي پراته دي. دا خلک د ۱۴مې او ۱۵مې پېړۍ په مذهبي جنګونو کې وژل شوي ول او هم هلته یې ښخ کړي ول. د رویټرز اژانس ویډیو.
د چېک جمهوریت د کوتنا غره په پخوانۍ ودانۍ کې د شاوخوا ۴۰ زره کسانو هډوکي پراته دي. دا خلک د ۱۴مې او ۱۵مې پېړۍ په مذهبي جنګونو کې وژل شوي ول او هم هلته یې ښخ کړي ول. د رویټرز اژانس ویډیو.
عمران خان د سېپټمبر پر ۲۹ مه نېټه اسلام اباد ته ورسېد چې پر هوايي ډګر يې د ګوند غړو هرکلی وکړ.
د افغانستان د جنوبي ولایت غزني لسګونو اوسېدونکو په خواجه عمري ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د ولسي خلکو پر وژل کېدو اعتراضي لاریون وکړ. د غزني والي هم ولسي مرګ ژوبله تائیدوي، خوايي په دغه برید کې د دولت پنځه مخالفان وژل شوي دي.
رایه ورکوونکي له نوماندانو غواړي چې د ټاکنو پایلې ومني او وضعیت کړکېچن نه کړي. شفیع کریمي کابل ښار کې له خلکو سره خبرې کړي او دا راپور یې چمتو کړی دی.
د پېښور په کارخانو مارکېټ کې د افغانستان شیریخ یا ایسکریم یو شمېر دوکانونه دي چې ګڼ خلک ورځي. دا شیریخ د پیتلو په یوه لوښي کې تیارېږي چې پکې چیني (بوره)، شیدې، شهد او وچې مېوې اچول کېږي. په اړه یې ویډیو وګورئ.
د يمن د بهرنيو چارو نوي وزير محمد عبداله الحضرمي د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو په نیوکې سره ژمنه وکړه چې حکومت به د دغه هېواد د تجزيې هره هڅه شنډه کړي.
په پېښور کې د ډاکټرانو تر کاربندیز وروسته په روغتونونو کې د داخل شوو ناروغانو خپلوان وايي چې تر اوسه ورته لا څه ستونزې نه دې پېښې شوې خو د دوي په وینا ، حکومت دې د ډاکټرانو د هړتال ختمولو لپاره څه حل پیدا کړي. ډاکټران وايي اوس دوی دا فېصله هم کړې ده چې شخصي کلینیکونه به هم بندوي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث پرې رپورټ لري.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رأی اچونې له مرکزونو د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد بهیر به تر راتلونکو دریو ورځو پورې بشپړ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ټول هغه افغانان ستایلي چې پرون د سپټمبر په ۲۸مه یې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رأیه ورکړه.
د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزیرې شېرین مزاري ویلي چې د ماشومانو ځورول کېده لا هم د پاکستان تر ټولو لویه مسله ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سپټمبر پر ۲۷مه د امریکا په نیویارک کې د ملګري ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړه.
کابل چاپ نننیو ټولو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د تېرې ورځې د ټاکنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
په زابل او ارزګان کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. وسله وال د افغان او نړيوالو ځواکونو په هوائي او توپچي عملياتو کې د زابل په ارغنداب او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې مړه او ژوبل شوي دي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي وایي چې په دغو عملياتو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. --
په افغانستان کې د سپټمبر پر ۲۷مه د ولسمشرۍ انتخابات تر سره شو. د ټول هیواد په څېر په خوست کې هم ولس د خپلې خوښې نوماندانو ته خپلې رایې ورکړې. د مشال راډیو خبریال نجیب الله الوخېل پرې رپورټ لري.
یو شمېر په دې باور دي چې په دې موده کې ستونزې زیاتې شوي، خو ځيني نور بیا وایي چې ښاغلي غني اساسي کارونه کړي.
د ازادي راډیو موندنې ښيي چې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ په ۲۷ ولایتونو کې نږدې ۸۰۰ ټاکنیز مرکزونه تړلي وو.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو یو راپور خپور کړی چې په کې یې ویلي، امنیتي اندېښنو په دې انتخاباتو کې د خلکو پر ګډون اغېز کړی و.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان خلک چې پرون یې په ټاکنو کې ګډون وکړ، ستایلي دي. سټولټنبرګ پرون د سپټمبر په ۲۸مه پر ټوېټر لیکلي چې ناټو تړون په افغانستان کې سولې ته د شرایطو د برابرولو لپاره د دې هېواد ترڅنګ ولاړ دی. په کابل کې د امریکا سفارت هم افغانانو ته د زړورتیا لپاره چې د تهدیدونو په اوج کې له کورونو ووتل او دخپل ډموکراتیک حق لپاره یې رأیه ورکړه، مبارکي ویلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما ویلي چې وخت، سړې سینې او حوصلې ته اړتیا ده، تر څو د انتخاباتو... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان په چمن کې پرونۍ چاودنه چې د جماعت علماء پاکستان ګوند مشر مولانا محمد حنیف په کې ووژل شو، غندلې ده. جماعت علماء پاکستان ګوند د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مخالف دی. پاکستاني پولیس وايي چې پرون د سپټمبر په ۲۸مه د چمن په تاج روډ سیمه کې په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ کسان زخمیان شوي دي. پولیسو ویلي چې بم په یوه موټرسایکل کې پټ شوی و. چاودنه په داسې وخت کې شوې چې مولانا حنیف له یوې ودانۍ د وتلو په حال کې و او دوه نور وګړي هم ورسره ملګري وو او هغوی هم وژل شوي دي.... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره د ټيليفوني خبرو په تړاو د استیضاح لپاره پر څېړنو سخت انتقاد وکړ او هغه یې د امریکا د سیاست په تاریخ کې تر ټولو ستره دسیسه وبلله. ادعا شوې چې ښاغلي ټرمپ د دې لپاره چې د اوکراین حکومت د ده د سیاسي مخالف په اړه د تحقیقاتو د کولو په خاطر تر فشار لاندې راولي، دې هېواد ته یې د پوځي مرستې مخه نیولې وه. ولسمشر ټرمپ په ټولنیزه شبکه کې په یوه ۳۸ ثانیه يي ویدیويي پیغام کې ویلي، ډموکراتان غواړي چې هر څه په خپل لاس کې واخلي. ډموکراتانو تېره اوونۍ د امریکا... Читать дальше...
په یمن کې شیعه حوثي ملېشه ادعا کوي چې د سعودي عربستان جنوبي ولایت نجران ته نږدې یې سترې حملې کړي او زیات شمېر پوځيان او پوځي موټر یې نیولي دي. د حوثيانو د پوځ ویاند پرون د سپټمبر په ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي چې په حمله کې د "دښمن درې منصبداران" وژل شوي دي. د سعودي په مشرۍ ائتلاف تر اوسه په دې اړه خبرې نه دي کړي. د سعودي په مشرۍ عربي ائتلاف له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په یمن کې د حوثي ملېشه ځو اکونو پر ضد عملیات کوي او زرګونه کسان په دې کړکېچ کې وژل شوي دي. په یمن کې د روان بحران له امله ميلیونونه وګړي په یوه بشري بحران کې راګیر دي.
د تېلو د سترو ټانکرونو لېږدونکې بېړۍ چې د بریتانیا تر بیرغ لاندې یې حرکت کاوه او ایران نیولې وه، د متحده عربي اماراتو بندر ته ورسېده. دا بېړۍ تقریباً دوه میاشتې وړاندې د ایران سمندري ځواکنو بندر عباس ته نږدې نیولې وه. بېړۍ د سپټمبر په ۲۷مه د ایران له اوبو وخوځېده او پرون د دُبۍ اوبو ته ورګډه شوه. د متحده عربي اماراتو بندر ته د بېړۍ د رسېدو خبر په بېلابېلو وېبپاڼو خپور شوی دی. د هغه شرکت مشر چې دا بېړۍ یې مربوطه ده، رسنیو ته ویلي چې ټول کارکوونکي يې ایران خوشې کړي، ښه دي او په امن کې دي. په بېړۍ کې د سپرو کسانو نومونه نه دي خپاره شوي. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ټول هغه افغانان ستایلي چې پرون د سپټمبر په ۲۸مه یې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رأیه ورکړه.
د ایران حکومت پر امریکا له دې امله انتقاد کړی چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ته يې اجازه ور نه کړه چې د نیویارک په یوه روغتون کې د بستري ایراني ډيپلومات ليدنې ته ورشي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости