صربیا د ایرو ایشیا له اقتصادي ټولنې سره د ازاد تجارت موافقه وکړه
د صربیا حکومت د ایرو ایشیا له اقتصادي ټولنې سره چې روسیه یې مشري کوي، د ازاد تجارت موافقه وکړه. صربیا ته اروپايي اتحادیې په مکرر ډول خبرداری ورکړی و چې دا کار دې نه کوي. دا موافقه د صربیا صدراعظمې انا برنابیڅ پرون د اکټوبر په ۲۵مه په مسکو کې لاسلیک کړه. نوې موافقه به د صربیا او روسیې، بیلاروس او قزاقستان د ازاد تجارت د توافق ځای ونیسي. د روسیې د صدراعظم دفتر پرون په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې دا موافقه به له صربیا سره مرسته وکړي چې د ایرو ایشیا د اقتصادي ټولنې له نورو غړو سره په تجارت کې د ګمرکي محصول له درکه پيسې وسپموي.