د سولې ولسي حرکت: د مولوي بهاوالدین قاتلین باید ونیول شي
د افغانستان د سولې ولسي حرکت وايي چې باید د دوی د یوه وژل شوي غړي د قتل عاملین ونیول شي. د سولې ولسي حرکت وايي چې د دوی د علماوو د کمېټې غړی او د غزني د برخې مشر مولوي بهاوالدین پرون نامعلومو وسلهوالو وژلی دی. د دغه حرکت ویاند بسمالله وطندوست نن ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې معلومې دي. افغان حکومت، نړیواله ټولنه او وسلهوال طالبان. موږ له دوی څخه په زغرده غواړو چې د دې پېښې عاملین ونیسي. چا چې زموږ ملګری شهید کړی باید سزا وویني." د سولې ولسي حرکت غړو تېر کال په... Читать дальше...