د ډیسمبر درېیمه د معلولینو نړیواله ورځ
په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د جګړو له امله د معلولینو شمېر په کې نږدې یو میلیونو ته رسېږي. د ازادي راډیو خبرياله لېمه هادي په دې راپور کې مونږ د دوی له ستونزو او امکاناتو خبروي.
په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د جګړو له امله د معلولینو شمېر په کې نږدې یو میلیونو ته رسېږي. د ازادي راډیو خبرياله لېمه هادي په دې راپور کې مونږ د دوی له ستونزو او امکاناتو خبروي.
افغانستان په نړیوالو مطبوعاتو کې
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ او د هغه مېرمن ملاینا به نن، د سه شنبې په ورځ د ناټو تړون د اویایمې کلیزې په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې ګډون کوي.
د ناټو د عمومي منشي د ویاند مرستیال، پیرز کزالي پرون ، د نومبر په ۲مه، ازادي راډیوته وویل چې د ناټو د غړو هېوادونو مشران به د نورو مسایلو ترڅنګ د تروریزم پر ضد په ګډه مبارزه د خبرو ترڅنګ په افغانستان کې له خپله روزنیزه ماموریته په ملاتړ ټینګار وکړي. د ناټو د مرستیال ویاند په حواله، د دوی د هڅو یوه برخه په افغانستان کې د داعش د وسله والې ډلې د فعالیت د لمنې د پراختیا مخنیوی دی. کزالي وویل چې ناټو په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو ملاتړ کوي. هغه وویل: "مهمه ده چې وسله وال طالبان له ریښتیني تعهد... Читать дальше...
امنیتي چارواکي د افغانستان د قاضیانو ، څارنوالانو او د عدلي او قضایي ارګانونو د امنیت لپاره پر یوې طرحې کار کوي. دا خبره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د ډسمبر پر ۲په ارګ ماڼۍ کې کړې ده خو نور جزییات یې نه دې ورکړي. له ارګ څخه په یوې اعلامیې کې چې د دوشنبه په مازدیګر خپره شوه راغلي چې قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم او لوی څارنوال فرید حمیدي د دوشنبې په ورځ په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال د عدلي او قضایې ادارو د کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه وکړه. اعلامیه... Читать дальше...
د افغان حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره تېر ماښام ټېلیفوني خبري وکړې. عبدالله عبدالله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له ښاغلي پومپیو سره یې افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي سفر، د افغانستان د سولې بهیر او د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه بحث وکړ. ښاغلي عبدالله دا ټېلیفوني خبري رغوونکي بللي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر پر... Читать дальше...
جرمني په افغانستان کې د خپل ماموریت مودې د غځیدو غوښتنه کړې ده. د جرمني دفاع وزیرېانګریت کرامپ کارن باور د دوشنبې په ورځ مزار شریف ښار ته د سفر پرمهال داخبره کړې ده. نوموړي په کمپ مارمل کې د خپلو سرتیرو د لیدو پر مهال وویل :"غواړم ووایم دا یوه ښه خبره ده چې وغواړو هغه کار چې موږ پیل کړی او تر اوسه نه دی بشپړ شوی ، دوام ورکولی شو." په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د جرمني د ماموریت وخت د راتلونکي مارچ پر ۳۱ مه ختمیږي. ډي پي اې خبري آژانس د جرمني د دفاع وزیرې له قوله زیاتوي چې وایي... Читать дальше...
د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې ۹ تنه وسله وال طالبان حکومتي ځواکونو ته تسلیم شول. د سانچارک ولسوال نقیب الله دقیق تیرماښام آزادي راډیو ته وویل چې دا ۹ کسیزه ډله د محمد صداقت په مشرۍ له دولت سره یوځای شول. ښاغلي دقیق وویل: "د دوشنبه ماښام شاوخوا یوه نهه کسیزه ډله چې مشري یې محمد صداقت کوله او د بلخاب لپاره د طالبان د نومول شوي ولسوال مولوي مهدي مجاهد په ډله کې و، له خپلو وسلو سره د سانچارک په آب کلان سیمه کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول." د ښاغلي دقیق په خبره دغې ډلېد سانچارک او بلخاب ولسوالیو ترمنځ سیمو کې د دولت پر ضد فعالیتونه درلودل. Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان وایي د ایران د وروستیو اعتراضونو د ځپلو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۰۸ تنو ته رسېدلی دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر افغانستان ته خپل وروستی سفر بریالی وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ایران د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د اعتراضونو اصلي لامل بللی دی. ښاغلي پومپیو چې د دوشنبې په ورځ یې په لویسویلي پوهنتون کې خبري کولې وویل، ایران په منځني ختیځ کې د اعتراضونو ترشا یو متحد کوونکی عامل دی. د نوموړي په خبره په عراق، لبنان او پخپله ایران کې مظاهره چیان د ملایانو د رژیم پر وړاندې اعتراضونه کړي دي. پومپیو په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې یې د وروستیو ناکراریو ترشا بېلا بېل دلایل یاد کړل خو اصلي اشاره یې ایران ته وه. هغه وویل، د عراق... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د آذربایجان له ولسمشر الهام علییف سره د نګورنو قره باغ پر کنګل شوې لانجې بحث وکړ. لاوروف چې پرون /دوشنبه باکو ته ولاړ، له ولسمشر علییف سره د لیدو پر مهال یې وویل چې روسیه چمتو ده د نګورنو قره باغ لانجې د هواري لپاره د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د باور رامنځته کېدو لپاره تدابیر ونیسي. نګورنو قره باغ د آذربایجان د خاوري یوه برخه ده خو ډیری اوسیدونکي یې ارمنیان دي. دې سیمې د ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۴ میلادي کال تر جګړو وروسته د خپلواکۍ اعلان وکړ چې دا خپلواکې د هیڅ هېواد لخوا په رسمیت نه ده پیژندل شوې.
د سوریې د ادلیب ښار په بېلا بېلو سیمو کې د سوریې او روسیې جټ الوتکو په هوایي بریدونو کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي. په سوریې کې د بشري حقونو د څار لندن میشتي ډلې ویلې چې دا بمبارۍ د ډسمبر پر دوهمه نېټه شوي دي. دغې ډلي ویلي دیارلس کسان د ادلیب د معره النعمان سیمې په یوه عام مارکیټ کې ووژل شول. دا سیمه له ترکیې سره پوله لري او ډیرې برخې یې د مخالفو ځواکونو په کنټرول کې دي. د بشري حقونو د څار ډله زیاتوي چې په دې پیښه کې ۱۸ نور کسان ټپیان شوي چې د ډیرو روغتیایې حالت خراب ښودل شوی. همدې ډلې ویلي... Читать дальше...
د سرپل د صیاد د ولسوال پر کور د طالبانو راکټي برید کې ولسوال زوی او ورور د یو ساتونکي سره وژل شوي دي. د سرپل د پولیسو ویاند نور اغا فیضي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، چې طالبانو تېره شپه د صیاد د ولسوال حیات الله حیات پر کور راکټي برید وکړ، چې په کې د نوموړي زلمکی زوی احسان الله ، ورور یې محمد یوسف او یو ساتونکی یې وژل شوي دي. د ښاغلي فیضي په وینا په دې برید کې د ولسوال حیات الله حیات د کورنۍ درې نور غړي ټپیان شوي هم دي. د صیاد ولسوالي د سرپل ولایت د مرکز په ۱۵ کلیومترۍ کې لویدیځ خواته پرته... Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مدافع وکیلان به په دې اونۍ کې د امریکا د استازو جرګه د ولسمشر د استیضاح په استماعیه غونډه کې ګډون ونه کړي. د امریکا د استازو جرګه کې دا مهال ډیموکراټان اکثریت دي. سپینې ماڼۍ له خوا د ډیسمبر په لومړنۍ ڼېته د استازو جرګې ته په استول شوي لیک کې د سپینې ماڼۍ سلاکار پاټ سیپلون په دې اړه ټاکل شوی هییت د قانوني پروسې په نه بشپړول او د اساسي عدالت په کمي تورن کړی دی. د امریکا د استازو د جرګې دا کمیټه چې د استیضاح د تورونو څیړنه یې دنده ده، ټاکلي... Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، د داعش ډلې له لاسه د هغو سیمو په وتلو چې له څو کلونو راهېسې پرې ولکه ټینګه کړې وه، د دې وسله والې ډلې د جلب و جذب او پلان جوړونې وړتیا کمه شوې ده. خو نوموړې خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت وسله واله ډله که پر سیمو واک هم ونه لري، لا هم افغانستان ته یو ګواښ دی او هغو وسله والو ته یې چې په حرکت کې دي او په ښاري سیمو کې یې پټو ځالو ته پاملرنه پکار ده. جنرال سکاټ میلر دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپانې سره په یوه مرکه کړي دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости