"امریکا د افغانستان پر ټاکنیزو ادارو د هرډول سیاسي فشار مخالفه ده"
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي، واشنګټن د افغانستان په انتخاباتي کمیسیونو کې د هر ډول لاسوهنې او پر دغو کمیسیونو د سیاسي فشار راوړلو مخالفه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي، واشنګټن د افغانستان په انتخاباتي کمیسیونو کې د هر ډول لاسوهنې او پر دغو کمیسیونو د سیاسي فشار راوړلو مخالفه ده.
د اوکراین پوځ پرون وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکرایین په ختیځ کې دوه اوکرایني سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دی. د اوکرایین پوځ پرون ویلي چې پټو نښه ویشتونکو دغه سرتیري وژلي دي. چارواکو ویلي روانه اوونۍ لږ تر لږه اوه پوځیان د اوکرایین په ختیځ کې وژل شوي. د اوکرایین په ختیځ کې جنګونه د ۲۰۱۴ کال په اپرېل کې اوج ته رسیدلي و او لا هم کړکیچ دوام لري. د روسیې ملاتړي اوکرایني جلا غوښتونکو هغه وخت د دغه هېواد په ختیځ کې د دونتیسک او لوهانسک حکومتي ودانۍ نیولې وې. د ملګرو ملتونو سازمان په خبره... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي وکیل رودي جولیاني ویلي چې دوی د ولسمشر د استیضاح په اړه د کانګرس له تحقیقاتو سره همکاري نه کوي.
د غزني ولايت چارواکي وايي د بهرنيو ځواکونو په هوايي حملو کې پنځه طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پرون ناوخته ازادۍ راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې ملکيانو او دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى. ښاغلي نوري وویل: "د ائتلاف هوايي ځواکونو د سه شنبه په ورځ د غزني د ده يک ولسوالۍ په ذاکر سيمه او د مقر ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې دوه هوايي حملې کړې دي. په دغو حملو کې ٥ طالبان وژل شوي او ٢ تنه يې ټپيان شوي دي. د هغوى اړوند درې عرادې موټرسايکلونه او ٧ ميله وسلې هم له منځه تللي دي."... Читать дальше...
یوې لوړپوړې امریکايي ډیپلوماتې الیس وېلز ویلي چې امریکا په افغانستان کې پر انتخاباتي کمیسیونونو د هر ډول سیاسي فشار او لاسوهنې مخالفه ده. د جَنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست مرستیال وزیرې اليس ويلز پرون دا خبره پرون په خپل ټویټرپاڼې باندې کړې ده. مېرمن وېلز زیاته کړې چې امریکا د افغانستان له انتخاباتي کمیسیونونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، ترڅو هغوی په خپلواکه توګه باوري ټاکنیزه پروسه مخته یوسي. اغلې وېلز کابل ته تللې او هلته یې له ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې وزيران ونه توانېدل په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب لپاره البانيا او شمالي مقدونيا ته زمينه برابره کړي. دا د غربي بلاک دغو هېوادونو ته چې تمه لري دا پروسه چټکه شي، يو ګوزار ګڼل کېږي. د پراختيا په چارو کې د اروپايي کميسيون کمشنر يوهانس هان پرون د اروپايي چارو لپاره د وزيرانو تر کتنې وروسته په لوګزامبورګ کې وويل: "دا د اروپا لپاره د عظمت شېبه نه وه." هان وويل، د اروپايي ټولنې اکثريت غړو د کميسيون د توصيې ملاتړ وکړ، خو ونه توانېدل د رايو په اتفاق کومه پرېکړه وکړي. دا درېيم وار دى... Читать дальше...
د روسيې سترې محکمې د هغه اوکرايني وګړي د بند موده رالنډه کړه چې د اوکراين په کريميه سيمه کې چې روسيې اشغال کړې، د جاسوسۍ په تور محکوم شوى و. سترې محکمې پرون حکم ورکړ چې د کوستيان تين دافي دينکو د بند موده له لسو کلونو بايد درېيو کلونو ته راکمه شي. د دافي دينکو مدافع وکيل دیميتري دينزي وويل، د موکل نوم يې د روسيې او اوکراين ترمنځ د بنديانو د تبادلې په ليست کې ورزيات شوى دى. دا لا معلومه نه ده چې دغه بنديان به کله تبادله کېږي. د سپټمبر مياشتې پر اوومه، روسيې او اوکراين په خپلو کې ټولټال ٧٠ بنديان تبادله کړل. Читать дальше...
روسيې له متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان سره د شااوخوا يونیم مليارد ډالرو په ارزښت موافقې لاسليک کړې. ولسمشر ولادیمير پوتين وويل، دغه موافقې يې خليج ته د سفر پر مهال لاسليک کړې دي. هغه په عين حال کې د سعودي عربستان پانګوال هم په روسيه کې پانګونې ته وهڅول. پوتين پرون له ګاونډي هېواد سعودي عربستان څخه ابوظبۍ ته لاړ. هغه په هوايي ډګر کې د متحده عرب اماراتو له وليعهد شهزاده شيخ محمد بن زايد النهيان سره وکتل. شيخ محمد هيله وښوده چې د پوتين دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو پر پراختيا ژور اغېز وکړي. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ختیځ ولایت لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې د طالبانو په موټربم چاودنې کې یو ماشوم او دوه دولتي سرتېري وژل شوي دي. طالبانو ددغه برید مسئولیت منلی دی او دولتي سرتېرو یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دولت مخالفانو نن سهار وختي د علیشنګ ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټربم برید کړی. ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، دغه برید نن سهار شااوخوا شپږ بجې شوی دی. ښاغلي رحیمي ویلي چې په دغه برید کې دوه دولتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا چاودېدونکي توکي په مازدا ډوله موټر کې ځای پرځای شوي وو.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي له بيومټريک دستګاوو، د مرکزي زېرمتون سيسټم ته د رايو د لېږد بهير لا هم نه دى بشپړ شوى. خو د دغه کميسيون د دارالانشا رئيس حبيب الرحمن ننګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ويلي وو چې دا پروسه د سې شنبه تر ماښامه بشپړه شي. بلخوا د انتخاباتو خپلواک کميسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن (چهارشنبه، میزان ۲۴مه) ازادي راډيو ته وويل، د رايو د انتقال پروسه لا هم روانه ده. "تر پرون (سه شنبه) ناوخته پورې د يو مليون څلور لکه ٨٨ زره رايه ورکوونکو معلومات له بيومټريک دستګاوو،... Читать дальше...
روسيه وايي پرې به نه ږدي چې د ترکيې او سوريې ځواکونه په خپلو کې شخړه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سوريې په شمال کې د ترکيې پوځي عمليات شديد شوي دي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د کورنۍ او بهرنۍ همغږۍ چارې چټکې شوې دي. اجرائيه رياست هم وايي، تر ټاکنو وروسته د نوي حکومت يوه دنده به هم د سولې د پروسې بريالي کول وي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости