پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر ۵۰۳۸ ته ورسېد
د اپرېل تر ۱۲مې په پاکستان کې له حکومتي شمېرو سره سم، د نوي کورونا وایرس ناروغۍ کووېډ ــ ۱۹ ټول ۸۶ کسان وژلي دي.
د اپرېل تر ۱۲مې په پاکستان کې له حکومتي شمېرو سره سم، د نوي کورونا وایرس ناروغۍ کووېډ ــ ۱۹ ټول ۸۶ کسان وژلي دي.
په پکتیا کې د کرونا د ناروغۍ په وړاندې د عامه پوهاوي لپاره د رضاکارانو ۲۰ زره کسیزې کمېټې په فعالیت پیل وکړ. د دغې کمېټې غړي به کور په کور ګرځي او خلکو ته به د دې ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکوي. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ښوونکو او زدهکوونکو دغه کمېټه به د مشکوکو ناروغانو د پیدا کولو او روغتیایي مرکزونو ته د لېږلو ترڅنګ د هغو بېوزله کورنیو په اړه هم دقیق معلومات راټولوي چې د قرنطین په شپو او ورځو کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وي. نوموړي زیاته کړه: "د... Читать дальше...
فاطمه یوه کم عمره فعاله ده چې د چاپیریال د خوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کوي.
ورځپاڼه ټینګار کوي، څه ډول چې د کورنیو چارو وزارت ښارونو کې په تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي، باید ټول جوماتونه هم تعطیل شي.
د افغانستان حکومت ۱۰۰ تنه نور طالب بندیان نن یکشنبه (۱۳۹۹ کال د وري ۲۴) خوشې کوي. تر دې وړاندې د افغانستان حکومت په دوو جوپو کې ۲۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دا طالب بندیان د افغانستان د ولسمشر د فرمان پر اساس د بندیانو روغتیايي وضعیت، عمر او د قید پاتې مودې ته په کتو د سولې د هلو ځلو د یوې برخې او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پرېښودل کېږي. د بخښنې نړیوالې ادارې یا ایمنسټي انټرنشنل پرون د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر ښځینه بندیانو خوشې کولو ته لومړیتوب ورکړي.
د دې موضوع د راسپړلو په منظور د عامو خلکو د نظرونو ترڅنګ یوه تمثیلي ټوټه هم شته، دا خپرونه مریم توخي جوړه کړې.
د پېښور په خیبر ټیچنګ هسپتال کې ډاکټره ثمره فخر وايي ډاکټران او نوره طبي عمله د ذهني فشار په حالت کې کار ته ورځي خو له خپلې دندې او کاره نه دي په شا شوي.
کورنیو چارو وزارت تېر کال ۱۰۰۰ پولیس منسوبین له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیولي دي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، تېره یوه کال کې د دې وزارت د پولیسو ۱۰۰۰ تنه منسوبین چې یو شمېر لوړپوړي افسران هم پهکې دي، له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیول شوي دي. ښاغلي اندرابي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی ژمن دي چې په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات راولي او د پولیسو ځواک په مسلکي او تخنیکي ډول پیاوړی شي، څو د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، له دندې ناوړه ګټنه د زغم وړ نهده. Читать дальше...
نامعلومو وسلهوالو پرون په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ یو ساتونکی وواژه. د راپورونو له مخې د 'پيپياېس' یا د ولسمشر د خصوصي امنیت پر ساتونکي سید عطاالله د کابل په تایمني سیمه کې حمله وشوه چې په نتیجه کېیې نوموړی ووژل شو او دوه ملګريیې ټپیان شول. دا په څه کم یوه اوونۍ کې د ولسمشر غني دوهم ساتونکی دی چې په کابل ولایت کې وژل کېږي. تر دې وړاندې د حمل په ۱۵ د ولسمشر یو ساتونکی قیام مقصودي په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی و.
د سعودي عربستان پاچا سلمان په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو اوسني حالت ته په کتو تر راتلونکې خبرتیا پورې د ګرځبندیز موده اوږده کړه. دا پرېکړه د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن یوه ورځ مخکې تر دې اعلان کړه چې په دغه هېواد کې ګرځبندیز پای ته ورسېده. سعودي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مارچ په میاشت کې ګرځبندیز اعلان کړی و. تېره اوونۍ سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او نورو لویو ښارونو کې ۲۴ ساعته ګرځبندیز ولګاوه.
په روسیه کې د محبسونو مسؤلې ادارې ویلي چې د ایرکوتسک سیمې په زندان کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. روسیې پرون د اپرېل په ۱۱مه، د ځانګرو عملیاتو ځواکونه سیمې ته استولي و او د زندانیانو بغاوت هم پای ته رسېدلی دی. د راپورونو په حواله د ایرکوتسک زندان تر سختې امنیتي څارنې لاندې دی. د روسیې د دولتي رسنیو په وینا، د یوه بندي د سوځېدلي جسد برخې د زندان د یوې ودانۍ مخې ته موندل شوې دي. د بندي د مړینې علت نهدی څرګند شوی. خو په سیمه کې خپلواکو رسنیو په زندان کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې تر هغه... Читать дальше...
د ګردېز محبس دوه ساتونکي د بندیانو په بلوا کې وژل شوي او دوه تنه زخمیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو شمېر بندیانو پرون د ګردېز له زندانه د تېښتې لپاره بلوا جوړه کړې وه. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا خبره پرون د اپرېل په ۱۱مه، ماخوستن پر ټویټر لیکلې ده. طارق ارین لیکلي چې د بندیانو او د محبس د ساتونکو ترمنځ په اخوډب کې دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور زخمیان شوي دی. د طارق ارین په وینا، په دې پېښه کې دوه بندیان هم زخمیان شوي دي. طارق ارین پر ټویټر لیکلي چې په سیمه کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
په روسیه کې چارواکو ویلي چې د مسکو ښار روغتونونه د (کووېډ-۱۹) له ناروغانو ډک کېږي او پر دې هېواد یې د کرونا ویروس د سترې جوپې د راتګ خبرداری ورکړی دی. د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف پرون د اپرېل په ۱۱مه، په ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې د مسکو د روغتونونو کارکوونکي زړهور دي او تر اضطرار لاندې کار کوي. پسکوف په مسکو او سنت پترسوبرګ ښار کې وضعیت کړکېچن وباله او ویېویل چې په دې ښارونو کې د (کووېډ-۱۹) د ناروغانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی. په روسیه کې پرون د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۳۵۸۵ ته رسېدلې وې. Читать дальше...
د چک جمهوریت د روغتیا وزارت پرون د اپرېل په ۱۱مه وویل چې د کرونا ویروس ۵۷۳۵ مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي. د چک د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دې کې ۱۲۳ تنه مړه شوي او ۳۷۰ تنه روغ شوي دي. له دې کبله د چک جمهوریت حکومت په دې هېواد کې بېړنی حالت د اپرېل میاشتې تر ۳۰مې تمدید کړی دی. خو په ځیني برخو کېیې بندیزونه یو څه نرم کړي دي. د چک جمهوريت د روغتیا وزیر ادم ویتیک ویلي چې ځیني د بېلګې په ډول، په یوه موټر کې چلوونکو او مسافر مجبور نهدي چې ماسک واغوندي، خو په دې شرط چې هغوی د یوې کورنۍ غړي وي.... Читать дальше...
خو له دې سره هم د ایران حکومت د شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۱» پرېکړه وکړه چې یو شمېر هغه دفترونه او سوداګریز شرکتونه چې د کرونا ویروس په کم خطر کې دي، پرانیزي.
دغې اتحادیې ویلي چې افغان سیاستوالو ته ښايي چې ژر تر ژره خپلمنځي اختلافونه یوې خواته کړي او یوه موافقه وکړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости