د تورخم له لارې د افغان مسافرو راستنېدنه پیل شوه
د تورخم له لارې له پاکستان څخه د افغان مسافرو د راستنېدو لړۍ پیل شوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته په را استولي پیغام کې ویلي چې دغه لړۍ نن دوشنبه سهار اووه نیمې بجې پیل شوه. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره چې راستنېدونکي مسافر تر طبي څېړنو وروسته ځانګړي مرکز ته لېږدول کېږي چې هلته به له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په قرنطین کې وي. دی وایي هغه مسافر چې د کرونا ویروس نښې پهکې ولیدل شي، په یوه جلا او ځانګړي ځای کې به تر قرنطین لاندې ونیول شي. ښاغلی خوګیاڼۍ وايي چې د راستنېدنې دا لړۍ به درې ورځې دوام وکړي. Читать дальше...