'د غزني ۶۰ سلنه سوداګرو مېرمنو ته زیان رسېدلی'
د غزني ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په دغه ولایت کې شپیته په سلو کې سوداګرې ښځې زیانمنې شوې دي. د دغې خونې رئیس عبدالمتین قلندري نن ازادي راډيو ته وویل، د کرونا ویروس د لامخنیوي په هدف په ګرځېدو راګرځېدو محدودیت د ښځینه سوداګرو فعالیتونه په ټپه درولي او هغه ښځې چې په لرې پرتو سیمو کې کار کوي، محصولات یې د پلور لپاره بازارونو ته نه رسېږي. هغه زیاتوي: "له بده مرغه د کرونا ویروس له امله ستونزې زیاتې شوې، د غزني مرکز تړل شوی، شاه خوا ۶۵ ښځې چې عملاً یې سوداګري درلودله، قالنې یې جوړولې،... Читать дальше...