نامعلومو وسله والو په کندهار کې دوه پوليس ووژل
نامعلومو وسله والو په کندهار کې دوه پوليس ووژل. پر يادو پوليسو برید نيم ساعت مخکي د کندهار د اتمي امنیتي حوزې اړوند د فاضل کندهاري مکتب په سيمه کې شوی. د اتمي امنیتي حوزې د پوليسو يوې سرچينې ازادي راډيو ته وويل چې د مالک په نوم د سرپوزې زندان د ساتني د یوې پوستې قوماندان او د هغه يو ساتونکی نن سهار د وسله والو په بريد کې وژل شوي دي. سرچينه وایي، بريدګر له پېښي وروسته تښتېدلي دي. د کندهار امنيتي مسؤلینو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. تر اوسه د پېښي مسؤليت هم چا نه دی منلی.