کندهار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۰ تنو ته ورسېد
په کندهار ولایت کې د کرونا د ۱۵ نویو پېښو له ثبت کېدو سره په دغه ولایت کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۰ تنو ته ورسېد. د کندهار حوزوي لابراتوار په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا په ویروس ۵۰ تنه مشکوک کسان معاینه کړي چې د هغو لهمنځه د ۱۵ تنو کرونا مثبته وه. د کندهار عامې روغتیا رئيس محمد اشرف نادري نن ازادي راډیو ته وویل: "متأسفانه یوه مړینه هم لرو چې یوه خورکۍ ده او ۱۷ کلنه ده." په دې ولایت کې تر اوسه پورې په کرونا ویروس ۶ تنه مړه شوي دي.