ډېلي مېل: د امریکا استازی د افغانستان د زیانګالې سولې پر احیا کار کوي
ورځپاڼه وايي، د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت سلاکاران له افغان ځواکونو سره له مخامخ کتنې منع شوي او اوس هغوی د ټیلیفون، اېمېل او د وټس اپ په شان له اپونو څخه په استفادې لارښوونې کوي.
ورځپاڼه وايي، د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت سلاکاران له افغان ځواکونو سره له مخامخ کتنې منع شوي او اوس هغوی د ټیلیفون، اېمېل او د وټس اپ په شان له اپونو څخه په استفادې لارښوونې کوي.
د امریکا سنا د دې هېواد د ملي استخباراتو د ادارې مشرتابه جان راتکلف تأیید کړ. د سنا مجلس په ۴۹ موافقو او ۴۴ مخالفو رایو د راتکلف د نوماندۍ ملاتړ وکړ. ډیموکراتانو د نوموړي له نوماندۍ سره سخت مخالفت وښود. راتکلف به د ریچارډ ګرینیل چې دا مهال د دې ادارې سرپرستي کوي ځای ونیسي. د امریکا د استازو جرګې جمهوري پالی غړی راتکلف تېر کال هم د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشرتابه ته نومول شوی و، خو کله چې یو شمېر سناتورانو د نوموړي پر تجربه پوښتنې راپورته کړې، هغه له خپلې کاندیدۍ منصرف شو. Читать дальше...
په هرات کې سیمهییز چارواکي وايي، په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندانانو په شمول تر ۱۰ زیات وسلهوال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد په دې اړه پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ترسره شول، شااوخوا ۱۴ تنه طالبان چې د دې ډلې قوماندانان هم پهکې شامل دي، وژل شوي دي." ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د وسلهوالو طالبانو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم لهمنځه وړل شوي دي او مرکزونهیې ویجاړ شوي دي. Читать дальше...
د چچن مستبد ولسمشر رمضان قدیروف چې کرملېنیې ملاتړ کوي، په کرونا ویروس د اخته کېدو په شک د روغتیايي څارنې لاندې دی. دا خبر د روسیې خبري اژانسونو ورکړی دی. انټرفاکس خبري اژانس په مسکو کې د یوې روغتیايي سرچینې په حواله ویلي چې قدیروف تر څارنې لاندې دی. د بازا (Baza) په نوم یوې انلاین خبري سرچینې راپور ورکړی چې قدیروف د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې د الوتکې په وسیله د مسکو له غوره کلینیکونو یو ته انتقال شو چې شدیدې تنفسي ستونزې یې پیدا کړې. په راپور کې ویل شوي د چچنیا رهبر په کرونا ویروس له اخته کیدو وروسته سینه بغل شوی دی. Читать дальше...
د مصنوعي تنفس له دستګاوو بار د امریکا یوه پوځي الوتکه پرون پنجشنبه مسکو ته ورسېده، څو له روسیې سره په دې هېواد کې د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي. د امریکا سفارت د پنجشنبې په ورځ وویل، د مصنوعي تنفس دا ۵۰ دستګاوې، له روسیې سره د امریکا د څه باندې پنځه نیم میلیونه ډالرو "بشري مرستو" لومړۍ جوپه ده چې په ترڅ کې بهیې روسیې ته د امریکا ساخت د مصنوعي تنفس ټولې ۲۰۰ دستګاوې ورکړل شي. که څه هم د سړې جګړې راوروسته دا مهال د امریکا او روسیې اړیکې په خراب وضعیت کې دي، خو په مسکو کې د روسیې... Читать дальше...
۲۳۳ افغانان پرون له نوې ډېلي څخه کابل ته انتقال شول. دا خبره په نوې ډېلي کې د افغانستان شارژدافیر طاهر قادري تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او زیاتهیې کړه چې د افغانانو د انتقال دا بهیر به دوام وکړي. ښاغلی قادري زیاتوي: "یوه الوتنه نن له پونې څخه لرو شااوخوا ۲۵۰ زموږ محصلان به هېواد ته انتقال کړي. بله الوتنه د مې په ۲۳مه له نوې ډېلي څخه کابل ته کېږي، په هغې الوتنه کې به هم زموږ ډېر هېوادوال له لیرې او نږدې ایالتونو چې ډېلي ته د راتلو زمینه مو ورته برابره کړې هېواد ته واستول شي." د ښاغلي قادري... Читать дальше...
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ولسوال محمد صدیق دولتزی او زوی یې پرون پنجشنبه په یو ځانمرګي برید کې ټپیان شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دولتزی د خپل کار له دفتره کور ته روان و چې برید پرې شوی دی. ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "د یو کس لهخوا چې د معلوماتو پر بنسټ ۱۷ کاله عمر یې درلود، د هډې فارم د ګودامونو په سیمه کې ځانمرګی برید شوی. له نېکه مرغه برید کې څوک وژل شوی نهدی. ولسوال او زوی یې برسېرن ټپیان دي، روغتیايي وضعیتیې د ډاډ وړ دی." د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نهدی اخیستی. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن به نن جمعه «۲۰۲۰ کال د مې ۲۲» د دې تړون ۳۴ لاسلیکوونکو هېوادونو ته له دې تړون څخه له وتلو شپږ میاشتې مخکې اطلاع ورکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۱» د کابینې په غونډه کې له "خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د اختر په ورځو کې له تګ راتګ څخه صرف نظر وکړي." دا خبره ارګ په یوې خبرپاڼه کې کړې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости