Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2020

Новости за 22.02.2020

خوست کې د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې ملاتړ وشو

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ پر ۲۲مه د خوست یو شمېر ځوانانو او ښځو د یوې غونډې له لارې د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې هرکلۍ وکړ او هیله يې وښوده، چې د یوې اونۍ لپاره دا هوکړه به پدې هېواد کې بشپړ اوربند ته لاره هواره کړي.



د ایران پارلماني ټاکنو کې محافظه کاران مخکې دي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د جمعې د ورځې پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه دوام لري او د راپورونو له مخې محافظه کاران په کې مخکې دي. د څارونکو په باور وروسته له هغې چې یو شمیر اصلاح غوښتونکي او معتدلو کسانو نومونه د کاندیدانو له لیست وایستل شول، په دې ټاکنو له هماغه پیله د محافظه کارانو بریا یقیني شوې وه.  چارواکو درې ځلې د رایو ورکولو وخت ددې لپاره تمدید کړ څو ډیر کسان رایې وکاروي. تمه کېږي چې وروستۍ پایلې د یکشنبې په ورځ اعلان شي.  ټول هغه کسان چې د ایران دې پارلماني ټاکنو کې کاندید وو، د دې هېواد د ملایانو د ځواکمنې نګهبان شورا له فلتر تېر شوي وو. Читать дальше...

طالبان: دا یو عام اوربند نه دی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د تاوتریخوالي د کمولو د اونۍ د پیل وروسته هم له ځینو ولایتونو څخه د وسله والو طالبانو د بریدونو راپورونه ورکړل شول، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي پیغام ټینګار کړی چې دا یو عام اوربند نه دی. نوموړې ویلي: ”د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیوقواو مرکزونه شامل دي.“ د نوموړې په وینا له دې اخوا د دوی د وسله والو هر ډز او برید باید له شوې هوکړې سرغړاوی ونه بلل شي.  د بلخ په زارع د... Читать дальше...

د پېښور مهابت خان لرغونې جومات په نړېدو دی

Mashaalradio.com 

د پېښور مهابت خان لرغونی جومات د مغلو په دوره کې ودان شوی وو چې د نه بیارغونې له کبله ځای په ځای کنډواله شوی دی. که څه هم دوه کاله وړاندې یې د بیارغولو چارې پیل شوې وې خو لاهم له رغېدو لیرې ښکاري. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.



پاکستان به خامخا دلته د مېشتو قامونو مورنۍ ژبې مني: محمود خان اڅکزی

Mashaalradio.com 

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د فرورۍ پر ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ولمانځله. په دې لړ کې یوه غونډه په کوټه کې هم شوې چې د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي پکې ګډون او وینا کړې ده. په دې اړه تفصیل د ایوب ترین په دې ویډیو کې وګورئ.

یوناما د ثبات او همپالنې ټیم له لوري د چارواکو ادلون بدلون سره مخالفت څرګند کړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر هغو پېښو سخته اندېښنه ښودلې چې دې سازمان د حکومتي چارواکو ادلون بدلون بللې دی.  یوناما نن په یوې اعلامیې کې ویلي، له زورواکۍ یا نورو غیرې قانوني لارو کار اخیستل، هغه هم په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کمېدو هڅې روانې دي، د سولې لپاره د افغانانو هیله له خطر سره مخ کولی شي.  یوناما په دې خبرپاڼه کې پر ټولو لورو غږ کړی چې له زغم کار واخلي، اختلاف د خبرو له لارې حل کړي او د اساسي قانون نظم ته درناوی وکړي. بل خوا په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي دفتر پر خپل ټویټر ویلي... Читать дальше...

پاکستان دې دلته ویل کېدونکو ژبو ته قومي حثیت ورکړي: ادیبان

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې درې ورځنۍ ادبي مېله پیل شوې ده. په مېله کې د پښتو ژبې د ادیبانو په ګډون د نوور ژبو لیکوالو او شاعرانو هم ګډون کړی دی. دوي وايي چې داسې غونډې مورنیو ژبو ته ډېره ګټه رسوي. دوي غوښتنه کړې چې حکومت دې په ملک کې ویل کېدونکې ژبې قامي وګرځوي. نور تفصیل د عمران یونس په دې ویډیو کې وګورئ.

پنجشیر والي د عبدالله عبدلله له دریځه ملاتړ وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پنجشیر والي په یوه غونډه کې د عبدالله په مشرۍ د حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ. د دې ولایت د غونډو په تالار کې راټولو شویو کسانو ته کمال الدین نظامي وویل، عبدالله د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پنجشیر د خلکو په ۱۰۰ کې ۹۰ رایې ګټلي، او له همدې کبله یې پریکړه وکړه چې د نوموړې په مشرتابه د اعلان شوي حکومت ملاتړ وکړي. په دې غونډه د پنجشیر ولایت د غونډو له تالار څخه د ولسمشر اشرف غني وروستي تصویر هم لرې او پر ځای یې د عبدالله عبدالله تصویر د منتخب ولسمشر په توګه وځړول شو. دا په داسې حال کې ده چې نن په... Читать дальше...

بلخ او هرات کې خلکو د ټاکنو پایلو له اعلانه هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

په بلخ او هرات ولایتونو کې سلګونو خلکو په جلا جلا غونډو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ. په مزار شریف ښار کې د ازادي راډیو خبریال وايي، دغلته روضې ته څېرمه سلګونه کسان راټول شوي وو، او ویل یې انتخاباتو له لارې د رامنځته شوې سیاسي مشرتابه ملاتړ کوي. بله خوا په هرات ولایت کې د ازادي راډیو خبریال وايي، دغلته د اصلاح غوښتونکو د ټولنیز سازمان له خوا د سلګونو خلکو په یوه جوړه شوې غونډه کې برخه والو د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی او د ولسمشر غني د بریا ملاتړ وکړ. Читать дальше...

هرات کې د کاراتې سیالیو پنځم پړاو پای ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د کاراته کیوکوشین سیالیو پنځم پړاو پای ته ورسېد. د هرات ولایت د بدني روزنې د ریاست فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډيو ته وویل په دې سیالیو کې له د کیوکوشین، تاتاکای او سوکیوکوشین سبکونو له ۲۰ کلپونو ۲۴۶ لوبغاړو ګډون کړی وه. د ښاغلي ضیا په خبره، د دغو سیالیو د جوړول موخه د کاراتې د ازادو سبکونو د همغږۍ او په ۱۳۹۹ کال کې په ملي کچه د لوبو لپاره چمتولی دی. ښاغلی ضیا وایي په دغو سیالیو کې چې د څلور عمري کټګوریو ۱۰ کلنو، ۱۵ کلنو، ۱۸ کلنو او د ۲۲ کلنو کسانو تر منځ وشوې د ۶۶ غوره لوبغاړو ته جامونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

هڅه کوو چې د پښتنو د ستونزو هواري ته د ټولو ګوندونو شریکه تګلاره جوړه کړو: اېمل ولي خان

Mashaalradio.com 

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان وايي ، دوي هڅه کوي چې د پښتنو د یو شمېر مسلو د هوارولو لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو په سلا یو شریکه تګلاره جوړه کړي او یو تحریک وچلوي. نوموړي دا څرګندونې د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په مرکه کې کړې دي.


Музыкальные новости
Бато Багдаев

Дети из землячества Узбекистана в Улан-Удэ стали зрителями театр кукол «Ульгэр»: Россия и Культура





Rss.plus
Владимир Потанин

В "Рексофт" рассказали, как развивается рынок ИИ-ассистентов в России




За МКАД. Дан старт проходке тоннелей Рублево-Архангельской линии метро

Подмосковная команда выиграла Кубок России по мотоболу

Жителям Подмосковья рассказали, что делать при обнаружении слетков

Владимирские продукты подтвердили звание лучших




کاپیسا کې ۳۵۰ ټنه جلغوزي راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا ولایت د والي ویاند وایي، په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه جلغوزي راټول شوي دي. د کاپیسا ولایت د والي ویاند قیس قادري نن ازادي راډيو ته وویل چې دا اندازه جلغوزي سږکال د دغه ولایت له دریو ولسوالیو راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي. د ښاغلي قادري په خبره، تېر کال په کاپیسا ولایت کې له د سږنۍ اندازې نیمايي جلغوزي راټول شوي وه او لامل یې هم په تګاب، نجراب او اله سای ولسوالیو کې نا امنۍ وې. نوموړی وايي، دا مهال په کاپیسا ولایت کې د یو کیلو جلغوزيو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ ده او په یو کال کې له دې درکه ۹۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

افغانستان کې د مالدارۍ برخې د پیاوړي کولو هڅې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزرات وايي، راتلونکي لمریز کال کې به په بېلابېلو ولایتونو کې د مالدارۍ په برخه کې پانګونه وشي او دا برخه پیاوړې کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې ترڅ کې به بې وزلو مېرمنو ته د کبانو، چرګانو او غواګانو فارمونه هم جوړ شي. ښاغلی رستمي وایي په دې سره به د خلکو او هېواد اقتصاد لاپیاوړی شي. هغه زیاته کړه: "د مالدارانو عواید به زیات او د هېواد اقتصاد به لا پیاوړی شي، د مالدارۍ سکټور مجموعي ارزښت ۷ میلیارده ډالر دی، هر څومره چې په دې برخه... Читать дальше...

معلولیت کې زده کړې او د دندې پرمخ بیول

Pa.azadiradio.com 

فراه ولایت کې یو معلول هم زده کړې او هم دنده ترسره کوي. ضیاالدین "نورزی" د ننګرهار پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغ دی او اوس سیاسي علومو کې دویم لیسانس اخلي. په دې اړه نور جزئیات د فریدالله "سعادت" په ویډیويي راپور کې:



Москва

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о планах благоустройства на северо-востоке Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт в музее-заповеднике им. П.И. Чайковского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков


ATP

Теннисист Медведев может потерять свое место в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

У работодателей Архангельской области и НАО началась "вахтовая лихорадка"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России