په عراق کې حکومت ضد مظاهرو د درېیمې ورځې لپاره دوام وکړ
په عراق کې د حکومت له خوا اعلان شوي ګرځبندیز سره سره نن حکومت ضد مظاهرو د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره دوام وکړ.
په عراق کې د حکومت له خوا اعلان شوي ګرځبندیز سره سره نن حکومت ضد مظاهرو د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره دوام وکړ.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، نن به په پلازمېنه کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کار پيل شي. د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي قطبالدین رویدار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټول کارکوونکي بوخت دي، د شکایتونو ډولونه تصنیف یا طبقهبندي کوي، انشاءالله دغه کټهګوري به ژر خلاصه شي او نن ورځ به د شکایتونو د څېړنې کار پيل شي چې په ځینو ولایتونو کې دا کار پیل شوی دی." اخوا د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیاله ویانده زرمینه کاکړ وايي، هغه وېډیوګانې به هم مستندې شي چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي. Читать дальше...
فارین پالیسي د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه لیکنه کړې ده او پوښتنه کوي چې دا انتخابات د اعتبار وړ دي؟
د روسیې صدراعظم دیمتري میدویدیف نن کیوبا ته ورسېد. نوموړی به په دغه دوه ورځني سفر کې د کیوبا له ولسمشر میګیل دیاز کانیل سره خبرې وکړي، د هاوانا د انرژۍ له یوې پروژې به کتنه وکړي او هم به د نېشنل کاپیټال ودانۍ وګوري چې مسکو یې ورته د سرو زرو ګنبد ډالۍ کړی دی. په هغه بیان کې چې د روسیې د حکومت په ویبپاڼه کې خپور شوی، ویل شوي چې میدویدیف به د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، انرژۍ، ټرانسپورټ، فرهنګ، بشري چارو او ځینو نورو برخو کې د روسیې – کیوبا پر همکاریو خبرې وکړي. کیوبا ته د میدویدیف د سفر په ترڅ... Читать дальше...
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. روېټرز خبرې اژانس د عیني شاهدانو له قوله وایي چې دغه چادونې به زرغون نومي سیمه کې چې دولتي ودانۍ او د بهرنیو هېوادونو سفارتونه دي، شوي دي. د دغو چاودنو په اړه تراوسه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو هغه وروسته له هغې کېږي چې د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د تېرو دوو ورځو قهرجنو مظاهرو وروسته چې د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ تاوتریخوالي کې نهه تنه مړه او شااوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شول، د ماښام له اتو بجو وروسته په بغداد او د عراق په جنوب کې ګرځبندیز اعلان کړی دی. Читать дальше...
افغان چارواکي په روسیه کې د افغانستان په اړه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ترمنځ د څلور اړخیزې ناستې په اړه وایي چې د افغان دولت له حضور پرته دغهشان غونډې مثبتې پایلې نهلري. د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتېژیکو اړیکو عمومي مشره ناجیه انوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "تېرو تجربو وښودله چې په هغو پروسو کې چې د افغان دولت مالکیت او محوریت پهکې نهوي، بریا به ونهلري، تر دې وړاندې هم د دا شان ناستو او مذاکراتو شاهدان وو چې هېڅ لاسته راوړنهیې نهدرلوده." د سولې... Читать дальше...
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اکتوبر پر دوهمه مشال راډیو ته ویلي دي که زلمی خلیلزاد وغواړي نو دوی ورسره د پاکستان سفر پر مهال لیدو ته تیار دي.
تر دې وړاندې هغو ایرانیو ښځو چې له بهرنیانو سرهیې واده کاوه، اجازه نهدرلوده چې خپلو ماشومانو ته د ایران د تابعیت غوښتنه وکړي.
د روسیې حکومت ویلي چې د افغانستان د بحران د حل لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دريځ ملاتړ کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د اکټوبر په ۲مه د ولادي نړیوال بحث کلب ته په خبرو کې وویل چې له ډېرو امکاناتو سره هم د افغانستان کړکېچ نهدی حل شوی. د روسیې د خبري اژانس تاس په حواله لاوروف ویلي چې غرب تقریباً ۲۰ کاله په افغانستان کې هڅې وکړې، خو په بشپړ ډول ناکام شو او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې خبره ښه پوهېږي. تاس اشاره کړې چې حامد کرزي تر دې وړاندې په یوه بیان کې ویلي... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تأیيد کړه چې په بغلان کې د ولایتي شورا مرستیال او د پلخمري د سیمهيیزو پولیسو د مشر ترمنځ وسلهواله نښته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون د اکټوبر په ۲مه پر ټویټر ولیکل چې په نښته کې د بغلان د ولایتي شورا مرستیال او د پلخمري د سیمهییزو پولیسو مشر ټپيان شوي دي. په نښته کې د پلخمري د سیمهییزو پولیسو د مشر ورور وژل شوی دی. نصرت رحیمي د نښتې د علت په اړه معلومات نهدي ورکړي، خو پر ټویټر یې لیکلي چې د کورنیو چارو د وزارت د یوه مرستیال په مشرۍ پلاوی د مسئلې د څېړنې لپاره ټاکل شوی دی. Читать дальше...
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ویلي چې د ټاکنو په ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیت په اړه هېڅ شکایت نهدی ثبت شوی. ولسمشر غني پرون د اکټوبر په ۲مه ماښام په ارګ کې په یوه غونډه کې له امنیتي ځواکونو او هغو والیانو مننه کړې چې په انتخاباتو کې یې لاسوهنه نهده کړې. ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه یا د میزان په شپږمه وشوې. د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول په دندو ګمارل شوي وو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې وسلهوالو... Читать дальше...
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ډونالد ټرمپ د دې پرېکړې ملاتړ کړی چې له طالبانو سرهیې د سولې مذاکرې لغوه کړې. د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د سپټمبر په پیل کې له طالبانو سره مذاکرې لغوه کړې. حمد الله محب د امریکا له نشنل پبلک راډیو (NPR) سره په مرکه کې ویلي چې د افغانانو لپاره د سولې پرېکړه باید د افغانانو منتخب مشران وکړي. حمدالله محب وویل: "که سوله داسې وشي چې د ټولنې یوه برخه پهکې وي او بله دښمنه کړي، جګړه به دوام وکړي، نو موږ پر داسې سوله کار کوو چې ټول افغانان... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د لاسوهنې خبره د خندا وړ بللې ده. په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دي. ولادیمیر پوتین پرون د اکټوبر په ۲مه په مسکو کې یوې غونډې ته وویل چې د امریکا د عدلیې وزارت ځانګړي سلاکار رابرټ مولر پر روسیې تور پورې کړی و چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې لاسوهنه کړې او د بیا تکرار له امکانهیې اندېښنه څرګنده کړې وه. پوتین پرون وویل چې د مولر دا بیان د تأثر وړ نه، خو د خندا وړ دی. د امریکا... Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد یې د اټمي موافقې د پیاوړي کولو لپاره د اروپا له پلانه ملاتړ کوي. امریکا تېر کال اعلان وکړ چې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو اټمي موافقه نیمګړې ده او ورڅخه ووته. خو د موافقې اروپايي غړي هڅه کوي چې په بشپړ ډول د موافقې د لغوه کېدو مخنیوی وکړي. حسن روحاني پرون د اکټوبر په ۲مه وویل چې د فرانسې د جمهور رئیس له لوري وړاندې شوی پلان اغېزناک دی چې له اټمي وسلو د ایران منعه کول، د سیمهییز امنیت پیاوړي کول، د امریکا د تحریمونو لغوه کول او په بېړني ډول د ایران د تېلو د صادراتو پیلول پهکې شاملېږي. Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي کمېسيون غړو تهیې بلنه ورکړې چې اسلاماباد ته ورشي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости