Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2019

Новости за 15.10.2019

بلغاریا کې له توکمیز تبعیض سره مخ د انګلستان فوټبال لوبډله، بریالۍ شوه

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د فوټبال لوبډله پرون د اکټوبر په ۱۴مه په بلغاریا کې له توکمیز تبعیض سره مخامخ شوه، یو شمېر خلکو ښکنځل ورته وکړل او د بیزوګانو نارې یې ورووهلې، خو له دې سره‌یې هم لوبه وګټله. مسابقه دوه واره وځنډول شوه او ریفري خبرداری ورکړ چې که خلک کرار نه‌شول، لغو به‌یې کړي. د انګلستان لوبډله د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره د غوراوي په مسابقو کې برخه لري. دا مسابقې په بلغاریا کې روانې دي. د انګلستان لوبډلې پرونۍ سیالي په شپږو ګولونو د صفر په مقابل کې وګټله. د اروپا د فوټبال د اتلولۍ مسابقې کال ته کېږي.

افغانستان کې د خوارځواکۍ او خوراکي موادو قحطۍ په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د کوچنیانو خوارځواکي او د خوراکي موادو قحطي د شدیدې اندېښنې وړ بللې دي. له کوچنیانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې، یونېسف نن د اکټوبر په ۱۵مه په یوه راپور کې ویلي چې هر کال په افغانستان کې دوه میلیونه تر پنځه کلن کمر عمره نجونې او هلکان د سم خوراک د نشتوالي له امله مناسبه وده نه‌شي کولائ. شپږ لکه کوچنیان له شدید خوارځواکۍ څخه کړېږي. د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د څېړنو پر اساس موندلې چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو د کم عمره کوچنیانو... Читать дальше...



روسی فلم جوړوونکی سریبرینیکوف د فرانسې تر ټولو معتبره جایزه وګټله

Pa.azadiradio.com 

روسي فلم جوړوونکي او د تیاتر ډایرکټر، کرېل سریبرینیکوف د فرانسې تر ټولو معتبره جایزه وګټله. پر کرېل د روسیې حکومت د اختلاس او مالي فساد تور لګولی دی. هغه ته په روسیه کې د فرانسې د سفیر، سلفي بيرمن په کور کې [Legion of Honor] جایزه ورکړل شوه. کرېل سریبرینیکوف د روسیې په فرهنګي کړیو کې یو مهم سړی دی. هغه له روسیې بهر، په ځانګړي ډول د فرانسې له فلم جوړوونکو او د تیاتر له نندارتونونو سره د کار کولو لپاره شهرت لري.

ټرمپ: ترکیه دې په بیړني ډول سوریه کې عملیات ودروي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ترکیې غوښتي چې سوریه کې خپل پوځي عملیات بیړني ډول ودروي. د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس وايي چې د امریکا ولسمشر د ټېلفون له لارې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره خبرې کړي دی. ښاغلي پنس ویلي، ښاغلي ټرمپ په شدید لحن له اردوغان سره خبرې وکړې. د امریکا مرستیال ولسمشر همداراز وايي چې د منځني ختیځ د کړکېچ په تړاو منځګړیتوب لپاره به ډېر ژر سیمې ته سفر وکړي. وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي چې شاوخوا ۱۰۰۰ امریکايي سرتېري به چې د سوریې له شمال څخه وځي، په منځني ختیځ کې پاتې شي ترڅو د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي. Читать дальше...

د اتریش پولیسو یو افغان د یوه کس د وژلو او یوه بل ټپي کولو په تور نیولی

Pa.azadiradio.com 

د اتریش پولیسو د افغانستان یو تبعه په دې تور نیولی چې یو کس یې وژلی او د لینز ښار د پناه غوښتونکو کمپ یو کارکوونکی یې ټپي کړی دی. پولیسو ویلي، تورن کس د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۴مه) د چک پولې ته څېرمه د وولوویتز سیمه کې چاقو په لاس د پناه غوښتونکو پر یوه کمپ حمله وکړه او یو کس یې ټپي کړ.  وروسته پر سایکل له سیمې وتښتېد او د یوه بل کس تر وژلو وروسته یې د هغه موټر له ځان سره یووړ. پولیسو د دغې پېښې د علت په اړه پلټنې پیل کړې دي.

"د اوکراین حکومت په ختیځو سیمو کې د جګړو ختمېدل غواړي خو نه په هره بیه"

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې اروپایې پارلمان ته ویلي چې کیف د اوکراین په ختیځ کې د جګړو د ختمیدو په لټه کې دی، خو نه په هره بیه. وادیم پریستایکو د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۱۴مه) د یاد پارلمان د بهرنیو چارو کمیټې ته په وینا کې وویل چې هېواد یې خپل قانون د روسیې په خوښه نه بدلوي. د همدې ورځي په لومړیو کې نوموړي په یوې مرکې کې ویلي وو، که کیف او د اوکرایین په ختیځ کې مسکو پلوه بیتون پال وکولی شي اوربند وساتي، د نومبر په نیمایي کې به د سولي خبرې وشي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا هم... Читать дальше...



پولنډ کې د قانون او انصاف واکمن ګوند ټاکنو کې لوړې رایې ترلاسه کړي

Pa.azadiradio.com 

په پولنډ کې د یکشنبې د ورځې د عمومي انتخاباتو رسمي نتایج ښيي چې په داغه هېواد کې د قانون او انصاف په نوم واکمن نشنلست ګوند په ۴۴ سلنه رایو دا انتخابات ګټلي دي. د مدني ایتلاف په نوم د پولنډ د اپوزیسون لویه منځپالې ډله د شمېرل شویو رایو پر بنسټ په دویم مقام کې ده او ۲۷ سلنه رایې یې ګټلې دي. ددې ایتلاف لوی ګوند د مدني پلاټفورم په نوم سوداګري پلوه اپوزیسون ګوند دی چې له ۲۰۰۷ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۵ پورېیې پر پولنډ حکومت وکړ. په دریېم ځای کین اړخې ټلواله ده چې په سلو کې تر ۱۲ زیاتې رایې یې خپلې کړي دي. Читать дальше...

امنیتي ځواکونو د ننګرهار به بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش یو سرګروپ نیولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش اورپکو د یوه مهم سرګروپ د نیول کېدو خبر ورکوي. دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه سرګروپ ابراهیم نومیږي او تېره ورځ د ځانګړو د عملیاتو پر مهال نیول شوی دی. اعلامیه زیاتوي ابراهیم په ګڼو تروریستي بریدونو او تخریبي اعمالو کې لاس درلود. د دولتي چارواکو په خبره له نوموړي وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. په تېرو څو کلونو کې داعش ډلې په افغانستان کې د ګڼ شمېر خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی. د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې داعش او طالبان دواړه فعالیت لري.

روسیه د خپل ستراتیژیک توغندويي ځواک ازمویلو لپاره پوځي تمرینات کوي

Pa.azadiradio.com 

روسیه وایې په روانه اونۍ کې به د درې ورځنيو پوځي تمریناتو په ترڅ کې خپل ستراتیژیک توغندویي ځواک وازمایې. په دې کې به بالستیک او کروز توغندي شامل وي چې له ځمکې، اوبو او هوا څخه به وتوغول شي. د روسیې دفاع وزارت د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۱۴مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ۲۰۱۹ تندر په نوم تمرینات به د اکټوبر له ۱۵مې تر ۱۷مې ترسره شي او شااوخوا ۱۲زره پوځي پرسونل، جنګي کښتۍ، اوبتلې او د ستراتیژیکو اټومي بم غورځونکو په ګډون الوتکي به پکي شاملې وي. مسکو ویلي دغه پوځي تطبیقات د روسیې د قوماندې د جوړښت... Читать дальше...

هالنډ کې محکمې یو ۲۰ کلن افغان په نږدې ۲۷ کاله بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ محکمې یو ۲۰ کلن افغان په ۲۶ کاله او ۸ میاشتو زندان محکوم کړ. نوموړي د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۳۱مه د هالنډ په امستردام ښار کې پر دوو امریکایې سیلانیانو د چړې ګوزارونه وکړل چې وروسته د پولیسو له لوري ټپي او ونیول شو. برید کوونکی چې جاوید اِس نومول شوی، پرون دوشنبه (اکټوبر ۱۴مه) د امستردام د محکمې له لوري د برید پر مهال د زیانونو د اړولو له کبله د ۳ میلیونه یورو په ورکولو هم محکوم شو. د قاضیانو په خبره جاوید اِس په محکمه کې هیڅ ډول پښیماني ونه ښوده او په تکرار یې وویل، که یې مذهب ته سپکاوی وشي، بل وار به بیا هم ورته کار وکړي. Читать дальше...

ملي دفاع وزارت: بدخشان کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله د طالبانو راکټي برید اړولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فاع وزارت وایې، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې نه، بلکې د طالبانو د راکټي برید له امله اوښتې ده. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان آزادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو د یکشنبه په ماښام طالبان په هوایې برید کې په نښه کړل. "د دغه برید په نتیجه کې ۳ طالبان ووژل شول، خو تر برید وروسته طالبانو راکټي حمله وکړه او په سیمه کې له دولتي سرتېرو سره په جګړه شول چې د طالبانو د راکټي برید په نتیجه کې ملکي وګړو ته زیان ورسید." د ښاغلي امان... Читать дальше...

مرکزي سرور ته د رأی ورکوونکو بیومټریک معلوماتو انتقال بهیر به نن بشپړ شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، مرکزي سیستم ته د رأی اچونې څه باندې ۲۶ زره او ۵۰۰ محلونو بیومټریک معلوماتو د انتقال بهیر به نن بشپړ شي. دغه کمیسیون تردې مهاله د ۲۲ زره ۵۸۸ محلونو معلومات انتقال کړي دي.



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

В сказке театра кукол Ульгэр приключения и опасности, интересные знакомства и встречи - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


WTA

Саснович победила на старте квалификации турнира WTA-500 в Берлине



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России