پوځ وايي پاکستان له ترهګرۍ څخه د سیلګرۍ په لوري رهي دی
د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې ای اېس پی ار په يو بيان کې د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه له قوله ويلي چې د ردالفساد عملياتو په نتيجه کې يې هېواد له ترهګرۍ څخه د سېلګرۍ
د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې ای اېس پی ار په يو بيان کې د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه له قوله ويلي چې د ردالفساد عملياتو په نتيجه کې يې هېواد له ترهګرۍ څخه د سېلګرۍ
د افغانستان د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي، د فبرورۍ پر ۲۳مه، د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب په مشرۍ په غونډه کې چې په هېواد کې د
د فراه ولایت اوسېدونکې شهزاده، په خپلو کروندو کې کار کوي او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ ګټي. ۴۶ کلنه شهزادې د خپل خاوند تر مرګ ورسته د پولې او پټي لار خپله کړه. د ازادي راډیو خبریال حفیظ "نورزاد" د نوموړې په ژوند او کار دا راپور چمتو کړی دی:
په هرات ولايت کې په کورونا وایرس د درو کسانو د اخته کېدو مشکوکې پېښې تایيد شوې دي.
د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د یوه نوماند له لوري د ټول شموله حکومت اعلان، اوس دا پوښتنه راولاړه کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو دریځ به څه کیږي.؟
د پاکستان د خبريالانو سازمانونه وايي، په تېر شاوخوا يوه نېم کال کې لږ تر لږه اته زره کسان د هېواد له مختلفو رسنيو څخه اېستل شوي دي.
د ارزګان سرپرست امنيه قوماندان سردارمحمد حيا وايي، د يوې مياشتې دندې پرمهال يې د هغه ۴۰۰ خيالي پوليس له دندې لرې کړي دي چې معاشونه يې شخصې جيبونو ته تلل.
په غور کې هغه ماشوم چې له زېږېدو وروسته یې سترګې د تل لپاره پټې پاتې دي. د یاد ماشوم پلار وايي، چې د زوی درملنه یې له هېواده بهر شونې ده. د ماشوم مور له خلکو مرسته غواړي. دغه کورنۍ دوه ماشومان لري چې یې کوڼ او بل یې ړوند دی. نور حال په ویډیويي رپوټ کې:
د افغانستان د ملي امنیت شورا افغانستان ته په کرونا ویروس د اخته کسانو د راتګ د مخنیوي په هدف ایران هېواد سره د لنډې مودې لپاره ځمکنی او هوايي تګ راتګ راتګ بند کړی دی.
د فراه ولايت محلي چارواکي وايي د کرونا وژونکي ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دوى پر سرحد ځينې تدابير سنجولي دي. د فراه والي محمد شعيب ثابت د دې ويروس د تشخيص لپاره يوه صحي ډله پر پوله ګمارل شوې او راستانه شوي کسان معاينه کوي. هغه زیاته کړه: "د خلکو د چېک کولو لپاره طبي ټيم لېږلى چې مجهز اسباب او وسايل ورسره دي، څو هغه کسان چې خداى ناخواسته په کرونا ويروس اخته دي، تشخيص کړي، موږ د فراه په مرکز کې ۱۰ بستري روغتون د تداوۍ او ٢٠ بستري روغتون د دغو کسانو د قرنطين لپاره چمتو کړى دى." د فراه والي وايي... Читать дальше...
په کابل کې د نجونو د فوټبال سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتی مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دې سیالیو کې د کابل اته لوبډلې لوبېږي. نوموړي وویل، دغه لوبې چې نن د کابل د نجونو د فوټبال په لوبغالې کې پیل شوې چې ۱۴ ورځې دوام کوي.
په هرات ولايت کې په کرونا ويروس د ۳ کسانو د اخته مشکوکې پېښې تائيد شوې دي. د هرات د حوزوي روغتون د انتاني ناروغيو د څانګې مشر محمد ابراهيم بسيم نن ازادۍ راډيو ته وويل، دغه کسان په وروستيو کې له ايرانه راستانه شوي دي. ښاغلي بسيم زياته کړه، دغه درې کسان د تشخيص لپاره کابل ته لېږل شوي، خو د معاينې نتايج يې لا معلوم نه دي. بلخوا د هرات په اسلام کلا بندر کې د صحي مرکز مسوول نور احمد محمدي ويلي، هغه ٣٦ کسان چې په وروستيو کې د ايران له قُم ښار څخه راستانه شوي وو، د دوو اوونيو لپاره قرنطين شوي دي.... Читать дальше...
ايراني چارواکو په وژونکي ويروس کرونا د دوو نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ، چې په دغه هېواد کې ورسره د مړو شمېر ٨ ته ورسېد. دا له چين څخه بهر په دې ويروس چې رسماً کاويډ-١٩ بلل کېږي، د خلکو د مړينې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل شوى دى. د روغتيا وزارت وياند کيانوش جهانپور نن په دولتي ټلويزيون کې په خبرو کې وويل، په ايران کې په کرونا ويروس ١٥ نور کسان هم اخته شوي، چې ورسره دغه شمېر ٤٣ ته ورسېد. تر دې مخکې د مازندران ولايت د طبي علومو د پوهنتون رئيس عباس موسوي ويلي وو، په مړو کې هغه شخص هم شامل دى، چې په وروستيو... Читать дальше...
د سولې ولسي حرکت په بېلابېلو ولايتونو کې د تاوتريخوالي کمولو د اوونۍ هرکلى وکړ. دغه حرکت وايي ملاتړو يې په هرات، هلمند، کندهار، زابل، غزني، میدان وردګ، کابل، بغلان، کندز، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او خوست ولایتونو کې لاريونونه کړي دي. د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست نن په دې اړه رسنيو ته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: "د لاريونونو پر مهال يې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ، چې په جديت دغه پروسه وساتي، دغه راز يې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړو چې وخت يې راغلى دوى د تاوتريخوالي کموالى په دايمي... Читать дальше...
د لویو لارو یو شمېر مسافرین او موټر چلوونکي وايي، د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ له پیل سره سم، وضعیت بېخې بدل شوی او دوی بې له کومې وېرې تګ راتګ کوي.
د ترکيې ولسمشر وايي، د فرانسې او جرمني له مشرانو سره به راتلونکې مياشت په يوه سرمشريزه کې وګوري. د دې سرمشريزې هدف په سوريه او د ياغيانو تر ولکې لاندې ادلب کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي پر وړاندې مبارزه ده. رجب طيب اردوغان دا اعلان پرون وکړ او ويې ويل چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين ورته د مارچ پر پنځمه په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د روسيې ځواکونه د ادلب په شاوخوا کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي. تر اوسه کرملين په دې غونډه کې د پوتين د ګډون خبر نه دى تائيد کړى. په همدې حال کې... Читать дальше...
تمه کېږي، په څو ورځو کې محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دوا خان مينه پال نن ازادۍ راډيو ته وويل ځانګړى کمېسيون به د دغو مراسمو د وخت او ځاى په اړه پرېکړه وکړي. هغه زیاته کړه: "په نږدې ورځو کې د لوړې مراسم ترسره کېږي، د نېټې په اړه به يې کمېسيون خپله رسمي اعلان وکړي، دوى نن جلسه درلوده او د نېټې او ګډونوالو په اړه به يې له تاسو سره وروسته جزئيات شريک شي." د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره سې شنبه د سلواغې ٢٩مه اعلان وکړ، چې... Читать дальше...
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د تېرکال په پرتله د دې ولایت د جوارو په حاصلاتو کې ۱۶.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل، سږ کال د دې ولایت په ۳۸ زره هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوې وه، چې ۱۹۰ زره ټنه حاصل ورڅخه ترلاسه شوی دی. خو نوموړي وویل، چې تېر کال د 180 زره ټنو شاوخوا حاصلات درلودل. د ښاغلي الکو په خبره د روان کال د حاصلاتو د زیاتېدو لاملونه پریمانه اوبه، د اصلاح شوي تخمونو وېش، د جوارو کرکېلې ته د... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د تاوتریخوالي د راکمېدو په اعلان سره د سوداګرو له لوري پانګونې ته هیلې زیاتې شوې دي. د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، د تاوتریخوالي کمښت به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز ولري. هغه زیاتوي: “له نیکه مرغه د نسبي اوربند په ټینګښت سره دا مهال د سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې او غواړي چې په افغانستان کې پاتي شي او پانګونه وکړي، هیله مند یو چې دغه اوربند دایمي شي.” دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر سوداګر اړ شوي وو چې... Читать дальше...
د خوست چارواکي وايي، تر دې وروسته خلک اړ نه دي، چې د خپلو کارونو د خلاصولو لپاره په ساعتونو او ورځو ورځو په تمه پاتې شي. دوی زیاتوي، اوس ټول مراجعین یو ځانګړي ادرس ته خپلې عریضې ورکوي او په څو دقیقو کې تر یو چتر لاندې د دې عریضو اداري پروسیجر بشپړیږي او بېرته ورسپارل کېږي. په خوست کې د ښې حکومتولۍ د خدمتونو مرکز د ولایت مقام په یو لوی سالون کې جوړ شوی او د ولایت مقام ټول مامورین او مسوولین په کې د یو چتر لاندې کار کوي. د دې سالون د سټیج لپاره جوړ شوي ځای کې د خوست والي او د هغه د مرستیال مېزونه ايښي دي. Читать дальше...
د اروپا په کچه ایټالیا د کرونا ویروس له ډېر ګواښ سره مخامخ ده. د راپورونو پر بنسټ تراوسه دوه کسان په ایټالیا کې د دې ویروس له امله مړه شوي او څه باندې ۵۰ تنه پرې اخته شوي دي. د ایټالیا حکومت پرون وویل، هغو ښارونو ته تګ راتګ ډېر محدودوي چې د کرونا ویروس په کې دی. د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، په اروپا کې ایټالیا د کرونا تر ټولو ډېرې پېښې لري. له دې ورهاخوا جرمني او فرانسه دوه نور اروپایي هېوادونه دي چې په یوه کې د کروناویروس ۱۶ او دویم هغه کې ۱۲ پيښې ثبت شوې دي. په چین کې د... Читать дальше...
د شمالي مقدونیې پولیسو په یوه باروړونکي موټر کې د افغانانو په ګډون ۴۷ پناغوښتونکي موندلي دي. راپورونه وایي چې دغه شمېر پناغوښتونکي وړمه شپه د بلغاریا او یونان په سرحدي سیمو کې پولیسو ته په لاس روغلي دي. دغو پنا غوښتونکو کې پر افغانانو سربیره د عراق او پاکستان اتباع شامل دي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی. راپورونه وایي، موټر چلونکی د پولیسو له لېدو سره سم تښتېدلی او پلټنه یې روانه ده. د شمالي مقدونیې چارواکي وایي، دغه کسان له یونانه د دوی خاورې ته ورغلي او بېرته به یې یونان ته سپاري. Читать дальше...
د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي، هېڅ داسې استخباراتي معلومات نه ویني چې وښيي، روسیه د ډونالد ټرمپ د بیا ټاکل کېدو په کمپاین کې مرسته کوي. رابرټ اوبراین دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې یو شمېر رسنیو پرون وویل، د امریکا استخباراتي ادارې د استازو جرګې غړو ته ویلي چې مسکو د ډونالد ټرمپ او ډیموکراټو د مخکښ نوماند سناتور "بیرني سنډرز" د بیا ټاکل کېدو کمپیان ته هڅې ګړندۍ کړي. ټرمپ په غصې سره دغه راپورونه غندلي او په کانګرس کې یې د ډیموکراټانو بله له معلوماتو خالي هڅه بللې ده. بیرني سنډرز هم دا راپورونه... Читать дальше...
ټاکل شوې د ایران د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې نن اعلان شي. ګمان کېږي چې محافظه کاره او سخت دریځه نوماندان به د دغو ټاکنو ګټونکي وي، دغو ټاکنو کې د خلکو ګډون په بې ساري ډول کم ښودل شوی او امریکا دا ټاکنې د شرم وړ بللي دي. د ایران د ټاکنو کمېسیون پرون ناوخته وویل چې د رایې ورکونې د ۲۰۸ مرکزونو له ډلې یې د ۷۱ هغو رایې شمېرلي دي. د دغه کمېسیون ویاند اسماعیل موسوي ویلي، دوی هڅه کوي چې د نن ورځې تر پایه پایلې اعلان کړي. په هغو ټاکنیزو حوزو کې به په اپریل میاشت کې بیا ټاکنې کېږي چې نوماندانو په کې د اچول شویو رایو ۲۰ فیصده نه دې خپلې کړي. Читать дальше...
کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپانو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ تر ډيره د تاوتریخوالي د کموالي او د ولسمشریزو ټاکنو په نتایجو لیکنې او تبصرې کړي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости