پاکستان کي په اورګاډي کې د اور لګېدنې له امله ۶۵ کسان وژل شوي
د پاکستان د پنجاب ایالت په رحیم یار خان سیمه کې د (تېز ګام ایکسپریس) په نامه یوه اورګاډي کي د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي او ۳۳ نور تپیان شوي دي.
د پاکستان د پنجاب ایالت په رحیم یار خان سیمه کې د (تېز ګام ایکسپریس) په نامه یوه اورګاډي کي د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي او ۳۳ نور تپیان شوي دي.
پاکستان رېلوې وزير شيخ رشيد احمد جيو نيوز ټيليويژن ته ويلي چې دوه ګېس سلنډران هغه وخت و چاودېدل چې کله د اورګاډي مسافرانو ناشته پخوله.
د افغانستان په جنوب ختیځ پکتیا کې چارواکي وايي، په زرمت ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او درې ټپیان شوي دي. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن (عقرب/لړم ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، ددغو طالبانو او د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېرو ترمنځ جګړه تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په سرکۍ سیمه کې شوې ده. ښاغلي حسرت وویل، په جګړه کې د پوځ یو سرتېری هم ټپي شوی دی. طالبانو ویلي چې ددوی اورپکو د دولتي ځواکونو پر کاروان برید کړی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴ دولتي عسکرو د وژل... Читать дальше...
نیویارک ټایمز طالبانو ته د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت د نوي وړاندیز مساله څیړلې ده.
د بشري حقونو د څار ډله وايي، د امریکا د مرکزي استخباراتو له ملاتړه برخمنې افغان قطعې په بې محاکمې وژنو، په زور د خلکو په بې درکه کولو، بې توپیره هوايي حملو او د بشري حقونو په نورو سرغړونو کې لاس لري. د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپل راپور کې، چې نن (پنجشنبه) یې خپور کړ، د دغو قطعو د فسخه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د سي آی اې له ملاتړه د دغو برخمنو ځواکونو ۱۴ قضیې څېړلي دي. د بشري حقونو د څار ډله وايي، دغو ځواکونو د جنګي مقرراتو... Читать дальше...
د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په څو جلا عملیاتو کې یې د ۲ پاکستانیانو په شمول ۱۳ وسله وال نیولي دي. د کندهار د پولیسو ویندوی جمال ناصر بارکزي پرون (چهارشنبه) خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې دوه پاکستانیان هم شته چې مسیر او محمدعبدالله نومېږي او د ده په وینا کندهار ته د جاسوسۍ لپاره ورغلي وو. ده همداراز ادعا وکړه چې له دغو دوو تنو څخه یو یې د پاکستان د پولیسو غړی دی.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې پرون په یوه چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه ټپیان شول. د کندهار د پولیسو ویندوی جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، پرون ماسپښین په یوه موټرسایکل کې د اېښودل شوي بم په چاودنه کې ۷ ملکیان ژوبل شول. ویل کېږي چې د حملې هدف د کندهار ښار د اتمې حوزې د پخواني امر جاجو ورور و، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی. تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د ټویټر عملیاتي رييس جګ دورسي پرون (چهارشنبه) وویل، په دې ټولنیزه شبکه کې هر ډول سیاسي تبلیغات منع کوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي دورسي وویل، ټولنیزې شبکې تبلیغ کوونکو ته غیرعادلانه لوړوالی ورکوي چې په منحرفوونکو معلوماتو خلک تر اغېز لاندې راولي. تر دې وړاندې د روان اکتوبر په لومړیو کې د فیسبوک عملیاتي رييس مارک زاکربرګ د امریکا په کانګریس کې د فیسبوک له لارې د سیاسي تبلیغاتو له بندېدو سره مخالفت وکړ، ویې ویل چې سیاستوال حق لري چې په فیسبوک کې د بیان ازادي ولري.
د جاپان په شوري لرغونې کلا کې نن سهار اور ولګېد او نژدې ده چې د یونسکو له لوري د نړیوالو میراثونو په لیست کې دا شامله لرغونې ودانۍ ویجاړه کړي. دا کلا د جاپان په جنوب کې په اوکیناوا ټاپو کې ده. جاپاني رسنۍ وايي، د اور لمبې د ودانۍ په اصلي برخه کې بلې شوي دي. تراوسه د اورلګېدو علت نه دی څرګند.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین په ختیځ کې د جګړې له لومړۍ کرښې د اوکرایني ځواکونو او د روسیه پلوو بېلتون غوښتونکو د وتلو هرکلی وکړ. دواړو خواوو پرون د لوهانسک په سیمه کې د جګړې له کرښې د شاته کېدو بهیر پېل کړی دی. ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې مسکو هم خپل ټول ځواکونه د اوکراین له ختيځه وباسي. د ناټو عمومي منشي پرون د اکټوبر په ۳۰مه، د اوکراین په بندري ښار ادېسه کې خبریالانوته وویل: "ناټو په زغرده وايي چې روسیه ځانګړی مسئولیت لري چې خپل ټول ځواکونه او پوځي مامورین له ختيځ اوکراینه... Читать дальше...
د فراه یوشمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د ښار د صنعتي ښارګوټي ځمکه په غیر قانوني ډول یوشمېر خلکو ته وېشل شوې او په بدل کې یې رشوت اخیستل شوې دي. د فراه یوشمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، په صنعتي ښارګوټي کې د فابریکو او صنعتي کارخانو پر ځای ځینو زورواکو پر قانون تیری کړی او شخصي کورونه او باغونه يې جوړ کړي دي. د فراه اوسېدونکي، صدیقیار وویل، "دلته متاسفانه، هېڅ پوښتنه نه ده شوې او دا ښارګوټی په شخصي استوګنځای بدل شوی دی." د فراه والي محمد شعیب ثابت پرون د اکټوبر په ۳۰مه ازادي راډیو ته وویل چې... Читать дальше...
د فارس په خلیج کې د امریکا متحده ایالتونو شپږو متحدو هېوادونو پر ۲۵ شرکتونو بندیزونه ولګول چې د ایران له سپاه پاسداران انقلاب او د لبنان له حزب الله سره تړاو لري. دا هغه شرکتونه دي چې مخکې د امریکا د خزانې وزارت هم ورباندې بندیزونه لګولي دي. د امریکا د خزانې وزارت پرون، د اکټوبر په ۳۰مه وویل چې دا بندیزونه د "تروریستانو پر مالي سیسټمونو د حملې مرکز" چې په ریاض کې دی، تنظیم کړي دي. د امریکا د خزانې وزارت په وینا، د بندیزونو هدف د دواړو ډلو د مالي سرچینو بندول دي. "تروریستانو پر مالي سیسټمونو... Читать дальше...
ډنمارک د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت "ګازپروم" ته اجازه ورکړه چې د ګاز جنجالي شوې نل لیکه د هغوی په اوبو کې تېره کړي. په دې ډول به د ګازپروم شرکت وتوانېږي د "نورد سټورم ۲" په نوم نل لیکه چې د روسیې ګاز د بالتیک سمندر له لارې تر جرمني رسوي، بشپړه کړي. د روسې د ګازو دا نل لیکه ۱۲۳۰ کیلومتره ده. د ډنمارک حکومت پرون د اکټوبر په ۳۰مه، تائید کړه چې د روسیې حکومت ته یې په خپلو اوبو کې د دې پایپ لاین د تېرولو اجازه ورکړې ده. د ډنمارک دا پرېکړه د امریکا پر کانګرس فشار راولي چې ژر تر ژره د بندیزونو لایحه... Читать дальше...
د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار ولایت امنیتي چارواکو د مخدره موادو دوه قاچاق وړونکي نیولي دي. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر پرون (اکټوبر ۳۰مه) ازادي راډيو ته وویل چې له مخدره موادو سره د مبارزې ریاست مامورینو ته داسې کیمیايي مواد هم په لاس ورغلي چې د مخدرو موادو په پروسس کې کار ورڅخه اخیستل کېږي. د ښاغلي اسیر په وینا، له دې پېښې سره په تړاو د بدخشان د کِشم ولسوالۍ دوه وګړي هم نیول شوي دي.
په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ "د ازادۍ مارش" به نن (اکټوبر ۳۱مه) اسلام اباد ته ورسېږي. دوی د پاکستان د صدراعظم عمران خان استعفا غواړي.
د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وایي، په سالنګ کې د برښنا نړول شوې ستنه بېرته رغول شوې او نن پنجشنبه (اکټوبر ۳۱مه) کابل ښار ته د وارداتي برښنا جریان بېرته عادي حالت ته ګرځي.
د امریکا د کانګرس د استازو جرګه به نن د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د رسمي څېړنې د پیلېدو په اړه رأیې واخلي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости