Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2020

Новости за 23.04.2020

په کابل او ځینو نورو ولایتونو برښنا پرې شوې

Pa.azadiradio.com 

افغانستان برښنا شرکت وايي د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د برښنا مزي په مرمیو لګېدلي او په کابل او ځینو نورو ولایتونو برښنا پرې شوې ده. دغه شرکت دا اعلان نن په یوه اطلاعیه کې کړی. برښنا شرکت ویلي د ازبکستان د وارداتي برښنا د انتقال مزي په دوشي کې دوه ځایه په مرمیو لګېدلي او دوی هڅه کوي چې پرې شوي مزي وصل او تر مازدیګره کابل او نورو ولایتونو ته برق وصل شي. له دې مخکې هم د افغانستان له شماله کابل او نورو سیمو ته د برښنا مزي په جنګونو کې په مرمیو ویشتل شوي او ان ځینې پایې منفجر شوي چې په ورځو... Читать дальше...

افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۲۶ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ۱۲۲۶ ته ورسېد. دا خبره د عامې روغتیا وزیر فېروز الدين فېروز نن په یوه خبري کنفرانس وکړه. هغه وویل له دې ډلې ۱۷۷ کسان بېرته روغ شوي، خو د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ ته پورته شوی دی. د عامې روغتیا وزیر همدارز په دغه کنفرانس کې د چین د تازه طبي مرستو یادونه هم وکړه چې نن افغان چارواکو ته وسپارل شوې. ښاغلي فېروز وويل: "د چین له حکومت او خلکو مننه کوم چې دا دی نن‌یې د مرستو دوهمه محموله راورسېده. مرسته شوي مواد د کرونا ویروس د مبارزې لپاره ضروري دي. په... Читать дальше...

ټرمپ او د قطر امیر: طالبان دې افغانستان کې تاوتريخوالی کم کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثاني ویلي چې طالبان دې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي. دوی پرون په ټیلیفوني خبرو کې دا موضوع یاده کړې ده. په دې اړه د سپینې ماڼۍ په خبري بیان کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ او شېخ تمیم په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمولو د اهمیت په اړه د نظر توافق ښکاره کړ. د بیان له مخې دواړو مشرانو په افغانستان کې د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د خبرو اترو د دوام پر اهمیت موافقه وکړه. امریکا له طالبانو سره د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر... Читать дальше...



جرمني: د اوکراین ختیځ کې د جګړې پر پای ته رسېدو خبرې کوو

Pa.azadiradio.com 

د جرمني بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وایي، راتلونکې اوونۍ له خپلو روسي، اوکرایني او فرانسوي سیالانو سره د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د پای ته رسېدو په لارو چارو خبرې کوي. دغو څلور چارواکو تېره ډسمبر میاشت په پاریس کې سره وکتل او په اوکراین کې یې له روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره پر اوربند او د دواړو لورو د زندانیانو پر ازادېدو خبرې وکړې. هغلته محلي ټاکنې او د دغو بېلتون غوښتونکو تر واک لاندې سیمو کې د سرحدونو کنټرول، هغه مسایل دي چې نور بحث ته اړتیا لري. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د پاریس د هوکړې ډېرې مادې نه‌دي عملي شوي. Читать дальше...

'پاکستان حکومت دې د جوماتونو پر بیا پرانیستلو غور وکړي'

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ډاکترانو له حکومت او دغلته په اغېزناکو مذهبي مشرانو غږ کړی چې د کرونا ویروس د خپرېدو په هدف دې په روژه کې د جوماتونو د پرانيستو پر پرېکړه له سره غور وکړي. د پاکستان حکومت د دیني علماوو له فشار وروسته تېره اوونۍ جوماتونو ته د خلکو په ورتګ بندیز ليرې کړ او د جمعې لمونځونو اجازه‌یې ورکړه. د پاکستان د ډاکترانو ټولنې پرون په یوه لیک کې صدراعظم عمران خان او مذهبي مشرانو ته لیکلي، د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی باید وشي. دې لیک کې راغلي، پاکستان کمزوري روغتیایي امکانات لري، نو باید د کرونا د مخنیوي لپاره د خلکو له راټولېدو مخنیوی وشي. Читать дальше...



'پلڅرخي زندان کې ۲ کارکوونکي د رشوت اخیستو په جرم نیول شوي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د زندانونو چارو د سمون اداره وایي، کابل کې یې د پلچرخي زندان دوه کارکوونکي د رشوت اخیستو په جرم نیولي دي. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو کسانو د یوه بندي له کورنۍ پرون په دې چل ۲۰ زره افغانۍ اخیستې وې چې زنداني کس به‌یې ازادوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي. شااوخوا میاشت وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه ځانګړي فرمان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د ۱۰ زره زندانیانو د خوشې کېدو خبره وکړه. دغه فرمان کې د طالب زندانیانو... Читать дальше...

پکتیا کې د زون په کچه د کرونا ویروس تشخیصیه لابراتوار فعال شو

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د زون په کچه د کرونا تشخیصیه لابراتوار فعال شو. وروسته له هغې چې په پکتیا کې د کرونا د ناروغۍ مثتبې پېښې مخ پر زیاتېدو شوې، ورسره سم د دې ولایت اوسېدونکو د دې ناروغۍ په وړاندې د ځانګړي روغتون او لابراتوار د جوړېدو غوښتنه وکړه. تازه د چهارشنبې په ورځ په پکتیا کې د کرونا د ناروغۍ د معایناتو لپاره تشخیصیه لابراتوار پرانیستل شو چې د مسؤلینو په وینا په یوه وخت کې د ۷۰ نمونو د معاینه کولو توان لري او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ نمونې معاینه کولای شي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه ریاست... Читать дальше...

امریکا کرونا ویروس سره مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. دا پيسې به افغانستان ته د بېرته ستنو شویو کډوالو او د جګړې له کبله په کورنیو بې‌ځایه شویو وګړو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د پېژندنې او معاینې لپاره ولګول شي. همداراز، له دې پيسو به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کلینیکونو او لابراتوارونو د ښه فعالیت، د ویروس د خپرېدو د مخنیوي او له حکومت سره په تخنیکي چارو کې د مرستې لپاره کار واخیستل شي. ډیپلومات ورځپاڼې لیکلي، امریکا له افغانستان سره دا... Читать дальше...

چک جمهوریت کې په کرونا ویروس د ۲۰۴ کسانو مړینه او د وضعیت ثبات

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت د روغتیا وزارت په داسې حال کې چې د کرونا ویروس له کبله د ۲۰۴ کسانو د مړینې راپور تأییدوي، خو په عین حال کې په روغتیایي وضعیت کې د ثبات د نښو خبره هم کوي. دغه هېواد د ترکاریو مارکېټونو، د صنایعو پلورنځي، موټر پلورنځي او ځینو نورو ته د اپرېل له ۲۰مې د کار اجازه ورکړې وه. د حکومت د پالن له مخې چې غواړي په تدریج د کرونا ویروس له کبله لګېدلي محدودیتونه راکم کړي، په پام کې ده د اپرېل تر ۲۷مې هغه دکانونه چې تر ۲۰۰ متره پورې دي، خلاص کړي. دغه‌راز به د پلان له مخې د مې تر ۱۱ لوی پلورنځي او فیتنس مرکزونه پرانیستل شي. Читать дальше...

ترکمنستان، سیمه‌يیز اوسېدونکي د امو سیند له اوبو منع کړل

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان چارواکو د دې هېواد په جنوب ختیځې سیمې لباپ کې سیمه‌ييز اوسېدونکي د امو رود د اوبو له کارولو منع کړي دي. چارواکي وایي دا اقدام‌یې دغه هېواد ته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کړی دی. ترکمنستان د منځنۍ اسیا هغه هېواد دی چې د کرونا ویروس هېڅ پېښه په‌کې نه‌ده ثبت شوې. په دې بندیز کې د همدې اوبو د کبانو نیول او د هغو مرغانو نیول دي چې د رود په څنډو کې د خوړو لپاره راکوزېږي. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریالانو راپور ورکړی چې سیمه‌يیزو چارواکو دغه‌راز خلک په دې رود او دې ته نږدې اوبو کې د لاسونو پریمنځلو څخه منع کړي. Читать дальше...

د ایران له‌خوا د پوځي سټلایټ د توغولو په اړه د امریکا غبرګون

Pa.azadiradio.com 

د ایران له‌خوا د ځمکې مدار ته د پوځي سټلایټ د توغولو وروسته د امریکا متحده ایالاتو په غبرګون کې ویلي چې تهران به د خپلو کړنو حساب ورکوونکی وي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د اپرېل پر ۲۲مه پنتاګون ته د وینا پر مهال وویل: "موږ دا یو داسې سند ګڼو چې ښیي د ایران کړنې سیمې ته ګواښ پېښوي." د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مرستیال جان هایتین ویلي دغه سټلایټ ډېر اوږد مزل کړی، خو زیاتوي چې لا هم وختي دی چې ووایو ایران دغه سټلایت په بریالیتوب سره د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کړی دی. Читать дальше...

نړیوال بانک ولسمشر غني ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې او هم نورو پراختیایي پروګرامونو په برخه کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی. د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۳» پر ټویټر لیکلي چې د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شیفر ولسمشر اشرف غني ته په یوه استولي لیک کې دا خبره کړې ده. د ښاغلي صدیقي په خبره په دې لیک کې افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړل شوی چې یاد بانک به له 'کووېډ-۱۹' سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ترڅنګ وي او هم به د دغه هېواد د اوږد مهاله پراخیتایي پروګرامونو ملاتړ کوي. Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت: کابل کې ګرځ‌بندیز سر له ننه جدي پلی کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چي سر له نن څخه په کابل کې ګرځ‌بندیز په جدي توګه پلی کېږي. د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې چې د چهارشنبې «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۳» په ماښام خپره شوه راغلي چې په دې اړه په یوې بېړنۍ غونډه کې چې د یاد وزارت د امنیتي مرستیال ستر پاسوال عبدالصبور قانع په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د پخواني شریک شوي نوملړ پرته د نورو پر وړاندې د ګرځ‌بندیز مقررات جدي پلي کېږي. دغه‌راز د دې پرېکړې له مخې به د کابل دروازو څارنه ډېره او هم به د کابل ښار په ټولو سیمو کې ټرانسپورتي تم ځایونه وتړل شي. Читать дальше...

د افغان سولې په اړه د ډونالد ټرمپ او عمران خان ترمنځ خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او پاکستان مشرانو د افغانستان پر سولې ټیلیفوني خبرې کړې دي. سپینې ماڼۍ او د پاکستان د صدراعظم دفتر دواړو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د خبرو پخلی کړی دی. روېټرز خبري اژانس لیکي د خان دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا پر هڅو بحث کړی دی. اعلامیه زیاتوي عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر ته د زمینې په برابرولو کې مرسته کوي او د هغو راتلونکو اقداماتو پر اهمیت‌یې... Читать дальше...

امریکايي بحري ځواکونو ته د ایراني کښتیو د له‌منځه وړلو په اړه د ټرمپ سپارښتنه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۲» په یوه ټویټ کې ویلي چې امریکایي کښتیو ته د مزاحمت په صورت کې دې هر ډول او ټولې ایراني کښتۍ په نښه او له‌منځه دې یوسي.



Москва

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил об открытии «Домиков добра» для сбора гуманитарной помощи



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Дима Билан

Анна Asti и Дима Билан стали лучшими исполнителями по версии премии МУЗ-ТВ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты пойдут кругами // Единая лига ВТБ пересмотрела формат проведения чемпионата

«Этот спорт воспитывает силу и упорство»: Вице-спикер Народного Хурала Бурятии приняла участие в открытии чемпионата России по гиревому спорту

ЕВРО-2024: большой футбол ждет слушателей «Авторадио»


Уимблдон

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Происшествия

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России