افغانستان کې په روان کال کې ۶۰۰ ممیز خونې جوړېږي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په روان کال کې ۶۰۰ ممیز خونې جوړې کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو ممیز خونو ۲۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لوري ورکول کېږي. نوموړي وویل چې دغه ممیز خونې د ممیزو د پروسس، د ضایعاتو مخنیوي او بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په هدف جوړېږي. د کرنې وزارت وایي، یادې ممیز خونې په هغو ولایتونو کې جوړېږي کوم چې د انګورو ډېر باغونه لري. ټاکل شوې چې د دغو ۶۰۰ ممیز خونو کارونه د روان کال تر پایه پورې بشپړ شي.