غني د ایران خاص استازي سره د سولې او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او ځینو نورو لوړپوړو مقاماتو پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خاص استازي محمد ابراهیم طاهریان سره د افغان سولې، سیمهییزې اجماع او له کرونا ویروس سره پر مبارزې خبرې کړي. د افغانستان جمهوري ریاست ارګ ماڼۍ یکشنبه ماښام په یوه اعلامیه کې د دې لیدنې په اړه خبر ورکړ. اخوا له دې لیدنې مخکې ښاغلي طاهریان د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هم کتلي چېرته چې د امنیت شورا د اعلامیې له مخې هغه د افغانستان له دولته د سولې پروسې او ځینو نورو مسئلو په برخه کې د ایران د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی. Читать дальше...